تاند – د جرمني پاسپورټ په نړیواله سطحه د ۲۰۱۶ کال تر ټولو زورور یا قوي پاسپورټ دی او د افغانستان یې تر ټولو کمزوری دی.

واشنګټن پست ورځپاڼه د هینلي اېنډ پارټنرز په نامه د استوګنځي او تابعیت د پلانولو د یوې موسسې له قوله لیکي چې، د جرمني پاسپورټ د بې وېزې سفر کولو امتیاز په پام کې نیولو سره دا درېیم کال دی چې د نړۍ د هېوادونو د پاسپورټونو په سر کې راځي.

د ورځپاڼې په لیکنه هینلي اېنډ پارټنرز بیا وایي چې د افغانستان پاسپورټ د بې وېزې سفر کولو د امتیاز په پام کې نیولو سره تر ټولو لږ چانس لري، او وایي چې دا اوم کال دی چې د افغانستان پاسپورټ دغه ځای نیسي. البته کله ناکله ترې جنوبي سوډان او فلسطین وړاندې وروسته کېږي.

جنوبي سوډان یو ځوان او نوی رامنځته شوی هېواد دی چې په ۲۰۱۱ کال د سوډان له وېش څخه را وتلی دی، په داسې حال کې چې فلسطین ډېرو کمو هېوادونو په رسمیت پېژندلی دی او ډېر هېوادونه لا ورته یوازې د فلسطینیانو ځمکې کلمه کاروي.

ویل کېږي چې هینلي اېنډ پارټنرز موسسه چې مرکز یې په لندن کې دی له ۱۱ کالو راهیسې د پاسپورټونو درجه بندي ترسره کوي او له ۲۰۱۰ کال راهیسې افغانستان د هغوی د پاسپورټونو د درجه بندۍ په پای کې راځي.

8 thoughts on “په نړۍ کې د کال تر ټولو قوي او ترټولو ضعیف پاسپورټونه اعلان شول”
  1. وجه ي فراخ اداري فصاد موجود . دالتا په ارپا کيښي يو پاکستاني 500 € افغان پاسپورت رانيولي شي . او ايراني ماما هم او هم نو سنګه مونږ پاسپورت اوه کاله نه شاته پاتي کيږو ارپا سفارتو کي فراخه درغلي راوانه دي او اتاليه کيښي وديو تعقيب کړي او خيقت دي . يو افغان ځوان وويل يو بانګالي هم اسناد اخيستي او افغاني پاسپورت هم لاس ته راوړي نو څنګه دا پاسپورت اعتبار پيدا کړي

  2. asalam alikom
    All faults is because of the Afghan leader. they always take brief so if they didnt remove the corruption from the society, they can never progress, on the other hand nobody give credits to the country, every one want to full his pocket.
    leader please avoid the corruption from the society then you can make your passpord to a high degree easily.
    best wishes

  3. کوم دلایل چی تاسی وړاندې کړي دی صحیح ندی. د پاسپورت یواځني د ضعف دلیل جنګ دی. د نورو هیوادونو خلک افغانستان ته نشی راتلای او افغانان غواړی له جنګ نه وتښتی . پدی اساس نړیوال افغانانو ته ویزه نه ورکوی او بی ویزی خو ماشاالله ټولی نړۍ ته د خپل سر په قیمت روان دی.
    له دوهم نړیوال جنګ راهیسی د جرمنی هیواد په ټول قوت د خپل اقتصاد د پرمختګ لپاره کار کړی اوس خپله د کار نیرو یی کفایت نه کوی ، په میلیونونو ترکان ، عربان کردان او څوزره افغانان هلته د کار او ژوند لپاره روان دی. که د خپل پاسپورت د نورو هیوادو اتباعو ته ورکول د پاسپورت د ضعف سبب کیدای نو اوس به د جرمنی پاسپورت هیڅ ارزش نه درلود ، هلته تقریبا د نړۍ د هر هیواد اتباع ورغلی او جرمنی پاسپورتونه یی تر لاسه کړی دی.
    په زرګونو افغانانو د پاکستان په پاسپورت عربی هیوادونو ته ویزی اخیستی او هلته میشت دی چی په خواشینی سره د هغوی د تمدید ټوله ګټه د پاکستانیو جیب ته لویږی.
    که مونږ جنګ بس کړو او د یو باثباته افغانستان لپاره کار وکړو ، لری به نه وی چی زمونږ پاسپورتونه او پولی واحد به له ډیرو اروپایی هیوادونو سره سیال شی.

  4. فراخ نه پراخ
    فصاد نه فساد
    دالتا نه دلته
    ارپا نه آروپا
    سنګه نه څنګه
    فراخه نه پراخه
    بانګالي نه بنګالې

  5. د مرګلو ملتونو سازمان د ۱۹۳ غړو څخه تر ۱۳۰ هیوادونو زیاد چې ۵،۵ میلیاردو وګړو زیاد کسان پکې میشت دی، فلسطین په رسمیت پیژندلی که دا رقم فیصدی ته یی واړو د نړی تر ۸۰٪ جمعیت نه ډیر کسان پکې راځې. نو تاسو په کوم دلیل وایی چې (فلسطین ډېرو کمو هېوادونو په رسمیت پېژندلی دی او ډېر هېوادونه لا ورته یوازې د فلسطینیانو ځمکې کلمه کاروي.)؟

  6. دجرمني خلک ډیرپه اتفاق او خواریکښ خلک دي، دوی ته خپل هیواد لکه د سرسترګې ګران دئ۰د دوی ټولې هلې ځلې دخپل هیوادودانول دي۰ چیرې چې یوالی (اتحاد) وي، هغلته پرمختګ ، درنښت او اعتبار وې۰ زمونږ بدمرغي له یو بل سره په نه جورښت او بې اتفاقۍ کې ده ۰زمونږ په کورکې ډیر پردي جاوسوسان میشته دي ۰ ټولنه موله اداري فسادو نه ډکه ده( حتی په عدليه او قضأکې )۰

ځواب ورکول بشير ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *