د يادې ليسې مسؤلين وايي، زده کوونکو يې په خپل شخصي لګښت د پارک ترڅنګ لابراتور او د کمپيوټر د زده کړې يو ټولګی هم جوړ کړی دی.
بصيرالحق عادل
د شهيد محمد انور خان په نوم په دغه لېسه کې د يو تفريحي پارک د پرانيستنې ترڅنګ د کمپيوټر د زده کړې لپاره جوړ شوی ټولګی او لابراتوار هم د پټۍ په پرېکولو سره د ګټې اخيستنې شو.
ښادي خان چې د ياد ښوونځي مدير دی وايي، دا ټول امکانات يې زده کوونکو په خپلو شخصي پيسو برابر کړي دي، هغه د خپلو زده کوونکو د وړتيا ترڅنګ د دوی په پيسو د ښه زده کړييز چاپيريال ستاينه وکړه او ډېره يې کړه چې د ښوونځي زده کوونکو يې تل په خپلو راټولو شويو پيسو ځانته د زده کړې زمينه برابره کړې ده.
بل خوا د هلمند د پوهنې رئيس عبدالمتين جعفر د زده کوونکو ياد اقدام ستايي او دده په خبره هڅه کوي چې په ټول هلمند کې داسې ښوونيز چاپيريال رامنځته کړي چې له مخې يې د زده کوونکو په زده کړه کې مثبت بدلون رامنځته شي.
د ښوونځي د زده کوونکو په پيسو د يادو امکاناتو او اسانتياو د چمتو کولو، وروسته دغه غونډه د دوی د ستاينې لپاره جوړه شوې وه، چې په ورته وخت کې يې نورو زده کوونکو ته دا پېغام هم ورکاوه چې ځانته دې د ښه زده کړييز چاپيريال زمينه برابره کړي.
تر دې مخکې هم د يادې لېسې زده کوونکو په خپلو پيسو د شهيد محمد انور خان لېسې احاطوي دېوال باندې ډول ډول انځورونه کښلي دي چې په ليدو يې ډول ډول ګټور پېغامونه تر سترګو کيږي.
که څه هم د هلمند د پوهنې مسؤلين ادعا کوي چې په دې ولايت کې يې په پوهنيز بهير کې چټکتيا رامنځته کړې ده خو ځايي اوسيدونکي د هلمند د پوهنې رياست په خپلو کارونو کې پاتې بولي.
د علم د دښمنانو او د بسیوادو مجاهلینو پر خوله یو سخت ګذار دی. الله(ج) دی نورو زده کونکو ته همداسی همت اوقوت ورکی چی خپلی ښونځی همداسی ودانی کړی.