تاند- په ننګرهار ولایت کې د یوه پراخ سړک د جوړولو چارې نن /چهارشنبه/ پیل شوې.

دا سړک به، چې لګښت یې اسیايي پرمختیايي بانک ورکوي، ۴۰ متره پلنوالی او ۱۹ کیلومتره اوږدوالی لري او د درونټې سیمه به له ثمرخېل سره ونښلوي.

ټاکل شوې ده چې په بل پړاو کې دا سړک نور هم وغځول شي او اوږدوالی یې ۲۵ کیلومترو ته ورسېږي.

تمه ده چې د دې سړک د جوړېدو له کبله پر اوسني سړک او جلال اباد ښار د موټرو بیروبار لږ شي.

4 thoughts on “په ننګرهار کې ۴۰ متره سړک جوړېږي”

ځواب ورکول Shinwari ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *