تاند- د امریکا دفاع وزارت تایید کړه چې د متحدو ایالتونو اعلي سرقوماندان (ولسمشر) په افغانستان کې د خورا قوي بم د کارولو اجازه ورکړې ده.

پینتاګون وايي چې د (GBU-43) په نوم ۲۰ زره پونډه (نژدې ۱۱ زره کیلو ګرام) دروند بم یې د ننګرهار په اچین ولسوالي کې استعمال کړی دی.

د پینتاګون ویندوی ادم سټمپ وویل، دا بم د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په وخت د ماښام په ۷ بجې او ۳۲ دقیقې له (MC-130) الوتکې څخه غورځول شوی دی.

راپورونه وايي چې دا بم، چې ویل کېږي تر اتوم بم وروسته زورور بم دی، په اچین ولسوالي کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې پر یوه سمڅه یا تونل اچول شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې دا بم یې د دې لپاره کارولی چې په سیمه کې د افغان او امریکايی ځواکونو تصفیوي عملیاتو ته لار هواره شي.

د سپینې ماڼۍ ویندوی شان سپایسر په دې اړه خبریالانو ته معلومات ورکوي

کتونکي وايي، د دې لپاره چې د دې بم د تخریب ساحه نژدې یو نیم کیلومتره رانغاړي، نو وېره ده چې ملکي وګړو ته به مرګ ژوبله او تاوانونه اوښتي وي.

(GBU-43) بم، چې د بمونو مور هم نومېږي، له اتوم بم څخه وروسته د امریکا تر ټولو ستر غیر اتومي بم دی او دا لومړی ځل دی چې په جګړه کې ورڅخه کار اخیستل کېږي.

دا بم د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۳ کال تجربه کړای شوی و.

3 thoughts on “په ننګرهار کې پر داعش تر اتوم بم وروسته تر ګردو زورور بم استعمال شو”
  1. امریکا یو جنایتکار حکومت دی، په جاپان یی هم اټوم بم وویشت، داعش و طالب هم د دوی غول دی، که ترور له منځه وړی نو باید اسلام اباد یی خاوری کړی وی، مګر اوس به ددوی حرامی حکومت ورته دلایل تراشی نور له دی زیات نه شرمیږو نه ذلیل کیږو

  2. I think the big racism in the white house und Trump is a biger racist.
    اې سپینې ماڼۍ تور زړو، په ځان مینو لیونیانو! تاسو که په انسانانو رحم نلرۍ، لږ خو په دا ځمکه او څارویو، ځناورو[طبیعت] ورحمیږۍ۰
    زموږ ځمګه او غرونه مو را وران ګړل۰

ځواب ورکول خالده افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *