تاند- په هرات کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مسوولان وايي چې د ولسمشرۍ د یوه کاندید له لوري د مرګ خبرداري ورکړای شوي دي.

په هرات کې د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون ريیس عبدالله شېرزي وویل، وروسته له دې چې ده د ولسمشرۍ د انتخاباتو یو لک جعلي رایې باطلې کړې په مختلفو ډولونو د مرګ خبرداري ورکول کېږي.

ښاغلی شئېرزی او مرستیال یې قربانعلي کرماني وايي چې د فېسبوک، ایس ایم ایس او ټېلفون له لارو په مرګ ګواښل کېږي.

دوی وايي چې دا خبرداري د عبدالله عبدالله یا د نوموړي د پلویانو له لوري ورکول کېږي ځکه چې د دوی له لوري په یو لک باطل شویو رایو کې لوی اکثریت د عبدالله عبدالله دي.

عبد الله عبدالله، چې تر انتخاباتو مخکې ادعا کوله درغلي یې اصلي سیاله ده، اوس داسي ښکاري چې د حمل د شپاړسمې نېټې په انتخاباتو کې یې تر ټولو کاندیدانو زیاته درغلي کړې ده.

ښاغلي شېرزي وویل:«خبرداري د دې لپاره د ولسمشرۍ د کاندیدانو دي چې موږ د جمهوري ریاست رایې باطلې کړي دي، د دغو رایو لویه برخه د عبدالله عبدالله دي، موږ بېرېږو  او سل په سلو کې خطر احساسوو او حتي له دفتره وتلی نه شو.»

د هرات ولایت د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مرستیال مسوول قربانعلي کرماني ته هم ورته خبرداري ورکړای شوي دي.

ښاغلي کرماني وویل، اکثره خبرداري د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم له لوري ورکول کېږي ځکه چې تر ټولو زیاتې رایې یې باطلې شوي دي.

ده همداراز وویل:«له دفتره وتلی نه شوو، زما ټېلفون ته پر له پسې خبرداري را مسیج کېږي او پکې ویل کېږي چې ستاسو پرېکړه سمه نه ده.»

خو په هرات کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم مسوول محمد ناصر خاصع وویل چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د مسوولانو ادعا بې اساسه ده. خاصع وویل چې عبدالله عبدالله زیاتې رایې ګټلي ځکه د چا ګواښلو ته اړتیا نه لري.

0 thoughts on “په هرات کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون مسوولاتو ته د مرګ ګواښونه”
  1. محترمو که حق مو حقدار ته سپارلې وې نوله هیچا ویره مه لرئ الله مومل دی.دادقدرت لیوني به اخردعدالت دچړي لاني شي .اوددي مظلوم اوبې اثري ملت فریاد به الله(ج)واورې نبی کریم (ص)امر کړیدی دمظلوم له خیرو(بد دعايې) ځان وساتئ ځکه چې دده دخیرو اودالله (ج) ترمنځ هیڅ مانع نشته الله(ج) همیشه دحق په طرف دی

  2. هم غل هم غینور. عجيب سپين سترګي خلک دي. په غلایې رای بکسونه په درغلیورایوډک کړي ،اوس رسوا شوي اویوه برخه يې دقانون په اساس باطله شوې نوکارکوونکوته ګواښونه کوي. ددې بې فرهنګو بایدپه جدي ډول مخه ونیول شي.

  3. ورڼو دا دومره واضح خبره وه چی دی ‌ډبل عبداله ‌ډلی ټپلی دی انتخاباتو نه مخکی دی جعل او تقلب ته ملا تړی وه خو څوک ذقیق او متوجه نشول او اوس معلومه شوه چی دوی شوم اهداف لرل

  4. داکتر عبدالله عبدالله د افغانستان منتخب جمهور ریس دی و د خلګو په پاکه رایه راغلی دی د هرات ۸۰ فیصد خلک ده ته رایه ورکری ده

  5. خلکو ته په واقعیت بر بنډولو کې له هیچا ویره مه لری ځکه ملت او خلک له تاسي سره دي او که مو پریکړه بدله شوه نو بیا به هم خلک مخ درنه واړوي او هم به هغه چاته سرټیټي وی چا چې درته د مرګ ګواښونه کړیدي نو هیله مو دا ده چې له داسي بدمعاشانو ونه ویریږی ځکه دوی نور د خلکو په زړونو کې ځای نه لري او غواړي چې له نا روا لارو ځانونه د قدرت ګدی ته ورسوي چې ښه مثال يي همدا د هرات درغلي ده.

  6. ښاغلی شېرزی او ښاغلی کرماني صاحب، تاسو ته د افغان ملت په استازیتوب سلامونه وړاندې کوم. په رښتیا سره چې تاسو به د ګواښونو په احتمال له وړاندې پوهېدئ خو سره له دې مو هم خپله اسلامي او انساني دنده په سمه توګه ترسره کړه. بې له شکه چې وېره یوازې له پاک الله په کار ده. تاسو چې له ملت سره غیرت کړی، الله (ج) به له تاسو سره غیرت وکړي او بدل به يې یا په دې، یا په هغې او یا هم په دواړو دنیاوو درکړي. ستاسو حالت ټول ملت درک کولای شي، خو باید پوه شو چې مرګ او ژوند بې له شکه د هغه ذات په لاس دي. که هر افغان وګړی د تاسو په څېر له استقامت څخه کار واخلي نو د یو څو کسانو جرئت به د خائنانو له لاسه د ټول ملت د خلاصون سبب شي. تاسو او ستاسو په څېر با همتو افغانانو ته یو ځل بیا سلام

  7. یو متل دی وایی، چی غل نه یی قہرجن پہ سه یی
    بل متل، اوبو اخیستی زگ تہ لاس اچوی.اوس اوبو اخیستی.
    ستاسو پہ جرات او صداقت افرین. پہ پای کی وایم
    اسمان چی سومرہ غریگی دومرہ وریگی نہ
    کیسہ کی یی مہ اوسئ.

ځواب ورکول منصور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *