لیکوال:د سیاسي چارو څارونکی، قاضي اسدالله”عزت”
افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري سفر د ۱۳۹۳ لمريزکال د چنګاښ پر ۲۰ نېټه ؤ، نوموړي هغه مهال له حامدکرزي او دواړو نوماندانو ډاکتراشرف غني او ډاکترعبدالله سره جلا جلا کتنه وکړه، له دغې کتنې وروسته د ټاکنو د پایلو د څېړنې بهیرکړکېچن او د اعلان موده یې هم وځنډولو شوه، چې د جان کري له لومړي ځل راتګ سره سم ما یو لیکنه کړې وه، چې د هغې لیکنې یوه لنډه برخه دلته را اخلم (دلوېدیځو رسنیو د رېپوټ پراساس، چې وايي د عبدالله عبدالله غوښتنې بیا بیا بدلېږي. د امریکا د مشهورې راډیو (این پي آر) د راپور له مخې عبدالله د ټاکنو د رایو د تفتیش په پیل کې د ۶۰ محلونو د رایو د بیا څېړلو غوښتنه کړې وه، وروسته یې بیا وویل چې په دې ګڼه دې ۲ زره نور محلونه هم ورزیات شي خو اوس وايي چې د ۱۱ زره محلونو رایې دې بیا ځلې وڅېړل شي چې شاوخوا درې نیم میلیونه رایې کېږي.
زه ډاډه یم که چېرته کمیسیون د ډاکترعبدالله عبدالله سره یادې غوښتنې ومنې نو عبدالله عبدالله به حتماً نورې نوې بانې جوړي او کمیسیون ته وړاندي کړي).
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري او بهرني سفارت کارانو د ۱۳۹۳ لمريزکال په ټاکنو کې د مداخلې موخه داسې څرګندیږي، چې یو ځل بیا په افغانستان کې داسې یو لاس پوڅی او په فساد ککړ نظام جوړکړي، چې په کال کې درې واره عطامحمد نور په ډاډه زړه سره د افغانستان د تجزیې د اعلان خبر ورکوي او هیڅوک ورڅخه پښتنه ونه کړای شي، چې هلکه نوره ته خودي لومړی خپل افغانیت ثابت کړه، چې د افغانستان د تجزیې نارې وهې.
عبدالله عبدالله د بهرنیانو د وعدو پر اساس د ټاکنو درایودګڼلواو تفتیش په بهیر کې وخت پروخت خپل سیال ډاکتر اشرف غني ته شرائط وړاندې کړل، په لومړي سر کې عبدالله عبدالله د ګل اغا شیرزي، زلمی رسول، محمودکرزی، امرالله صالح، صلاالدین رباندي او یو تعداد په پیسو باندې اخستي قومي مشرانو په شمول د خپل حقه حق غوښتلو نارې وهلې (یوازې شفافي رایي ګڼل)، چې د دوی په اند د ډاکتر اشرف غني په ګټه پراخ تقلب شوی دی، چې نوموړي د همدې غوښتنې پر اساس موازي حکومت اعلان کړ، چې د موازي حکومت د اعلان سره سم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وه افغانستان ته سفر وکړ او د دو نوماندانو ډاکتر اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ یې دا پرېکړه وکړه، چې د رایو دوهم ځل تفتیش به کیږي.
عبدالله عبدالله د دوهم ځل رایو د تفتیش په جریان کې څو ځله د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره بایکاټ اعلان کړ، او په څو څو ځله د نوموړي څارونکو په کمیسیون کې د ډاکتر اشرف غني د ټیم له څارونکو سره فیزیکي شخړې وکړې، چې د دې شخړو اصلي موخه همداوه، چې د رایو د تفتیش پروسه په ټپه ودروي، او د همدې جنجالو او اخطاریو په ترڅ کې یې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري څخه د بیا راتګ غوښتنه وکړه، چې د راتګ د غوښتنې هدف یې په حکومت کې د ځانکړې برخې ورکول وه، د جان کري له دوهم ځل راتګ سره د دونوماندانو ډاکتر اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ داسې توافق نامه امضاء شوه،که چیرته ډاکتراشرف غني په روانو ټاکنو کې بریالی شي نو عبدالله عبدالله ته به اجرایوي پوست ورکوي، چې د دې توافق نامې له امضاء سره سم عبدالله عبدالله د یاد پوست د صلاحیت په اړه خبري پيل کړې، چې د دوا ړو نوماندانو تر منځ لا تر اوسه هم د اجرایوي پوست په صلاحیت پرېکړه نده شوې.
عطا محمد نور خو په لومړي سر کې فکر کاوه، چې عبدالله عبدالله په روانو ټاکنو کې بریالی دی او که ناکام هم شي نو په حکومت کې به د تیرپه څیر د یو پراخي ونډي څښتن وي، خو کله چې یې د اجرایوي پوست د صلاحیت پر سر د عبدالله عبدالله چنې ولیدلې، چې له ډاکتر اشرف غنی سره یې وهي نوموړي خپله دنده (دبلخ له ولایت) پرښو وی او ټولې چاري یې خپل مرستیال ته و سپارلي، او د یوې خبري غونډې په ترڅ کې یې رسنیو ته وویل: چې که ډاکتراشرف غني کامیاب شي نوموړی به د خپلو ملګرو په شمول پاڅون وکړي، د ښاغلي نور دا څرګندوني د ایران په اشارې سره داسې ښکاره شوې، چې ګوندې د نوموړي په خبرو باندي یوځل بیا جان کيري و افغانستان ته راشي او په راتلونکي حکومت کې به نوموړي ته د یو پوست په ورکولو سره قناعت وکړي، خو د عطامحمدنور دا خوب هم غلت وختی، چې د نوموړي دغو خبرو ته هیچا غوږ ونه نیولو، نو یې د صلاح الدین رباني په شمول له عبدالله عبدالله سره په اجرایي پوست باندې خبري پيل کړې، اوله عبدالله عبدالله یې وغوښتل، چې د دوی څوکۍ ورته په راتلونکي نظام کې مشخصي کړي، چې د دې خبري په ځواب کې عبدالله عبدالله هم پاتي راغی او و نه توانېدی، چې نوموړو کسانو ته قناعت ورکړي خویوازې ددې خوښتنه یې وکړه،چې په راتلونکي نظام کې به دغوپنځوکسانوته کلیدي پوستونه ورکول کیږي،چې نوموړي کسان هریو امرالله صالح، فضل احمد معنوي، یونس قانوني او بسم الله محمدي دنوي حکومت په کلیدي مقامونو وګمارل شي،ددې غوښتنې په ځواب کې یې مقابل لوري مثبت ځواب ونه وایه.
چې په دې حال کې یو ځل بیا عطا محمد نور د نارنجي تر نامه لاندې د پاڅون او بحران اخطار ورکړ، چې د دې اخطار له ورکړي سره سم یوې سرچینې محور ورځپاڼې ته ویلي، دنارنجي اعتراضونو تر ګواښ وروسته په کابل کې د امریکا سفارت عطا محمد نور، امرالله صالح او امان الله ګذر ورغوښتي او ګواښ یې ورته کړی دی، چې که د پایلو تر اعلان وروسته که هر ډول ورانی وشو، نو ټول مسوولیت به یې ددوی پر غاړه وي، دا کواښ په داسې حال کې شوی، چې عبدالله عبدالله له امریکایي استازو سره په خبرو کې خپله ماتې منلې او هغوی ته یې ډاډ ورکړی، چې که په راتلونکي حکومت کې واوسي او یا نه، بحران جوړولوته ژمن نه دی، ده ژمنه کړې چې دخپلو معترضو ملګرو غږ به هم بدرګه نکړي.)
په داسې حال کې، چې عبدالله عبدالله امریکایي استازوته د خپلي ماتې خبر ورکړ، له بلې خوا د استاد سیاف له خپر شوي پیغام څخه داسي څرګندیږي،چې نوموړی په راتلونکي نوي نظام کې دخپلي برخي د روښانه کولو غوښوتونکی دی، چې نوموړي په خپل پیغام کې داسې ویلي دي: که نوماندان په یوه سیاسي جوړجاړي هوکړې ته ونه رسېږي او پایلې اعلان شي، نو حالات به نور هم بحراني شي. نوموړی وايي چې له سیاسي جوړجاړي وروسته دې پایلې اعلان شي.
سیاف پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې نوموړی د هېواد د لوړو مصالحو او له بحرانه د وتلو پلوی دی او په همدې خاطر په تمه دی چې په یو چوکاټ کې ستونزې حل او هېواد له بحرانه ووځي.
نوموړي ویلي دي،هر څوک چې بې له سیاسي جوړجاړي د ټاکنو د پایلو پلوي کوي اصلاً هېواد دناامنیو او بحران طرف ته بیایي چې بیا به يې خلاصون ناشونی وي.
په خبرپاڼه کې استاد سیاف ويلي،که چیرته له سیاسي جوړجاړي پرته د ټاکنو د پایلو اعلان به د یو وزري مرغه په څېر دولت رامنځته کړي چې هیڅ پرمختګ به نه شي کولای. ټولنې ته د خدمت امید خو لا اخوا پریږده.
سیاف په خپل دغه پيغام کې ویلي دي، چې زموږ تاکید پر دې دی چې باید پر دقیق فکر، او د هېواد لوړو مصالحو د خوندیتوب په خاطر لومړی یو سیاسي جوړ جاړی وشي وروسته د ټاکنو د پایلو دڅرنګوالي اړوند تصمیم ونیول شي.نوموړي داهم ویلي دي،چې تر نه رسېدلو ناوخته رسېدل ښه دي.
دعبدرب الرسول سیاف دا څرګندوني په داسي حال کې خپریږي،چې لا هم د ټاکنو دپایلو اړوند د ډاکټر عبدالله عبدالله ډله قناعت نه لري. اودعبدالله عبدالله ټیم په پوره ټینګار ویلي دي چې دوی ته به د ټاکنو پایلې دمنلو وړ نه وي.
اوس مهال سل په سلو کې د رایو تفتیش مکمل شوی ، چې ددې بهیر له بشپړتیا سره داسي څرګندیږي،چې د تحول ټیم تر همپالنې خورا مخکې دی او دغه جوت توپیر ددې سبب شو، چې ملګري ملتونه او امریکا د پایلو منلو په اړه په همپالنې ټیم فشارونه زیات کړي.
ملګرو ملتونو او امریکا همپالنې ټیم ته ویلي، چې نور یې دهېڅ ډول غیرقانوني غوښتنو اورېدو مجال نشته. راپورونه وایي، چې تر راتلونکې چهارشنبې به دانتخاباتو اخري نتیجه معلومه شي او بریالی لوری به دکار پیلولو تابیا ونیسي.
زه په دې فکر یم،چې امریکا نور هغه هدف ته رسېدلې ده کوم،چې یې په نوي نظام کې حاکمیت په نظرکې وو،او هغه بې اعتمادي دافغان ولس په راتلونکي نظام باندي سل په سلوکې ثابته شوه.
Dear Qazi Saheeb,
When USA issue order both Abdullah & Ghani Agree nothing lift…..
No one of them Out from ISAF order in Afghanistan.
He has copied the above text from somewhere else otherwise he does not know these issues. if you invite him several times you will know him better.
قاضي صاحب درباندي ویاړو!
کله کله ډیر نا امیده شم چې غزني وران اولاهم ورانیږي خوکله چې ستاغوندي با احساسه ځوانان ووینم نو ډیر خوشحاله شم چې ښه دی تراوسه خولا داسې اشخاص په غزني کې وجود لري چې دغزني له ولس اود ولس له حقه حقوقو څخه دفاع وکړي زموږ مشر یې جناب قاضي صاحب اوموږ دي ترشا یو ستا امر زموږ اجراء.