مطیع الله عابد

لیکنه:  محقق محمد متین ” مونس “

دې ته په کتو چې اسلامي تصوف اوعرفان پراخ دی، دا به ستونزمنه وي چې په ټولیزه توګه تصور شي. ځکه په ختیځ او لویدیځ کې په دې برخه کې ډیرڅه خپاره شوي دي چې د لوی خدای (ج) د یوه ذات، د نړۍ د هستۍ  له تاریخي او عملي پلوه د تصوف د څرنګوالی او ماهیت  په اړه د عارفانوُ صوفیانو او حاکیمانو د نظرونو او لید لورو څرګندونه کوي. د ټولو د نظرنو راټولول په دغې لنډه لیکنه کې څه ستونزومن کار دی.نو له همدې کبله به په دغه بحث کې دیوه جامع او منلي تعریف په اړه څه وکاږو.

تصوف د سلوک دطریقي په بنسټ ،روحاني اومعنوي تجربه او روده ده.دنفس دتهذیب په مقصد،په مادې جهان پورې د اړوندو او تړلوڅیزونو څخه ژوغورنه او دزړه له هیندارې څخه دزنګ اوخیرو لیرې کول. دزړه پاکوالي ، د خدای تعالي دربار ته نږدېکیدو اوقرب په مقصد.دروح ازادي.

که څه هم دا مسلک بیلابیلې رودې اوتجربې لري.خو په پورتني تعریف کې د بیلا بیلوعرفاني  لارو عقیدې اوفکرونه ووینو.

یا په بله وینا:
تصوف اوعرفان دخدای اوانسان ترمنځ دمینې اوعبادت له لارې اړیکه ده.انسان هڅه کوي چې له خپلې غوښتنې سره دپالونکي خدای عاشقانه عبادت وکړي څو دهغه دنږدیوالي وړ وګرځي،خو اسلامي عرفان په دغې لاره کې یوازې دقران مجید په ایاتونو او نبوي حدیثو او محمدی غرا شریعت باندې تکیه کوي.چې د مسیحي  او نورو دینونو له عرفان سره پرتله کیدای نه شي. « آن ماری شیمل »  چې (داسلامی عرفان اړخونه) کتاب  لیکوال دی.په دې اړه وايي: « اسلامي تصوف خپله دځايي اسلام محصول دی»

همدا ډول دتصوف دلویانو له خوا چې هم  په دې اړه کوم تعریفونه شوي دي.په دغه اصل باندې يې اعتراف کړی: «تصوف دالله (ج) دقوانینو او فرمانونوسره سم په ژوره توګه معنوي عمل کول دی…دا ډول ژوند یوازې له خدای (ج) سره دمینې او محبت په بنسټ شونی دی»اسلامی تصوف چې کله رامنځ ته کیده په لومړنیو کې يي له هوا او هوس څخه دنفس تهذیب  لاره غوره کړه. او له نفس سره مبارزه یی پیل کړه.چې لا هم دوام لري. دتصوف لومړنیو لارښوونکو په لومړیو کې دتوحید په اړه فکر کاوه.دمذهبي اختلافونو او کلامی بحثونو سره يي دومره لیوالتیا نه درلوده.اوله عمل پرته علم څخه بیزاره ول.هرڅه چې يې له علم څخه زده کول په هغوو يي عمل کاوه

د غزني مشهور عارف سنایي (رح) په دې اړوند وايي:

علم خواندی نگشتی اهل هنر       جهل از این علم تو بسی بهتر

علم دې ووایه نه شوي  اهل د هنر   ستا تر دغه علم دی جهل بهتر

په لنډه توګه ویلای شو چې اسلامي تصوف دلومړنۍ پیړۍ په وروستیو او د دوهمې پیړۍ په لومړنیو کې دمسلمانانو په منځ کې لاره ومونده.په دریمه پیړۍ کې په زیاتره هیوادونو کې پراخ شو. په څلورمه پیړۍ کې يي د مرشدانو(لارښوونکو) او د سلک د لارې دلارویانو او پلویانو په واسطه  دخانقاوو په جوړولو لاس پورې کړ.په پینځمه پیړۍ کې يې علمي رنګ خپل کړ.او تصوفي فکر په کتابونو او اثارو کې خپورشو.عرفانی مینه دتصوفي معنوي رودو په بنسټ رامنځ ته شوه.چې په پایله کې يي عرفاني تصوف را وټوکیده.

په شپږمه او اومه پیړۍ کې دصوفیانو او عارفانو اندونه او فکرونه بدل شول.په دغه پیر کې به صوفیانو له شریعت څخه کوچنۍ سرغړونه ناروا بلله.له همدې امله له فلسفي نظرونو سره په مخالفت کې ودریدل.چې له دې جملې څخه یوهم سنايی غزنوی (۴۷۳ ق زیږیدلی) و. دی دهغه مهال نوموتی صوفی و.چې دفکري بدلون په اثر يي دسیر اوسلوک لاره وینوه.

(۵) دچستیه طریقي بنسټ ایښودونکی  خواجه ابو اسحاق او ورسره خواجه  مودود چستی اوخواجه یوسف چستي هم ددغې دورې مخکښان ګڼل کیږي.

په همدې ډول که دهیواد دویاړلې تاریخ پاڼې را اړوو. نو وینو چې دهیواد په ډیرو دیني ،مذهبي،پوځي او ازادي غوښتونکو غورځنګونو کې  دعارفانو او صوفیانو ونډه زیاته اودستاینې وړ بریښي.

داسنادوله مخي داسې څه مومو چې زموږ دټاټوبی صوفیان او عارفان ددین له اصلی ریښې اوخدای(ج)نمانځې څخه ښه خبر اوپرې پوهیدل.دسلوک اوسیرپه لاره کې يې هم منځوۍ لاره غوره کړي ده.چې په خپلو ارزښتمنو اثارو کې يي  شرعی اوعرفاني اندونه او رودې په ښه توګه انعکاس شوي دي،  او زموږ د دې ادعا څرګندونه هم  کوي.هغوئ په پوره کمال مینې اولیوالتیا سره شریعت دطریقت سیر او سلوک  له لارې دزړونو دویښولوپه مقصد داسې پسوللی اوښکلی کړی دی چې دانسان اروا ته ځواک وربښي.څو دیوه محبوب په لاره کې د طریقت یون وکړي. حضرت سنایی غزنوی ، خواجه عبدالله انصاري ، مولانا جامی  او مولانا جلال الدین بلخی خپل عرفاني اندونه او فکرونه دشعرونوپه امیل کې لکه دښکلو مرغلروپه څیر وپییل اوله خپلو پراخواو رڼو اندونو سره يي وړاندې کړل چې دټولو دخوښی وړ وګرځیدل.«علي هجویري غزنوي،دهرات پير او دغزنویانو دمهال عارفانو خپل اثار لکه «کشف المحجوب،منازل سایرین، او صد میدان، هغه مهال ولیکل  اوتدریس کول يي چې دعرفان نړۍ لاهم په بشپړه ډول د مذهب د پيژندویانو اودوکترینو په توګه  له هغوو مهمو پړاونو څخه چې یو سالک يي دقرب دمقام لپاره باید ووهي پوره خبر نه و. » په همدې ډول دغزنوي پیر مشهور واعِظ چې دوعظ په مجلس کې به يي په زیات شمیر کې خلکو برخه اخیسته.اوڅلور زره خاص مریدان يي لرل اشرف الدین ابومحمدسیدحسن غزنوي دمحمد حسین غزنوی زوی یوبل هغه کس دی چې په خلکو کې منلی اودزیات نفوذ خاوند و.حسن غزنوي  له ۵۰۰ هجري قمري وروسته هم ژوندی و. هسي روایت کا:چې بهرام شاه له هغه وویریده. نو يي دوه تورې ورته واستولي  او ورته يې ویلې وو.چې یوه يي په تیکي کې واچوه.سیدحسن دهغه په نیت پوه شو.له غزني څخه حج ته روان شو.وروسته يي په بغداد هستوګنه غوره کړه.

غواړم یادونه وکړم چې په دغې لیکنه کې زموږ اصلي موخه په هند کې دغزنویانوپه پیرکې د طریقت د رودې څرنګوالی او احوال څیړنه دی. په غزنوي پیر کې دتصوف په ډګرکې دخراسان (دغزنوي واکمنۍ ترسیوري لاندې)یو زیات شمیر نوموتي مشایخ اوسیدل.چې په کې داکسان ابو الحسن علی بن جعفر خرقانی ۴۲۵ ، ابو سعید فضل الله بن ابی الخیر ۴۴۰ ، شیخ ابو علی عبدالرحمن ُسلمی ، شیخ ابوالقاسم عبدالکریم قشیری په نیشاپورکې ۴۶۵ ، خواجه عبدالله انصاری او دهرات دچشت شریف مشایخ دلوړ مقام خاوندان ول.دهجویري په وینا چې دهغه په وخت کې درۍ سوه صوفیانو اوشیخانو په خراسان کې کې ژوند کاوه.چې هر یوه يي ځانته روده  درلوده .

«دهرات پير خواجه عبدالله انصاري،حسن خرقاني،ابوسعیدابوالخیر دغزنوي پاچهانومعنوي او روحاني ځواک ګڼل کیدل.کله به چې سلطان محمود دکوم جنګ په لوري ته نو به يي له دغو شخصیتونو څخه دعا غوښته اویا به يي هم دهغوئ خرقه ورسره وړه»

دغزنوي پیر عرفان نه یوازې په اسلامي نړۍ کې بلکې په لویدیځ کې يي هم لوړ مقام درلود.چي ویلای شودعلي هجویري کشف المحجوب تراوسه پورې پینځه ځله انګلیسې ته ژباړل شوی او چاپ شوی دی.

په غزنوي دوره کې صوفیان دخلکوپه منځ کې دنفوذ،تقوا،ښوکارونو،اوپه خانقاوو کې دنظم په بنسټ دغزنوي پاچهانو د ملاتړاوپاملرنې وړ ګرځیدل. تاریخ لیکونکي.دغزنویانوکورنۍ په تیره بیا سلطان محمود داسلامی صوفیانو لوی ملاتړ کوونکي.بولي. دسلطان محمود  همداملاتړ ددې سبب شو.څو دنیشاپور فقیان په (۴۴۰)کې دابوسعید ابوالخیر له وژنې څخه تیرشي. ابو سعید له سلطان سره ډیر جوړ و. اوتل به يي په غزاګانو کې هغه ته دخیر دعا کوله.«حکیم سنايي غزنوي چې لوی تصوفي شاعردی» دحدیقه په لیکلو سره يي دخدای پیژندلو فلسفه لوړو پوړونو ته ورسوله.خو هغه څه چې  اوسمهال داهمت وړ دي دادي چې دغزنوي پاچهانوپه ملاتړ له غزني څخه تر هندوستانه پورې دتصوف اوعرفان دلمنې پراخیدل دي.په دې ډګر کې مشهوره څیره هم علی هجویری دی.لکه چې وویل شول سلطان محمود دې ډلې ته په درنه سترګه کتل.له همدې کبله په هند کې دتصوف دپراخیدو له پاره زمینه برابره شوه.صوفیان او شیخان هند ته لاړل اوله خلکو سره يي اړیکې ټینګې شوې.دعملي اونظري تصوف رڼا يي وشیندله.هالته يې دذکرکړۍ،درس اوبحثونه پیل کړل.خلک يي دتصوفي سیر اوسلوک د رودوڅخه په ګټي اخیستنې سره ددین له حقانیت سره اشنا کړل .عارفانو او شیخانو داسلامی تصوف مسایل دهغوو له ژورواو زړه راښکونکو مفاهیمو سره دهندې ظریف فرهنګ سره سم وړاندې کړل.زیات شمیرزده کوونکي يي په مدرسو او خانقاوو کې وروزل.او ورته يي خرقې ور واغوستي.په دې لړ کې چستیه طریقې د سماع اوموسیقي دځانګړونوپه درلودلو سره تر نورو طریقو دهند دخلکو له طبعي سره سم چلند وکړ.اوزیات کسان هم دغې طریقي ته جذب شول.په دې توګه يي په ټول هندوستان کې پراختیا وموندله.
په هر حال دغزنوي پیر سلاطینو له محمود څخه وروسته هم زیار یوست چې دخپلوپخوانیو دود ژوندی وساتي او له عارفانو،علماوو،فضلاوو اوشیخانو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.«…که څه هم له مسعود غزنوي وروسته دهغوئ د واکمنۍ پلې را لنډې شوې وې.له بلې خوا هم په دربارکې یوشمیرتنګ نظرو هم له خپل اغیز څخه په استفادې سره د شر اوفساد سبب شول خوبیا هم غزنوي شاهانو دهغوئ ملاتړکاوه. صوفیانو له دغه ملاتړه څخه ښه ګټه پورته کړه اود تصوف په برخه کې يي ارزښتمن اثار وپنځول.دهغه مهال یوه ښه اوداهمیت وړلاسته راوړنه په عربي ژبه دعبدالکریم قشیري رساله ده.دغه اثرپه پینځه پینځوسو بابونو کې لیکل شوی.چې دتصوفي اوعرفانې رودو او مسایلو درلودونکی دی.دغه رساله له دې امله چې دتصوف په برخه کې ارزښتمن توکي درلودل. په دری ژبه وژباړل شوه. اوپه (۵۱۳ق) کال کې داسماعیل جوهری غزنوی له خوا تدریس کیده.زموږ دخبرو له نچوړه داسې ښکاري چې سلطان محمود غزنوي سره په ځینو غزاګانو کې به یوشمیر مرشدانو اوشیخانو له خپلو لارویانو او پلویانو سره یوځای په خپله خوښه برخه اخیسته. دحلقوپه جوړولو،دمناجاتو،اذکارو اونعتونو په ویلوسره به يي دمسلمانانو لښکرونو ته روحیه ورکوله.ځینې دا شیخان اوصوفیان به په سوبمنو سیموکې اوسیدل.او هالته به يي خانقاوې جوړولې او داسلام ددین په تبلیغ اوترویج به يي لاس پورې کاوه.هغوئ زیاته تقوا،پرهیزګاري،عدالت اورښتنولې درلوده او له همدې امله  وو چې په هندوستان کې يي په زرګونه خلک مسلمانان او تربیه کړل.همدې شیخانو اوصوفیانو دمسلمانانو په منځ کې دیووالي اودغزنوي حکومت دټینګښت په لاره کې دپام وړ خدمتونه کړي دي. په دغې مقاله کې یوشمیر غزنوي الاصله صوفیان اوشخیان درپیژنو چې لايي هم زیارتونو اومزارونو ته عام اوخاص ورځې اوطریقت يي هم داوسنیو هندي صوفیانو مرجع ده.

شیـخ علي حسن هجــویري غزنــوي

نوموتی عارف ابو الحسن علي جلابي غزنوي  چې په  داتا گنج بخش سره مشهور دی د عثمان  زوی اوپه غزني کې نړۍ ته سترګي وغړولې.که څه هم دنوموړی دزیږیدو کره نیټه معلومه نه ده خو له سرچینو داسې ښکارې چې دی دنوموتی عارف اوصوفی ابوسعیدابوالخیر(۳۵۷ـ ۴۴۰)هممهالی و.دماشومتوب موده يي د غزني په هجویر او جلاب سیمو کې تیره کړي ده.او دخپل پلار تر روزنې لاندې و

دکشف المحجوب په حواله،ده  دعلومو دزده کړې په موخه شام،عراق،فرغانې،اذربایجان،بسطام،ترکستان اوهند ته سفرونه وکړل.اوهالته یی دیوشمیر استادانولکه ابوالفضل محمد بن الحسن ، شیخ اوحد ابوالعباس احمد بن محمد ، ابوالقاسم علي بن عبدالله گرگاني او ابو جعفر مصباح څخه زده کړې وکړې.په فقه کې دحنفي مذهب پابند و. اودطریقت په لړۍ کې هم دجنیدیه  طریقي لاروی و.اوهمدا ډول د شیخ ابوالفضل محمد بن الحسن ُختلی مرید و.نوموړی دمعرفت دعلومو له زده کولو وروسته دخپل پیر په اجازه او لارښونه له غزنی څخه لاهور ته ولاړ.اوهالته یی استوګنه غوره کړه.په شریعت ولاړ او له ناپوهي څخه بیزاره و.

هجویري په لاهور کې دعلم او معرفت په رڼا،اودمینې په وسله داسلام ددین په خپرولو بوخت شو.ګڼ شمیر کسان یی دین ته راوبلل.

ده به په دري فارسی ژبه شعرونه ویل.ډیر ارزښتمن اثاريي وپنځول.چې تر موږه يي کشف المحجوب اوکشف الاسرار را رسیدلي دي.چې څو څو ځله خپاره شوې هم دي. علی هجویري په لاهور کې سترګي پټي کړي ځینی تاریخ لیکونکي يي هم  په خپلو کې دوفات دنیټی په اړه اختلافات لري. خو دمزار په ډبره يي دده دوفات نیټه ۴۶۵ هـ . ق. کال ثبت کړې ده .چې دا ترډیره سهي ښکاري.مزار يي په لاهور کې دخاصو اوعاموخلکوځای دی. د هغه ځای خلک يي داتا ګنج بخش بولي.یو مهال چې.خواجه معین الدین ُچشتی چې د داتا ګنج بخش په روضه کې په اعتکاف ناست و.دده په ستاینه کې يې دا بیت ووایه:
گنج بخش فیض عالم مظهر نور خدا         ناقصان را پیر کامل، کاملان را رهنما (۱۶)

ګنج بخش دعالم برکت اوښکاره دخدای رڼا      د نیمګړو کامل پیر، کاملانو ته رهنما

دهجویري داشعارو دیوان لاهم نه دی موندل شوی.خو په کشف الاسرار کې په لاندې مطلع دده په نوم غزل ثبت شوي ده.
شوق تو در روز و شب دارم     دلا عشق تو دارم به پنهان و ملا
جان خواهم داد من در کوی       تـــو گرمرا آزار آید یا بــــــــــلا

شپه او ورځ دتا شوق لرمه            زړګیه دتامینه هم په پټه او برالا

ځان به ځارکړم زه ستا په کوڅه کې    که ستا له خوا راته  وی ځور یاهم بلا

                                      ***********

شیخ بدر الدین غزنوي َقَد س الله سره:
شیخ بدر الدین (رح)  په غزني ښار کې زیږیدلی .دی له یوستر صوفی و.دزیږیدو کره او دقیقه نیټه يې معلومه نه ده.شیخ بدرالدین له غزني څخه ددعوت په مقصد هندوستان ته لاړ.لومړی يې په لاهور او بیا يي په هندوستان کې هستوګنه غوره کړه. هالته دخواجه قطب الدین بختیار مرید شو.هغه ورته دخلافت خرقه واغوسته.بیا یی نو خلکو ته ارشاد او لارښونه پیل کړه.شیخ دچستیه طریقي پیرو و.او له سماع سره يي زیاته مینه درلوده.

داسې ویل کیږي چې دده  د ذکرپه حلقه(کړۍ) کې به خواجه فرید ګنج شکر هم برخه اخیسته.همدا ډول رضیه سلطان (۶۳۴ ه .ق ) بنت سلطان شمس الدین ایلتمش هم دشیخ زیات درناوی کاوه.* دشیخ بدرالدین کرامتونه په زیاتو تذکرو کې راغلي دي.یو ځل دده کرامت ددې سبب شو چې څلور سوه پوستین اغوستونکې قلندران په یوه وار توبه وباسي.او دا ټول دده مریدان شول.بیا دعمر تر پایه دده په خانقاه کې پاته شول.چې دځینو قبرونه يي دلمرین ډنډ(حوض شمسی) ترخوا دي. شیخ بدرالدین غزنوي په ۶۵۷ قمري کې له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړي. اودخواجه بدرالدین بختیار ترقبر را لاندې دلمرین ډنډ په خواکې ښخ دی.
************

سـالار مسعـود غازي شهید

میر مسعود چې په سلطان شهید مشهور دی. دمیرساهو زوی اوپه عُلَوی ساداتو پورې تړاو لري.دنسب  او کورنۍ لړۍ يي تر حضرت علي کرم الله وجهه پورې رسیږي.او دمور له خوا دسلطان محمود غزنوي خوريي دی. دی په ۴۰۵قمري درجب دمیاشتي په یویشتمه نیټه له دې نړۍ تللی دی.په پوره یقین سره نه شو ویلای خوپه هند کې دده سوبو او فتحو ته په پام سره د نوموړی دزیږیدو نیټه باید له دې وړاندې وي. دمعارج الولایت په حواله سلطان محمود دخپلې خور میړه او دعلوي لښکرسپه سالار میر ساهودمظفرخان دمرستي له پاره له یوه سمبال لښکر سره اجمیر ته واستاوه.کله چې هالته ورسیده مظفر ته يي مرسته ورکړه اودهغه غلیمان يي وځپل اجمیر یی تر خپله ولکه لاندې راوست،همالته یی هستوګنه غوره کړه. خپله میرمنه يي هم اجمیر ته ور وغوښته چې په دې ډول سالارمسعود غازي هم همالته وزیږیده،

سلطان محمود دکشمیر او کاهلر دکلا له سوبې وروسته دخراسان په لوري راوګرځید،او دکاهلر حکومت يي میر ساهو ته وسپاره.له څه مودې وروسته سلطان محمود دسومنات په لوري لکښرکښې وکړه او میر ساهو خپل ځوان زوی میر مسعود له څو زرو سپرو سره یو ځای دسلطان محمود مرستي ته ور واستاوه.که څه هم میر مسعود تنکی ځوان او بې تجربي و.خو بیا یی هم دپام وړ خدمتونه وکړل.چې دسومنات له فتحي وروسته له سلطان محمود سره غزني ته راغی. ډیر وخت لا نه و تیرشوی چې یو شمیر بت پالي دسلطان لوی وزیر خواجه حسن میمندي(میوندي) ته راغلل،هغوئ غوښتل چې دسومنات بت ورته بیرته ورکړي.اودوئ  ته به یی هم په مقابل کې زر اونقدي روپۍ ورکړي.حسن میوندي داخبره سلطان محمود ته ور و رسوله.په دغه مجلس کې سالار مسعود غازي هم ناست و. خواجه حسن ته يي وویل: دابه ښه وي چې دمحشر په ورځ اذر ته بت توږونکی او سلطان محمود ته بت خرڅونکی وویل شي. او په دې ډول به بت ماتونکي محمود په بت خرڅونکي محمود مشهورشي.حسن میوندي دده  دې قوي استدلال اک اریان کړ.اویو څه وځوریده.هڅه يي داوه چې د ده مخه ډب کړي.خو محمود بیا سالارمسعود ور وغوښت په پټه یی ورته وویل: مور او پلار دې ستا په بیلتون ځوریږي. ته کاهلر ته لاړ شه.مسعود څو موده هالته پاته شو.وروسته يي له څو زرو سپرو سره یوځای په ملتان بریدونه وکړل.بیا يې مخ ډیلي په لوري را واړاوه.دګنګاه له سیند څخه پوریوت اوجیپال ته يي ماتې ورکړه .شپږمیاشتي په ډیلي کې پاته شو. د حیرانتیا دا خبردسلطان محمود دخوښۍ او حسن میوندي دګوښه کیدوسبب شو. سالارمیر مسعود شهید په هندوستان کې زیاتې سوبې وکړې. دی لا په سوبو اودسیموپه نیولو بوخت و.چې مور يې کړه شوه.پلار يي دهغې مړی غزني ته راوړ.په هغه کال یی پلارمیرساهو هم له خپل زوی سره یوځای شو.په همدې کال (۴۲۱ق) کې محمود هم له دې نړۍ څخه وکوچیده.بیا نو دهندوستان ټاټوبی اړ ودوړ په سرواخیست.او سالارمیر مسعود ددغه اړودوړ په غلي کیدو کې ډیرې منډې ترړې وکړي.هر لوري ته يې لښکرې ویستلي. د ۴۲۳ کال دشوال په میاشت کې دمیر مسعود غازي پلار میر ساهو هم ومړ.خو میر مسعود لا هم له جګړو څخه خلاص نه و.کابو یو کال وروسته یی په سورج کند کې بریدونه وکړل.په دغه جنګ کې زیات شمیر سرداران شهیدان شول.اوڅلور غشي په خپله د میرمسعود غازي په غاړه ولګیدل.او د۴۲۴قمری کال درجب دمیاشتي په څوارلسمه دیکشنبې په ورځ په داسې حال کې چې شونډې يي مسکینې وي له دې نړۍ سترګي پټي او دشهادت جام يي وڅیښ.

سالار میرمسعود غازی د«بهرایج»په ښار کې ښخ دی.اوپه قبر يي لویه روضه جوړه شوي ده.دهغه ځای خلک يي په کرامت باور لري. هرکال دپسرلي په ورځو کې دهندوستان له شاوخوا څخه خلک له بیرغونو،توغونو او سرو زیړو نیزو سره دده په مزار راټولیږي.نذرونه او صدقي ورکوي.دا راټولیدنه کابو یوه میاشت دوام کوي.یوه یادونه لازمې ګڼم هغه داچې دثمرات القدس من الشجرات الانس په اثر کې میر سالارمسعود دسلطان محمود غزنوی وراره ښودل شوی. چې داخبره دتأمل وړ ده.
په هرحال دډیلې دصوفیانو په منځ کې دی د پیر پهلیم،په خراسان کې رجب سالار اوپه ځینو نورو سیمو کې بیا په میان غازي مشهور دی.

دخزینه الصفیا،په لیکنه میرمسعود غازي له خواجه ابو احمد(وفات۴۱۱هـ ق) ابویوسف(وفات ۴۵۹هـ ق) سره په یوه مهال کې ژوند کاوه.خوځیني نور بیا وايي:چې ده او خواجه معین الدین چستي په یوه وخت کې ژوند کړی.(۵۳۷تر۶۳۳) خو داسې ښکاري چې خواجه معین الدین چستي دسالار میر مسعود له مړینې دیارلس کاله وروسته پیدا شوی.چې په دې توګه پورتني ادعا سمه او سهي نه ده.ځینی بیا میرمسعود له موره زیږیدلي ولي بولي.خوهغه څه چې له تذکرو روښانه دي دادي چې نوموړي دچستیه طریقي له شیخانو اوصوفیانو سره مینه درلوده.او دظاهري بوختیاوو ترڅنګ به يي دنفس په تذکیه کیدو هم بوخت و.په پرهیزګاري کې مشهور و.دقبر خواته ته یی خانقاووې ابادي وي چې دصوفیانو دذکرښه مرکزونه ګڼل کیږي.

شیخ عثمان خیر آبادي غزنوي:

شیخ عثمان دخپل وخت نوموتی عارف و.په ریاضت او مجاهدت کې يي پاموړ شهرت درلود.په تذکرو کې د ده زیات کرامتونه درج شوي دي.د ده دزیږیدو ځای غزنی ښودل شوی دی. اودهندوستان په خیر اباد کې يي خلکوته دعوت ورکاوه.او ورته يي لار ښونه کوله.د ده دژوند دسیر اوسلوک دطریقي په اړه زیات معلومات په لاس کې نشته خو؛شیخ نظام الدین اولیا په خپل کتاب فوایدالفواد کې دی په نیکۍ یادوي.په اړه يي داسې کاږې.«سترشخصیت و.سخت ریاضت اومجاهدت به يې کاوه.دی یو بی ساری اوپه عاشقانو کې یوازنی عاشق و.ده یو تفسیر هم درلود.او دپیژندنې او معارف ډیر حقایق يي پکې بیان کړي دی»

روایت کا:چې شیخ عثمان دژوندانه په لومړنیو وختونو کې په غزني ښار کې سابه پخول.او بیا به يي خرڅول.او له دې لارې به يي دژوند زیرمه کوله .کله به چې ته کوم پیریدونکی راغی نو ده ته به يې کلپي (تقلبي) روپۍ ورکړله ده به هغه نه ور رد وله.او داخیستونکي په دغه کار به يي ځان ناګاره اچاوه.هماغه ناچله اوکلپه درهم به يي هم په سره او کره درهم مانه.په بدل کې به يي ورته  سابه (سبزې)ورکول.خلکو فکر کاوه چې شیخ عثمان ناچله درهم او چلي درهم نه پیژنې.خو په رښتنې توګه داسې نه و.هغه ناچله درهم ښه پیژاند.خو کله به چې په ګوښه کې دخپل رب په اطاعت بوخت و. نوبیا به يي  په مناجاتو کې ویل:
« څیښته !  زه  ستا له بنده ګانو څخه یو بنده یم،ستا دبنده ګانو ناچله درهم مې بیرته ور رد نکړل او ومی منل.ته چې دټولو عالمیانو خدای يي زما ناچله او ناکره خو په سره اوکره ومنه دا به څومره ښه وي چې له  اکرم الاکرمینی» دوفات نیټه يي معلومه نه ده. په خیر اباد کې يي خلک زیارت ته ورځي.

شاه غزنی َقَدس سرهُ

شاه غزني یو پاک زړی اوکمالرونکی صوفی او شیخ و. ده دهندوستان دګجرات په احمد اباد کې خلکوته دینی او عرفاني لارښونې او ارشادات کول.اصلي ځای يي غزنی دی.په تصوف کې دنوموتي قطب عالم سید برهان الدین بخاري مرید اوخلیفه و.سید برهان الدین په طریقت کې دخپل پلارسید محمود مرید و. اوهغه هم دخپل پلارسیدجلال اعظم مرید و. دطریقي لړۍ يي تر حضرت علی کرم الله وجهه پورې رسیدلي او تړلي ده. شاه غزني دخپل پیر قطب عالم ( ۸۵۷ ه.ق ) له مړینې وروسته دهغه په ګدۍ کینوست.ډیر وګړي يي مریدان شول.

شاه غزني دمریدانو په روزنه او دسالک دپړاونواو تصوفي مقامونوپه ترسره کولو کې پوه شیخ اوکامل شخصیت و.چې دا اصطلاح هغه مرشد ته کاروله کیږي چې پخپله يي په بریالیتوب سره دا پړاونه وهلي او کمال ته رسولي وي.او ترڅنګ يي مریدانو ته په ښه توګه لار ښوونه وکړي .په ثمرات القدس کې يي کښلي.شاه غزني  دخپل مهال اوتاد او دوخت غوث و.دهغه دژوند په اړه پوره معلومات نشته خو؛قبر یې د ګجرات په احمداباد  کې دی.چې زیات خلک یی زیارت ته ورځي.

شیخ بدر الدین غزنوي ثم البدایـوانی قدس سرَّه

نوم يي ابوبکردی په بدرالدین یی یاداوه. له اره دغزني دی.او دهند دمشهورو اولیاوو په کتار کې راځي.نوموړی په هندي ښارونو باندې دتیمورګرګاني( ۸۰۱ هـ . ق ) دلښکرکښیو په مهال ژوندی و.په تصوف کې ددشیخ خواجه شاهي موی تاب بدایونی له خوا ورته خرقه ورکړله شوه.شیخ بدرالدین غزنوي دخواجه شاهي موی تاب له مړینې وروسته دهغه په ګدۍ کینوست.اودمریدانو په روزنه اوښوونه يې لاس پوري کړ.دده خوارق اوکرامتونه زیات ول.هسي روایت کا:چې کله به دبدایوان سیمې ته کوم ولي ورغی نو دولایت قدرت به یی ترې اخیستل کیده.همدا ډول دامیر تیمورګرګاني له خوا دبدایوان دسیمې نه نیول اونه فتح کیدل هم دشیخ غزنوي په کراماتو پورې تړي.

شیخ بدایوان غزنوي دژوند تر پایه پورې په بدایوان کې پاته شو.له مرګ وروسته په بدایوان کې خاورو ته وسپارل شو.زیارت يي دخاصو اوعامو ځای دی.

فرید گـنـج شکر

مسعود چې لقب يي فریدالدین ګنج شکر دی.دجمال الدین سلیمان زوی او دهند له سترو صوفیانو څخه دی.پلار يي سلیمان دسلطان محمودغزنوي دخور زوی و.له همدې امله ویلای شو.چې فریدګنج شکر غزنوی الاصل دی.

جمال الدین سلیمان دشیخ شعیب زوی دشیخ احمد چې په فرخ شاه مشهور اود کابل پادشاه و. دی  دهغه له کورنۍ څخه ګڼل کیږي.دپلار له خوا په حضرت عمر فاروق (رض)پورې تړاو لري
خو داچې دکابل سیمه دغزنوي شاهانولاس ته ولویده نو دفرخ شاه کابلی اولادونه هم په کابل کې پاته شول. دفریدګنج شکر پلار دسلطان شهاب الدین غوري دواکمنۍ په مهال لاهور ته ولاړ څه موده دقصور په ښار کې پاته شو(په لاهورپورې تړلي )وروسته دهند دپاچا په امر ملتان ته ولاړ.هالته يي دملا جیه الدین له لور سره واده وکړ.چې خدای تعالی ورته درۍ اولادونه ورکړل. د لومړی زوی  نوم یې عزالدین محمود، د دوهم يي فریدالدین مسعود او دریم هغه يې هم نجیب الدین متوکل نومیده.
فرید الدین گنج شکر په ۵۸۲ قمری کې دملتان ښار ته څیرمه دکوټوال په کلي کې دې نړۍ راغی.په کمه موده کې يې دیني علوم زده کړل.اوقران مجید یی هم یاد کړ. له دې وروسته يې په ملتان کې دمولانا منهاج الدین په جومات کې په تدریس پيل وکړ.اوهالته يي له خواجه قطب الدین کاکي سره لیده کاته وشوه.دهغه مرید شو. اودعلم دزده کولو په موخه يي دهند نورو ښارونوته سفرونه وکړل.همدا ډول دزده کړو په مقصد کندهار ته راغی اوله هغه ځایه بغداد ته لاړ.ددې سفرونو په لړ کې يې د شیخ شهاب الدین سهروردي اوشیخ اوحدالدین کرماني له پوهي او معلوماتو څخه ګټه واخیسته اوډیرڅه يې ترګوتو کړل.په شاوخوايي زیات مریدان راټول شول. دده کرامتونه زیات وو. شیخ د۶۶۴ هـ ق کال دمحرم په پینځمه نیټه د سه شنبې په ورځ له فانۍ نړۍ څخه وکوچید.مړی يي په اجودهن کې خاورو ته وسپارل شو.چې دا ځای وروسته په پاک پتن ونومول شو.

شیخ فرید ګنج شکر په دري اوپنجابي ژبو شعرونه ویلي او په فارسي دري يي دشعرونو دیوان هم شته. دا دوه بیتونه هم دې ده دي.

هر سحر بر درت سر میزنم            برطریق دوســـــتان در میزنــم
همچو مرغ نیم بسمل پیش تو          در میان خاک و خون پر میزنم
*********
هر سهار دې په وره کې سر وهمه        د دوستانو په څیر د تا ور وهمه

زه لکه ټپی مرغه دتا په وړاندې         په خاوروکې په وینوسوروزروهمه

                                 *********

2 thoughts on “په هند کې غزنوي شیخان او صوفیان/ ژباړه اسدالله بلهار جلالزی”
  1. ګران بلهار صاحب هیله ده چی (حوض شمسی ) په خپل تاریخی نامه یادکړې ځکه چې دغه ډیراوږد تاریخ لري ، داچی داځای تراوسه هم په دغه نامه یادیږي ښه به داوي چی په همدغه خپل نامه یاد پاتي شي . پ
    درنښت
    زرینګل

  2. دیر ښکلی معلومات وو
    هیله ده چې دا کوم مشهور کتابونه تاسو یاد کړل
    پښتو ته به ی راوژباړئ

ځواب ورکول zarigul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *