کتابونه

زموږ د ښوونځیو په اوسنیو کتابونو کې د ژبې دقت ته پوره پام نه دی شوی. دوه کاله مخکې مې د درې ژبو لپاره د څلورم ټولګي پر پښتو کتاب یو لیکنه کړې وه، دلته د لیکنې هغه برخه چې د ژبې په دقت پورې اړه لري، بیا رانقلوم:

د كتاب په پنځم مخ كې د حضرت عمر په اړه راغلي دي: «حضرت عمر په رښتينولۍ كې نړېوال شهرت درلوده.»

ګومان کوم هاغه مهال به له جزيرة العربه هاخوا حضرت عمر چا نه پېژانده؛ نو د هغه د «نړېوال شهرت» خبره سمه نه برېښي. له بلې خوا حضرت عمر به ډېرې ښېګڼې لرلې؛ خو هغه زیاتره په عدل ډېر مشهور دى، لیکوال ته په کار و چې دلته د هغه د عدل او انصاف ذکر کړی وای او لا بهتره خو به دا وه چې د دې ټول مطلب پر ځای یې د حضرت عمر د عدل یو حکایت بیان کړی وای. د څلورم ټولګي شاګرد د رښتینولي، عدل او انصاف په څېر انتزاعي مفاهیم سم نه شي درک کولای؛ که غواړو چې دا صفتونه ورته وښييو، بهتره ده په مثال کې یې بیان کړو، مثلاً دغه حکایت ووایو چې: یوه شپه حضرت عمر رض په کوڅه کې تېرېده چې د ماشومانو ژړا او د هغوی د مور آواز یې واورېده چې ماشومان یې غلي کول. ده پوښتنه وکړه چې ماشومان دې ولې ژاړي. ښځې وویل چې دوی وږي دي، په کور کې د خوراک هېڅ شی نشته او ما په دیګي کې ډبرې اچولې او په اور مې باندې کړې دي چې دوی پرې غلط کړم. حضرت عمررض په هماغه نیمه شپه کې له بیت المال څخه یوه بوجۍ اوړه په شا کړه او د کونډې کور ته یې یوړه.

د كتاب نهم مخ د ښوونځي په اړه وايي: «موږ په ښوونځي كې هرډول مضمونونه لولو.»

په هر ډول مضمونونو كې الهایات، فلسفه، موسيقي، نڅا، تمثيل … هم شامل دي. ايا دا ټول په ښوونځي كې لوستل كېږي؟ استاد اسدالله غضنفر وايي چې باید په ليكنو كې «هر، ټول، هېڅ، تل» او داسې نور صفتونه او قیدونه په احتیاط سره استعمال كړو ځكه چې دا ډول كلمې له مبالغې خالي نه وي.

په ۱۳ مخ كې د ژبې تعريف داسې شوى دى: «هغه اوازونه چې د خولې له غږيز جهاز څخه راوځي او د پوهولو او راپوهولو د پاره كارول كيږي هغه ژبه ده.»

اول خو غږيز جهاز په خولې پورې منحصر نه دى؛ بلكې له حنجرې، د سږو له هوايي لارو، ژبې، خولې او پوزې څخه رغېدلى دى او غاښونه هم په کې شامل دي. دویم دا چې ايا ژبه يوازې اوازونه دي؟ كه داسې وي؛ نو اشاري ژبه، سيمبوليكه ژبه او ليكنۍ ژبه خو آوازونه نه دي.

د ژبې د پورتني تعريف په راوروسته پراګراف كې بيا ليكل شوي: «ژبه اوازونه لري، ژبه توري لري، ژبه كلمې او جملې لري.»

دغه جمله به د زده كوونكو ذهن مغشوش كړي؛ ځكه چې په تعريف كې يوازې د اوازونو خبره شوې وه؛ خو دلته توري، کلمې او جملې هم ورسره یاد شوي دي.

په ۳۲ مخ كې لولو: «…يو ليك كور ته ليكي او ليك اس ته په ټنډه كې ورټومبي.»

ايا د اس په ټنډه كې كاغذ ټومبلاى شو؟

په ۳۶ مخ كې ليكل شوي دي: «ټول خلك د سړو د مخنيوي لپاره وړنې جامې، ذغال او لرګي اخلي.»

انسان د سړو مخه نه شي نيولاى. د سړو مخنيوى دا مانا لري چې هوا سړېدو ته پرې نه ږدو، حال دا چې د تودو جامو په اغوستلو سره سړى ځان له سړو څخه ساتي. له بلې خوا تاسې څومره خلک پېژنئ چې وړنې جامې واغوندي؟

په همدې مخ كې د دوبي په اړه ويل شوي دي: «په دوبي کې ټولې دانې او ميوې پخېږي.»

دا خبره هم سمه نه ده. ځينې ميوې لكه مالټه او کینو او د انګورو او مڼې ځینې ډولونه په مني او ژمي كې پخېږي.

په ۴۸ مخ كې د لويې جرګې په باب ناسم معلومات راغلي دي: «د لويې جرګې پرېكړې د دوو تنو، دوو كليو او د دوو كامونو تر منځ د لانجو په وجه رامنځته كېږي.»

دا خبره د عادي يا وړو جرګو په اړه سمه ده، نه د لويې جرګې په باب. لويه جرګه د هېواد په كچه د ملي ستونزو د حل لپاره دايرېږي، نه د كسانو او كليو لپاره.

په ۷۵ مخ كې د لامبو په لوست كې لولو: «لامبو بدن مزى او غښتلى ساتي.»

«مزى» چاغ ته وايي؛ خو لامبو وهل د سړي د وزن په كمولو كې مرسته كوي، چاغوي يې نه.

په دې کتاب کې ګڼې نورې تېروتنې هم وې. استاد اسدالله غضنفر د درې ژبو لپاره د لسم ټولګي پر کتاب مفصله لیکنه کړې، د تېروتنو ګڼ شمېر مثالونه یې راوړي او په پای کې یې دې نتیجې ته رسېدلی چې: « په دې کتاب کې ما داسې مطلب ونه لید چې د کتاب مولفانو دې لیکلی وي او له تېروتنو دې مالامال نه وي. د نورو کسانو د مطالبو په اقتباس کې هم دقت نه دی شوی. له دې کتاب څخه د پښتو زده کړه یا د نورو علمي معلوماتو زده کړه بعیده ښکاري، البته له پښتو څخه د نفرت په پیدا کولو کې ښه برخه اخلي.»

استاد غضنفر د نهم ټولګي په پښتو، دري، کیمیا او بیولوژي کتابونو کې هم ګڼې تېروتنې موندلې او په بله مقاله کې یې لیکلې دي.

د ښاغلي اتمر په وزارت کې د افغانستان د ښوونځیو تعلیمي نصاب نوی شو، ګڼو کسانو په کې لوړ ډالري معاشونه واخیستل، هر کتاب چې وګورې، د مولفانو، سرمولفانو، محققانو او سرمحققانو، نومونه په کې کتار وي چې دا د تالیف ډله شوه، دا د ارزونې ډله، د تدقیق ډله …؛ خو نتیجه یې هغه کتابونه دي چې وینو یې.

ها بله ورځ ډاکتر احسان الله درمل وویل چې ان څو کاله مخکې یې د پنځم ټولګي هغه پښتو کتاب لوستی و چې استاد نورالحبیب نثار د افغان مهاجرو لپاره تالیف کړی و. دی وايي لا تر اوسه پورې هم د هغه کتاب مفردات یې په ذهن کې شته او په بیا بیا یادولو یې خوند اخلي، دا په دې چې ښاغلي نثار کتاب په خوږه، دقیقه، خوندوره ژبه لیکلی و. موږ د ښو مولفانو او تکړه لیکوالو کمی نه لرو؛ خو دا چې کار اهل کار ته نه سپارل کېږي، تاوان یې ټول ملت ګالي.

اورېدلي مې دي چې د پوهنې وزارت غواړي د ښوونځیو پر نصاب بیا کار وکړي. که دا خبره سمه وي نو باید چې د تېرو دورو تېروتنې تکرار نه کړي او د کتابونو په لیکلو کې دقیقه ژبه وکاروي.

4 thoughts on “په نوي نصاب کې زړې تېروتنې نه غواړو/ محب الله زغم”
  1. ډیر ښه زغم صیب
    خو دا نه درسره منم چې مزی چاغ ته وايي. مزی د نري او غښتلي په مانا راځي او دا ېې د کارونې سم ځای دی

  2. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلي زغم صيب ښه ټکي ياد کړي دي. له بده مرغه بايد ياده شي، چې په دغه مهمه موضوع ليا د ګوتو په شمار تبصرې نه دي شوي او يوازې دوو تنو دغه ليکنه خوښه کړې، چې دغه ټول د پښتنو او لوستونکو بې پروايي ته ښودنه کوي، مګر د يو منتقد ليکوال نظر ته يې يا پام نه وي او يا ورته ملنډې ښکاري!

    الله دې په افغانانو ورحمېږي
    معه سلاموکم الاهلول علوم

    ملا ميوند آخوند

  3. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد
    د ښاغلي عجب خان توضيح سمه ده، ځکه مزی د تسمې معنی لري او تسمه سړی سورب ته نه بلکې چست، تېز او په اعضلاتو سمبال ته وايي.

    بريالي اوسی، معه سلاموکم الاهلول مباحثون
    ملا ميوند آخوند

ځواب ورکول ملا ميوند آخوند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *