پاسوال نبي جان ملاخيل

خبریال(لشکرګاه) د هلمند امنيتي چارواکو نن وویل چې وسله وال طالبان او د داعش یا د اسلامي دولت د وسله والې ډلې غړي په دغه ولایت کې په خپل منځ کې جګړې ته تیاري نیسي.

د هلمند امنیه قومندان نبي جان ملاخېل نن په یوه خبري غونډه کې رسنيو ته وويل، دوه داسې ليکونه يې موندلي چې پکې وسله والو طالبانو او د اسلامي دولت وسله والې ډلې يو د بل په وړاندې د جهاد اعلانونه کړي.

د دوی په وینا د بهرنيو استخباراتي کړيو له خوا بېلابېلې ډلې په دې خاطر جوړيږي چې د سولې پروسه ټکنۍ کړي.

د هلمند امنيتي مسؤلان په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د هلمند په شمال کې داعش خپلو ليکو ته د ځوانانو جلب وجذب پيل کړی دی.

خبري غونډې ته د هلمند امنيه قومندان وويل:« دوه داسې ليکونه مو ترلاسه کړي چې له مخې يې د دولت مخالفو وسله والو ډلو يو د بل په وړاندې د جنګ اعلانونه کړي دي.»

پاسوال نبي جان ملاخيل وايي، په يوه ليک کې په هلمند کې د داعش د ډلې له مشر څخه غوښتل شوي چې د طالبانو په وړاندې راپورته او وجنګيږي.

خو په دوهم ليک کې بيا د طالبانو ځايي مشر له خپلو پلويانو غوښتي چې د اسلامي دولت د ډلې د فعاليت مخه ونيسي.

د هلمند امنيه قومندان وويل: ((دا فعاليتونه د بهرنيو استخباراتو هڅې دي، دوی غواړي د بېلابېلو ډلو په رامنځته کېدو په افغانستان کې د سولې په خبرو کې خنډونه پيدا کړي.))

د چارو ځیني کتونکي وايي، پاکستان د دې لپاره چې د طالبانو په ملاتړ په نړیواله کچه بدنامه شوی غواړي د طالبانو یو شمېر غړي د افغانستان له حکومت سره سولې ته وهڅوي او نور په بل نوم د جګړې دوام ته وګوماري.

امنيه قومندان په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو وروستيو لاسته راوړنو ته په اشارې وويل، دا ډول ډلې به په دې ولايت کې خپلو موخو ته ونه رسيږي او د امنيتي ځواکونو لخوا به سخت وځپل شي.

د هلمند په شمال کې د داعش د پيدا کېدو او د دوی د فعاليت اوازو خلک اندېښمن کړي دي. که څه هم د هلمند ولايتي اداره په رسمي ډول دغلته د داعش شتون نه تايیدوي خو وايي چې د هلمند په شمال کې د وسله والو ډلو ترڅنګ د نشه يي توکو قاچاق کوونکي هم فعاليت لري چې امنيت ته يې ګواښ پيدا کړی.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

4 thoughts on “په هلمند کې د دولت مخالفو وسله والو ډلو د يو بل پرخلاف د جهاد اعلان کړی”
  1. افغانانو ورونو او به راس دافغانانو ريس جمهور اشرف غني ته احترامانه بشنهاد او عذر خواهي كوم جه دا بورتني موضوع بلان شوي موضوع دباكستان داردو او دباكستان داستخباراتو له خوا شوي .
    صرف همدوره درته وايم هو شيار أوسي او بيدار أوسي.دباكستان به لفافه بازي ونه غوليزي داهغه دشمن دي جه دهر تحول او هريو نوي حالتونه جه افغانستان كي منخ ته راخي دوي دمخنوي دباره بيشبيني دي .او به كمين كي ناست دي .
    دجنرال حبيب الله جلال زوي هيله دهالند خخه .

  2. habibullah jalazai @ Alla’Pak de pa intehaaree hamla ke marr krra.ta da afghanano aslee dushman ye.ta da afghanistan jehad pa wakht ke der jangee jurmoona karree ao der afghanan de pa weeno kakarr karree dee.zaka kho kho europe ke naast ye ao ghul khury.ka ta reeshtia afghan ye no watan ta rasha ao da afghanano khidmat ta mla watarra.Allah de ta gharq krree.

  3. زما له آنده زمونږ په هیواد کې به دجګړو لړۍ تر هغو دوام ولرېتر څو زمونږ دولت او حکومت داولس خدمتګاره بڼه خپله نکړې او افغانان په خپل نظام باورمنده نشې ،پرون دمجاهد بیا القاعده ، نن دطالب اوسبا د داعیش په نوم به افغانان وژل کیږې زه خپله له دي نظر سره موافق نه یم چې له هغې اویا بلې ډلې سره خبرې وکړو زمونږ ستونځې بل حل شې که نظام اودولت لکه دا دیارلس کاله چې وو همداسې دوام ومومې زمونږ حالت به له دي هم خراب شې یواځنۍ لاره په هیواد کې دیو ې خدمتګاري اوقانونمندې اداري را مینځته کیدل دې، تر څو اولس دخپلو ستونځو دحل څرک پکې ووینې طبعې خبره ده خلک چې له نظام څخه امید را تول کاندې ضرو په یو بدیل پسې کرځې او نهایت يی ددولت په مقابل کې سنګر نیسې نو که رښتیا هم داوسنې نظام چلونکې ددي هیواد ټیکاو ته ژمن وې ، ددغې اوهغې ډلی سره دخبرو پرځای دې دنظام سمونې چاره په موخه کړې زه په دي باور یم چې زمونږ خلک پّ ټوله کې خشونت اوجګړو څخه بیزاره دي ، ولې لاره ځینې ورکه ده چاته پنا ه یوسې له همدې ځایه شرخوښونکې اوجګړه ماران نفس اخلې په نظام دننه کې هم یوه ډله داسې څیري شته چې خپلو ګټو ته قانونمند نظام ګواښ بولې او داوبو خړولو هڅې کوې. نو دیو بسیا آباد اویو موټې افغانستان دجوړولو رت ټولو ښه نسخه زما له آنده داده ترڅو خلک اودولت دیوبل په بافعله مرست او هم غږۍ دفاسدو کسانو لاس له دولت څخه لنډ کړې ، البته دخلکو اوحکومت دواړو رول ډیر ټاکونکی ده نن خوبه له طالبانو سره دروغې جوړې نسبې پایلې تر لاسه کړو ، داعیش به څه کوو که له داعیش سره خبري وکړو بیا به کومه بله ډله پیداکیږې.
    نو دخبرو اترو تر څنګ دولت ته لازمه ده درغونکې نسخې ( دسالمی ادارې)دجوړولو کار ورسره همزمانه مخته بوزې په دي ترتیب سره به زمونږ داولس اودولت ترمینځ په واټن راکمیدو سره څوک په یو اوبل نوم دلته سرباز ګیرې تر سره نکړې
    خدای(ج) دې دافغانانو دغه آرزو او آرمان ورتر سره کړې.
    .

ځواب ورکول عبدالهادي رحیمی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *