تاند- پر ماینونو د بندیز نړیواله اداره وايي، سره له دې چې په مجموع کې په نړۍ کې له پخوانیو جګړو د پاتې ماینونو چاودنې کمې شوي خو لا هم افغان ماشومان په نړۍ کې د ماینونو تر ټولو لوی قربانیان دي.

د دې ادارې په وینا په ماینونو او نورو چاودېدونکو موادو په نړۍ کې ماشومانو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په افغانستان کې اوړي.

د ماینونو د بندیز لپاره د مبارزې نړیوالې ادارې د مځکنیو ماینونو د څارنې په کالني راپور کې ویلي چې له افغانستانه وروسته په کولمبیا او سوریه کې زیات ماشومان د ماینونو ښکار کېږي.

دا اداره وايي، له ۱۹۹ څخه راوروسته له جګړې څخه د پاتې ماینونو او چاودېدونکو موادو په وجه د مرګ ژوبلو شمېر تر بل هر وخت په نړۍ کې لږ شوی دی خو د ماشومانو تلفات ډېر شوي دي.

په ۲۰۱۳ میلادي کال په نړۍ کې ۲۴۰۳ تنه د ماینونو په چاودنو وژل شوي چې نیمايي یې ماشومان دي.

د دې ادارې په وینا د ماینونو په چاودنو کې تر وړم کال د ماشومانو تلفات په سلو کې ۷ زیات شوي دي.

د دې ادارې په کالني راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۱۳ میلادي کال په افغانستان کې ۴۸۷ تنه په ماینونو وژل شوي چې دا په همدغه کال په نړۍ کې په ماینونو د ټولو وژل شویو ماشومانو نژدې نیمايي کېږي.

AFG: Life In Kabulله افغانستان وروسته تر ټولو زیات ماشومان په کولمبیا کې د ماینونو قرباني شوي دي.

په کولمبیا کې ۵۷ ماشومان وژل شوي، ورپسې زیات ماشومان په سوریه کې وژل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت، یمن او جنوبي سوډان کې لږترلږه ۷۵ ماشومان په ماینونو او ناچاودېدلو موادو وژل شوي دي.

په افغانستان کې پر هغو ماینونو سربېره چې وسله وال طالبان یې په لارو کې ږدي او د ملکیانو موټرونه پرې الوزي، ډېر ځلي ماشومان په بې پامۍ د پخواني شوروي اتحاد د وخت په ناچاودېلیو ګلولو د لوبو په مهال وژل کېږي.

One thought on “په نړۍ کې تر ټولو زیات ماشومان په افغانستان کې په ماینونو وژل کېږي”
  1. داجه داكتر اشرف غني نه دجهاد دعوه كوي او نه دجهاد شبي ورخي به وطن تيري كري.جه سوال ورخخه وكرم.
    خما سوال جناب محترم داكتر صاحب عبدالله ته متوجه دي ؟
    سوال؟
    بورتني انخور وكوره ايا دده به شان ستا كوم زوي،ورور ،او ياد فأميل كوم غري به ستركو ليدل كيزي. اوكه نه؟
    ايا تا دداسي انسانانو لاس نيوي كله كري ؟.كه دي نه دي كري ولي .؟

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *