تاند – د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د یوه زورواکي وسله والو په یوه شپږ کلن ماشوم باندې جنسي تېری کړی دی.

د پېښې قرباني چې عزیزالله نومېږي د روغتون له بستر څخه رسنیو ته وویل، «نوم مې عزیزالله دی، لاسونه او پښې یې راته وتړل، تمانچه یې راته ونیوله، ویل یې ولمه دې، نور یې ونیولم، تشناب ته یې بوتلم.»

ویل کیږي چې د تېري کوونکي نوم پهلوان دی او د کرنې د ریاست د ځنګلاتو مدیرعظیم الله تر لاس لاندې کار کوي.

د پېښې د قرباني کورنۍ وایي چې وروسته له هغه چې هغوی دا مسئله له پولیسو سره شریکه کړه د زورواکي عظیم الله وسله وال کسان ورغلل، د ماشوم مور، پلار او ورور یې سخت ووهل.

د عزیزالله مور د پېښې په مناسبت ورټولو شویو خلکو او رسنیو ته وویل چې د هغوی په حال ننګ وکړي او دا مسئله دې ورسره وړاندې تعقیب کړي.‌

د ننګرهار اوسېدونکي وایي، چې په ننګرهار کې په نورو سربېره د ولسي جرګې د غړي حضرت علي، ګل مراد، حاجي ظاهر قدیر او نورو زورواکو، چې ځانونه د جهاد وارثان ګڼي، وسله وال کسان ښاریان زوروي، وهي ټکوي او ان وژني او ځمکې او ملکیتونه یې لاندې کوي.

ولسمشر غني په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د زورواکو په وړاندې د کمانډویي جهاد اعلان وکړ، او څو کسان یې لاس تړلي کابل ته راوستل، خو داسې ښکاري چې دغه بهیر د پڅېدلو خواته روان دی.

One thought on “په ننګرهار کې د یوه زورواکي وسله والو په یوه ۶ کلن ماشوم جنسي تېری وکړ”
  1. د کورګډي دین ایماندار دغه شان جنایت ته هیڅ حساسیت نه ښیي، ګز ګز مردارې ګیري به یې نیولي وي لکه فارمي چرګان خړې خړې به ورته ګوري. برعکس، که یو څوک خپله عقیده چې شخصي ملکیت یې دی، بدله کړي بیابه همدغو ځناورو په لکۍ و ښکرو درد شي، هغه کس ته یې که لاس ونه رسي په خپل ځان په خولې لګوي – دنړۍ ترټولو وحشي بني آدمان

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *