څېړنوال محمد شریف ځدراڼ

 د 2014 د دسمبر په اتمه نېټه د ښاغلي احسان الله آرینزي په اثر (د نړۍ هېنداره/ آسیا، افریقا، استرالیا، امریکا او اروپا) د مخکتنې او کره کتنې غونډه جوړه شوې وه، په دې غونډه کې د افغانستان د علومو اکاډمي د تاریخ استاد، څېړنوال محمد شریف ځدراڼ خپله لیکنه ولوسته چې دلته یې وړاندې کوو:

د سیمینار محترمو برخه والو، لیکوالانو او پوهانو

ډېر ویاړمن یم، چې د یوه تکړه او پنځوونکي لیکوال- احسان الله آرینزي (د نړۍ هېنداره) په اثر او ګټور دایرة المعارف خپل لنډ نظر وړاندې کوم.

لومړی- د اثر جوړښت!

دا لوی او علمي دایرة المعارف چې په پنځو ټوکونو، څو برخو او په څه کم 5000 مخونو کې د آسیا، اروپا، افریقا، امریکا او استرالیا د لویو وچو تر سرلیکونو لاندې، د نړۍ د هېوادونو د طبیعي، سیاسي، بشري، اقتصادي، تاریخي، جغرافیې او فرهنګي مسایلو په اړه ښاغلي ارینزي په پښتو ژبه لیکلی او څو ځلې د خلکو په غوښتنه خپور شوی دی، بې له شکه چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان په   علمي ډګر کې ستره تاریخي او علمي لاس ته راوړنه ده. دا علمي او تاریخي لاس ته راوړنه د ښاغلي آرینزي د محصلي دوران یوه ستره علمي هیله وه، چې الله(ج) په دې برخه کې ده ته لوی بری ور په برخه کړ او زه نومړي ته نورې علمي بریاوې هم غواړم.

باید ووایم چې د دې اثر هر ټوک د یوې لویې وچې په هکله دي او په متن کې د هماغې لویې وچې موجود هېوادونه د الفبا په بڼه یو په بل بسې معرفي شوي دي. د بېلګې به توګه د هېواد نوم، د نوم لنډیز، رسمي نوم، نړېوال نوم، محلي نوم، پخوانی نوم، طبیعي جغرافیه(جغرافیایی موقعیت، مساحت، څلور خواوې، غرونه، لوړې ځوکې، سیندونه، اقلیم)، سیاسي او بشري جغرافیه(پلازمېنه، نفوس، اداري وېش، ښارونه، بندرونه، نژاد، ژبه، لیکدود دین او مذهب، حکومت، پارلمان، سیاسي ګوندونه، د خپلواکۍ ورځ، ملي رخصتي، ملي بیرغ، په ملګرو ملتونو او نړیوالو ټولنو کې غړیتوب)، اقتصادي جغرافیه(اقتصاد ته عمومي کتنه، غیرخاص کورنی تولید، کلنۍ وده، د سړي سر کلنی عاید، د غیرخالص کورني تولید سکتوري جوړښت، انفلاسیون، د کار قوت، وزګارتیا، بودجه، صنعت، د صنعتي تولیداتو کلنۍ وده، کرنه، مالداري، ځنګلونه، کانونه، صادرات، واردات، بهرني پورونه، بهرنۍ مرستې، ترانسپورت، د پیسو واحد، مالي کال، وزني سیستم، مخابرات، ټولنیزه پرمختیا (پوهنه لوړې زده کړې، روغتیا، رسنۍ او نور)، پوځ او پوځي لګښت، سیمه ییزه لانجې او (تاریخ) بیان شوي دي.

2- د اثر علمي ارزښت:

(د نړۍ هېنداره) خورا لوی علمي اثر دی چې د ځېړنې او لیکنې ساحه یې د نړۍ د هېوادونو لرغونې، منځنۍ او معاصرې دورې تاریخ، جغرافیه، سیاست، اقتصاد او فرهنګ په لنډو ټکو کې پېږني. دا اثر د اکادمیکو، علمي او تاریخي متودونو په رڼا کې په روانه پښتو ژبه کښل شوی، د لیکنې سبک یې خوږ او روان دی او د تنقیط اصول په کې رعایت شوي دی. د هر ټوک په لیکنه کې له معتبرو تاریخي، جغرافیوي، اقتصادي، احصائیوي، حقوقي او ادبي اثارو څخه استفاده شوې او د ببلیوګرافۍ په بڼه یې د هر ټوک په پای کې راوړي دي.

باید ووایم، چې (د نړۍ هېنداره) د یوه علمي دایرة المعارف په توګه له لیکوالو او څېړونکو سره د علمي اثارو په کښلو او له استادانو او ښوونکو سره د تدریس په برخه کې د یوه ښه مرستندوی کتاب په توګه علمي مرسته کولای شي.

3- د نړۍ هېنداره پر اثر د بیا کتنې اړتیا:

ګرانو پوهانو او لیکوالانو، لکه څرنګه چې تجربو ښودلې، د نړۍ په سطحه او په ځانګړې توګه د افغانستان په محدود فرهنګي ډګر کې هېځ یو علمي اثر له نیمګړتیاوو خالی چاپ شوی نه دی او هرو مرو لږ او یا ډېرې علمي او تخنیکي ستونزې لري؛ خو دغه ستونزې د بیا چاپ په وخت کې لېرې کېږي او اثر د لابشپړتیا حالت غوره کوي.

په همدې موخه د دې کتاب لومړی ټوک او لومړي چاپ یو شمېر نیمګړتیاوې چې د افغانستان په سرلیک کې ترسترګو کېږي، د بېلګې په توګه وړاندې کوم:

لومړۍ- د افغانستان مساحت آرینزي صاحب 647500Km2 ښودلی دی. په داسې حال کې چې د کارتوګرافۍ او جیودیزي عمومي ادارې د افغانستان په سیاسي او معلوماتي نقشه کې د افغانستان مساحت 653000km2 ښودلی او نومړې اداره د مسلک او دندې له مخې په دغه برخه کې یوه ملي معتبره اداره ده. دغه راز پوهاند محب الله رحمتي په خپل اثر (اختصاري از جغرافیای عمومی افغانستان) د 1999م کال دویم چاپ په لومړي مخ کې د افغانستان مساحت 652225 km2 ښودلی دی. همدا رنګه پوهنوال لطف الله صافي به خپل اثر (د افغانستان جغرافیه) د 1377 کال چاپ کې د افغانستان مساحت km2650000 ښدلی دی. له دې امله هیله کوم چې د افغانستان په مساحت باندې نوې کتنه وشي.

باور لرم چې په نوی چاپ کې به د افغانستان په اداري وېش، د حکومت په طرز او په پارلمان باندې نوې خبرې شوي وې؛ ځکه د افغانستان ولایتونه او ولسوالۍ زیاتې شوي دي. د بېلګې په توګه په لومړی چاپ او لومړي ټوک کې د خوست ولایت د دوو ولسوالیو (نادر شاه کوټ او دوه منده) د نومونو ذکر نه دی شوی.

دغه راز د نړۍ هېنداره اثر په لومړي چاپ او لومړي ټوک کې د افغانستان د تاریخ د بیان په ترځ کې د سلطان غیاث الدین غوري او د هغه د اخلافو د سلطنت دوره د 1178- 1219م کلونو تر منځ ښودل شوې ده. په داسې حال کې چې دغه دوره د 1162- 1215م کلونو تر منځ دوره ده. د 1215- 1221م. پورې خوارزمشاهان په افغانستان واکمن کېږي.

دغه راز په افغانستان باندې د چنګیزخان یرغل په 1236م کال کې ښودل شوی، په داسې حال کې چې چنګیزخان د 1221م کال په پسرلي کې د آمو پر سیند بلخ ته راغی.

هدارنګه چنګیز خان په 1224م کال نه؛ بلکې د 1227م کال په اګست کې په مغولستان کې ومړ او د بورقان قلدون (اوسنی نوم یې کنتی دی) په مقدس غره کې یې خاور ته وسپارل شو.

د آل کرت د کورنۍ مشر شمس الدین محمد کرت ته په 1265م کال نه، بلکې په 1247م کال د هرات او د هغه د اړوندو ولایتونو او د سند تر سینده پورې د افغانستان واکمني د یوه رسمي دولتي فرمان په وسیله د چنګیزي منکوخان له خوا ورکړل شوه.

امیر تیمور په 1369م کې امیر حسین کورګان په بلخ کې وواژه، د هندوان کلا یې ونړوله او د پاچاهۍ اعلان یې وکړ او تر 1380م پورې یې ټول ماورالنهر ونیو او د دوېیم ځل له پاره په 1402م. کې نه بلکې په 1380 کې په آمو راپورېوت او د افغانستان بېلابېلې سیمې یې ونیوې او په 1381م. کې یې د آل کرت سلطنت په هرات کې ختم کړ. امیر تیمور په 1427م کال نه؛ بلکې په 1405م کال مړ شوی دی. د ده له مړینې وروسته په 1405 کال شاهرخ میرزا په هرات کې پاچا شو.

دغه راز سلطان حسین بایقرا د 1468 څخه تر 1506م پورې په هرات کې سلطنت درلود. زه نه پوهېزم چې د ده د سلطنت تر څنګ 1493م سنه د څه لپاره کښل شوې ده او همدارنګه د سلطان حسین بایقرا د مړینې کال 1531م نه؛ بلکې د 1506م. کال د می میاشتې څلورمه نېټه ده.

مغولي بابر شاه کندز، کابل او کلات په 1629م کال نه؛ بلکې په 1504م کال یې کابل او نورې سیمې ونیوې. بابر په 1557م کې نه؛ بلکې په 1530م کې د ا ګرې په ښار کې وفات شوی دی. د ده جنازه لس کاله وروسته د شېر شاه سوری په اجازه او د بی بی مبارکې (د بابر پښتنه مېرمن وه) له خوا کابل ته ولېږدول شوه.

له بده مرغه د شېرشاه سوري د ستر شخصیت د مړینې نېټه 1572 لیکل شوي، په داسې حال کې چې نومړی د کالنجر کلا د سوبې په وخت کې په 1545م کال د راجپوتانو سره ‎ په جګړه کې شهید شو.

ښاغلي ارینزي وړاندې لیکي، چې میرویس هوتک، صفوي واکمن ګرګین او د ده ملګري ووژل (1739م) او په کندهار کې یې خپل ملي ریاست اعلان کړ. په داسې حال کې چې میرویس خان هوتک دغه ستر تاریخي رسالت په 1707م (1119هۍ) کې سرته رسولی دی.

دغه راز وړاندې زیاتوي، چې شاه محمود هوتک په 1751 م کې اصفهان فتح او صفوي دولت نسکور کړ، په داسې حال کې چې شاه محمود په 1722م کې اصفهان فتح او هلته یې افغان دولت تشکیل کړ.

نادر افشار په 1770م کې نه؛ بلکې په 1737 کې له یو کال کلابندۍ وروسته له شاه حسین هوتکي څخه کندهار ونیو. دغه افشار په 1780 کال نه؛ بلکې په 1747م کې ووژل شو او په همدغه کال احمد شاه بابا د شېر سرخ په لویه جرګه کې د افغانستان پاچا وټاکل شو.

تیمور شاه په 1827م. کې نه؛ بلکې په 1793م. کال وفات شوی دی. له سدوزیو څخه محمد زیو ته د واک لېږد په 1874م کې نه؛ بلکې 1818م کې د وزیر فتح خان له ړندولو وروسته وشو. شاه محمود هرات ته وتښتېد او کابل د امیر دوست محمد خان له خوا ونیول شو.

محترمو لیکوالو او بوهانو د نړۍ هېندراه په اثر کې کیدای شي نورې نیمګړتیاوې هم وي؛ خو ما دلته د بېلګې په توګه د یو شمېر یادونه وکړه او د هغوی د اصلاح په موخه لاندې وړاندیزونه کوم:

1- له محترم لیکوال آرینزي صاحب څخه په درناوي هیله کوم، چې په راتلونکې کې له بیا چاپ څخه مخکې (د نړۍ هېنداره) په ژوره توګه ولولي او تخنیکي، کمپیوټري او علمي تېروتنې اصلاح کړي.

2- بې له شکه (د نړۍ هېنداره) یو لوی دایرة المعارف دی او د علومو بېلابېل اړخونه رانغاړي، نو ځکه لازم لیدل کېږي چې په دې برخه کې د اکاډمۍ او پوهنتونونو د استادانو مرسته وغوښتل شي؛ څو په هره رشته کې لازمه کتنه ورباندې وشي.

3- که نومړی اثر د احسان الله آرینزي په امتیاز او نېغ په نېغه همکارۍ، د یوې علمي او اکاډمیکې موسسې له خوا یو کال یا دوه کاله وروسته بیا بیا چاپ ته وسپارل شي، نو د هغه له لیکوال سره به ستره علمي او اقتصادي همکاري شوي وي او د نومړي اثر د چاپولو او بیا کتنې سلسله به جاري او منظمه وساتل شي.

په پای کې (د نړۍ هېنداره) د افغانستان او د پښتو ژبې له پاره یوه لویه ویاړلي علمي او تلپاتې لاسته راونه ګڼم، لیکوال ته یې د مننې په څرګندولو سره ښه روغتیا او لا سترې علمي بریاوې غواړم.

2 thoughts on “په نړۍ کې د نړۍ هېنداره”
  1. مقصد ټول غلط ده . کاشکی لیکوال مخکی تر چاپ کیدو همداسی خلکو نظر اخیستی وي اویایی دمطالعی لپاره ورکړي وه نوبیادادی څه لپاره په پای کې (د نړۍ هېنداره) د افغانستان او د پښتو ژبې له پاره یوه لویه ویاړلي علمي او تلپاتې لاسته راونه ګڼم، لیکوال ته یې د مننې په څرګندولو سره ښه روغتیا او لا سترې علمي بریاوې غواړم.

  2. زه هم په خپل وار ښاغلي آرنیزی صاحب ته د زړه له کومي مبارکي وایم چې داسې یو علمی اثر یې دهیواد دلیکوالانو، څیړونکو، زده کړیالانو، دپوهنتون استادانو او په تیره بیا د پښتو ژبې د غوړیدا، د پښتو ادب د ودې ره رامنځته کړی دی. بیله شکه دا به په پښتوژبه کې د یوه ښه علمي او کره موخذ توګه ښه کار ورکړي.

    زه فکر کوم چې په داسې یو ستر اثر کې هرومرو یوڅه تیروتنې شته وي خو په وروسته چاپونو کې به اصلاح شي.

ځواب ورکول محمد عارف رسولي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *