تاند- د هلمند د سنګین ولسوالي اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالي کې د امریکايي الوتکو په بمبارۍ کې لږترلږه ۱۹ نتنه وژل شوي او ۲۰ نور ژوبل دي.
د سنګین ولسوالي یوه قومي مشر سیف الدین سنګینوال وویل، تېره شپه امریکايي الوتکو د چیناري کلي د حاجي فدا محمد پر کور بمباري وکړه او د ښځو او ماشومانو په شمول یې ۱۰ تنه ووژل.
سنګینوال وویل چې ۹ تنه نور په مټه لکړه کلي کې د ملا بادشاه په کور کې ووژل شول.
ده دا هم وویل چې د توغي کلي په شاوخوا کې هم یو یا څو تنه وژل شوي دي.
سنګینوال اټکل کوي چې د تېرې شپې په هوايي بمباریو کې شاوخوا ۴۰ تنه مړه او ژوبل شوي دي.
د هلمند د ولایتي شورا یوه غړي حاجي محمد داوود تایید کړه چې په چیناري، مټه لکړه او توغي کلیو بمباري شوې او ملکیان پکې وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک د تېرې شپې په بمبارۍ کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله رد کړه، ویې ویل چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو هم برخه لرله.
زه نه پوهیږم چې د افغانانو غیرت څه شو؟ داسې واقعات په سلهاو ځله وشول او چې کله حقیقت معلوم شي همدې د خلکو په خوله بیګناه خلکو په خپلو کورونو کې دننه د خپلو تور سرو سره ترهګر په کور کې کینولي وي. زه نه پوهیږم چې دوی ته کوم مذهب او کلتور ددې اجازه ورکوي چې پردي خلک چې حتی افغانان هم نه وي په خپلو کورو کې پټ کړي. په کراتو داسې شواهد تر لاسه شوي چې دې تش په نوم افغا ن او مسلمان په خپل کور کې عرب، پاکستانی،چیچن او ازبک پټ کړی او چې کله پرې حمله شوې او دغه ترهګر وژل شوی نو بیا دې افغان بې دینه کې پښتو او غیرت پیدا شوی چې زما په کور حمله شوې او تش په نوم قومي مشرانو یې هم د یو څو روپو لپاره ملاتړ کړی او خپل وطن ساتونکي يې بدنام کړي. ولې خپل هیواد د افغانیت، هغه دین چې پرې نه پوهیږې او پښتو په نوم د نورو په لاسو ورانوئ؟
وای زور قالب نلری، سلیمان جانه که لمړی دغه ناپیژانده وسله وال او ترهګر ستا په کور درشی آیا ته به ورته نه وویلی شی؟ نه فکر نه کووم که ته ورته نه وویلی شی ځکه په تش لاس د نه ځواب ناپوهی اود شرمولو په معنا ده