تاند- د یو ملیارد ډالرو په ارزښت په نوي کابل کې د شپږ زره کورنو د جوړېدو تړون نن له یوه نړیوال کنسورشیم سره لاسلیک شو.
په دغه ی نړیوال کنسورشیم (د کمپینو ټولګه) کې د کاناډا، متحده عربي اماراتو، استرالیا، جرمني، افغانستان او امریکا شرکتونه شامل دي خو مشري یې یوه امریکا مېشته کمپنۍ کوي.
د نوي کابل د پروژې د مسوولانو په وینا د تړون پراساس به په نوي کابل کې د څلوېښت زرو کسانو د استوګنې لپاره په عصري ډول ۶ زره کورونه جوړېږي.
نوی کابل د ده سبز ولسوالۍ په باریکاب سیمه کې ودانېږي. دا سیمه پروان ولایت ته نژدې ده.
د نوي کابل ښار، چې په ۳ لکه ۷۰ زره هکتاره مځکه کې ودانېږي، ماسترپلان په ۲۰۰۶ م کال د جاپانیانو له لوري ترتیب شوی دی.
د پروژې د بشپړېدو په صورت کې به په دې ښار کې څه باندې درې ملیونه خلک اوسېدای شي.
د نوي کابل د پرمختیايی پروژې اجرايي رييس انجنیر غلام سخي حسن زاده وویل: د دې پروژې د تړون لاسلیکېدا ښيي چې په افغانستان کې پانګونه د خصوصي سیکتور لپاره ډېره ګټوره ده.
د ده په وینا تر راتلونکو اتو کلونو پوري به په نوي کابل کې شپږ زره کورونه جوړ شي او د دې پروژې اجرا به اوو زرو تنو ته روزګار برابر کړي.
مشر وزیر او د نوي کابل ښار د خپلواک کمیسون ريیس هدایت امین ارصلاح دا پروژه د افغانستان تر ټولو لویه ښاري پروژه وبلله، ویې ویل چې د هغې بشپړېدا به د خلکو پر ژوند ژور اغېز ولري او له بلې خوا به افغانستان ته د نړیوالو پانګوالو پانګې راحلب کړي.
د نوي کابل نقشه – عکسونه کلیک کړئ چې لوی شي:
موږ چې کله دا پلان د جاپانیانو سره یو ځای جوړولو، ددغه پلان د عملي کیدا لپاره مو هیڅ هیله نه لرله. ځکه ددغه ښار لپاره د اوبو رسولو آسانتیا چې په حقیقت کې د ښار لپاره حیاتي رول لري شتون نه درلود. اوس هم کیدی شي دا اوبه له څو کیلومټره لرې واټن او لسګونو متره ټیټ سیند څخه پورته پمپ کړي ترڅو د ښاریانو اړتیاوې پوره کړي.
یاده دې وي چې د ښار د اړتیا اوبه په هر ساعت کې سلګونه متر مکعب ته رسیږي؛ ددې سره یوځای د ښار فاضلاب هم همداسې لویه ستونزه ده چې جاپانیانو بشپړه نکړه.