په هند کې د لمر د انرژۍ تر ټولو پر ستر برېښناکوټ کار پیل شو.

دا برېښناکوټ، په نړۍ کې د لمر د انرژۍ د تولید د اوسني برېښنا کوټ لس برابره ستر دی.

د نېچر ویبپاڼې د راپور له مخې د هند په بېلابېلو ایالتونو کې شپږ دولتي شرکتونه په دې ستره پروژه کې برخه لري.

اټکل کېږي چې پر دې پروژې به ۴۰۴ ملیارد ډالره ولګېږي.

دا لمرین برېښناکوټ نژدې ۷۷ کیلومتر مربع مساحت لري.

د سپوږمکۍ په وسیله اخیستل شوي عکسونه ښيي چې دا برېښناکوټ د هند د سامبهار جهیل په سیمه کې جوړ شوی دی.

دا لمرین برېښناکوټ د ۴ زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري چې د یوه اتومي برېښناکوټ له لوري د تولیدوونکې برېښنا څلور برابره ده.

په نوي ډیلي کې د (TER1) د انرژۍ موسسې د غړي پاریمینا په وینا د دې برېښناکوټ جوړېدا به په هند کې د مضرو ګازونو تولید په کال کې څلور ملیون ټنه کم کړي.

هند د برېښنا یو لوی واردوونکی هیواد دی.

دا هیواد هڅه کوي چې خپل صنعتونه په ارزانه برېښنا سمبال کړي او د چاپېریال د ککړوونکو موادو او ګازونو اندازه لږه کړي.

د دغه برېښناکوټ مفید عمر شاوخوا ۲۵ کاله دی او اټکل کېږي چې د کال په هر ساعت کې کابو ۶۰۴ ملیارد کیلوواټ برېښنا تولید کړي.

One thought on “په هند کې د نړۍ تر ټولو ستر لمرین برېښناکوټ”
  1. صرف د ورځی د خوا هغه هم هغه ورځی چی لمر په آسمان کی ځلانده وی!

ځواب ورکول احمد د کندهار څخه ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *