تاند- د ننګرهار چارواکو هم تایید کړه چې په دې حمله کې لږترلږه ۱۸ تنه شهیدان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي وویل چې د اتلس تنو د شهادت ترڅنګ ۱۳ نور ژوبل دي.

لا هم تروریستي ډلو د حملو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

طالبانو په ټویټر کې لیکلي چې دا برید له دوی سره تړاو نه لري.

چارواکي وايي، چاودېدونکي مواد په موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو.

مخکینی خبر

شاهدان وايي، د ننګرهار په تروریستي برید کې ۱۶ شهیدان او ۳۰ ټپیان شوي

تاند- شاهدان وايي، په ننګرهار کې د یوه پخواني ولسوال د جنازې په مراسمو کې د تروریستي برید په نتیجه کې لږترلږه ۱۶ تنه شهیدان شوي او ۳۰ نور ژوبل دي.

شاهدان وايي، پېښه هغه مهال وشوه چې یوه انتحاري د جنازې د برخوالو په منځ کې ځان والوزاوه.

تراوسه پورې د شاهدانو له لوري د مرګ ژوبلو شمېره دولتي چارواکو تایید کړې نه ده.

مخکینی خبر

په ننګرهار کې چاودنې لږترلږه۱۲ تنه ووژل

تاند- په ننګرهار کې د یوه پخواني ولسوال د جنازې په مراسمو کې د چاودنې په نتیجه کې لږترلږه ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼی وايي، دا پېښه نن /یکشنبه/ په جلال اباد ښار کې د هسکې مېنې د پخواني ولسوال د جنازې په مراسمو کې وشوه.

د ننګرهار د عامې روغتیا رييس نجیب الله کامه وال وايي چې روغتون ته د ۱۲ تنو مړي او ۱۵ ټپیان وروړل شوي دي.

تراوسه د چاودنې، چې د ماسپښین په د۲ بجې د جلال اباد په مقام خان هدیره کې وشوه، د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.

د دولت وسله والو مخالفو ډلو هم تراوسه د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د جنازې او فاتحې په مراسمو کې د دولت وسله والو مخالفانو تر دې پخوا هم په ځلونو حملې کړي دي.

خو په ننګرهار کې اوس دا ډول اکثره بریدونه داعش کوي.

دې ډلې تېره اوونۍ په کابل کې د تبیان په کلتوري – ټولنیز مرکز کې په درو انتحاري حملو کې تر ۵۰ زیات شیعه فعالان ووژل.

3 thoughts on “د ننګرهار په چاودنه کې ۱۸ تنه شهیدان شوي”
  1. داعش ماعش نشته هماغه پخوانیو خرو باندې یې نوې کتې ایښي او داعش نوم یې پرې ايښی دی. د پاکستان د آی ایس آی سپي دي هرې خواته یې چې ګډوي هغسې څرخ خوري.‌الله تعالی دې خپل لعنت پرې ووروي او په الهی غضب دې اخته شي.

  2. always suicider use bicycle/motorcycle/Reksha and corolla/
    security force need to have checkpoints in some spots,
    generally public peoples gave hands to police, thank you

  3. تاسو چې د دغه جنایت قربانیان «شهیدان» بولئ، دا د وحشت توپان به خاورې ودریږي، پښتون ماما خو هسې هم په «شهادت» مین دی، پټهان خو کوي ژوند د شهادت لپاره

ځواب ورکول جمال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *