عصمت الله نصرت

هلمند- لښکرګاه

 په نننۍ نړۍ کي بريښنا د ژوند له اساسي اړتياوو څخه ګڼل کيږي؛ د ژوند ټول سهولتونه، د صنعت وده، د توليد ډيرښت، د فابريکو منځ ته راتګ او د هيوادونو پراقتصادي ودې ژوري اغيزي د بريښنا په وسيله منځ ته راځي.

څه دپاسه يوې لسيزې راهيسي افغان دولت د بريښنا جوړولو ژمنې کوي، خو له بده مرغه د هيواد په بيلا بيلوبرخو کي د بريښنا د توليد پر پريمانه سرچينو او ګڼو بهرنيو او نړيوالو مرستو سربيره  مو ۷۰ سلنه هيوادوال له بريښنا څخه بي برخې دي او د دولت د نه پاملرنې له امله ورځ تربلې د برييښنا حالت د زوال او ورانيدلو په لور روان دی؛  تردې چي د هلمند په څير د افغانستان ډيری ولايتونواوسيدونکو په شپو شپود بريښنا څرک هم نه دی ليدلی؛ ښه بېلګه يې په هلمند کي د کجکي د بريښنا بند دی چي په رغولو سره به يې د ياد ولايت ترڅنګ د څو نورو ولايتونو لکه کندهار، روزګان او نورو د بريښنا ستونزي هواري شي. د بهرنيانو اوسنی مرستې هم د اوبو د پوکانو په څېر دي، چي ددوی له وتلو سره سم  به له منځه لاړي شي ځکه  په اساسي او بنسټيزې پروژو کي لکه د بندونو جوړونه او نور چي د اوږد وخت لپاره د هيواد له اقتصاد سره مرسته کولای شي  نه دي لګيدلې.

که د اوبو بندونه جوړ او ورغول  شي دا به له يو اړخ څخه په هيواد کي د بريښنا توليد ډير کړي او له بلې خوا به افغانستان د اقليمي تغيراتو له احتمالي تاوانونو چي په پراخه کچه اقتصادي زيانونه له ځان سره لري لکه وچکالې او د سيلابونو منځ ته راتګ  له خطر څخه وژغوري. د اوبو د ډيروالي په وخت کي بندونه اوبه زيرمه کوي چي د اوبو د کموالي په وخت کي ورڅخه ګټه اخيستل کيږي او دا راز د سيلابونو په کنټرول کي هم ورڅخه استفاده  کيدلای شي. همدارنګه ځنګلونه چي د طبعت په ښکلا،چاپيريال ساتلو او سيلابونو په مخنيوي کي مهم رول لري،خو د بريښنا د نه شتون له امله ډيری خلګ يې له لرګوڅخه د سونګ لپاره کار اخلي چي د ځنګلونو د له منځه وړلو لامل ګرځي. که چيري د افغانستان ټولو ولايتونو ته بريښنا ورسيږي نو د سونګ لپاره به د ځنګلونو لرګيو ته اړتيا کمه شي.

بريښنا د خلګو په اقتصادي ژوند کي د پام وړ بدلون راوستلای شي، ځکه د بريښنا د شتون په صورت کي پانګوال او سوداګر د صنعتي پارکونو او فابريکو د جوړولو هڅه کوي او د صنعتې پارکونو په منځ ته راتګ سره  کورني توليدات ډيريږي، د صاداراتو او وارداتو ترمنځ انډول راځي او ترڅنګ يې ګڼ شمير افغانانو ته د کارموندنې موکه پيدا او د بيکارۍ ستونزه حل کيږي. کومه ناامنې چي دامهال په هيواد کي روانه ده تر ډېره د بيکارۍ سره تړاو لري، نو که افغان دولت په دي برخه کي مهم اواساسي کارونه وکړي  هيله شته چي د دولت او خلګو ترمنځ به واټن کم او د نا امنۍ لمنه به ټوله شي.

0 thoughts on “په هيواد کي د بريښنا ستونزه او پر اقتصاد يې اغېزي”
  1. په افغانستان کې سره له دې چې د برښنا تولیدولو له پاره ډېرې منابع له آره موجودې وې او دي ، خو دوخت مصنوعي مشرانو د سیمې او نړۍ د لاسوهنو پرمټ د خپل واک او اقتدار ساتلو په خاطر خپلې ټولې شتمنۍ د خپلې هوا او هوس او پردو ګټو خوندي ساتلو له پاره نذرانه کړې ، او تر نن پورې زموږ له آبي منابعو ګاونډیان ګټه پورته کوي ، زموږ اوبو ته بندونه جوړوي ، موږ محروموي . او افغانستان د تل له پاره د تولیدي او زراعتي سکتورونو څخه بې برخې کول غواړي . له ګاونډیانو کرایي برښنا را نیسي ، په میلیاردونو ډالره پرې لګوي ، افغانستان یې د ګاونډیانو د بې کیفیته موادو د پېراو پلور مصرفوونکی مارکېټ جوړ کړی . خو په خپله خپلو شنو څپانده سیندونو ته لاس تر زنې ناست او افغانان په خپل کور کې له تندې مړه شول . اوس یې د برښنا شرکت خصوصي سکتور ته ور کړی هغه هم د چارواکو دﺉ . چې پر یوه او بله پلمه له خلکو د (۵۰۰ ) کیلوواټه برښنا په مصرفولو سره په مختلفو آنو بهانوسره له (۲۰۰۰۰ ) تر (۳۰۰۰۰ ) افغانیو پورې ټکس او پیسې اخلي او بیا چې خلک ورشي چې دا په کوم قانون او کوم کتاب ، نو بیا ور ته وایي چې (اشتباه صورت ګرفته است . اصلاح مې کنېم ) . او که پیسې یې پرې تحویل کړې ، نو بیا خو یې د پلار خولۍ په غوړیو کې ده ، او وایي چې ( بازي دادېم زدیم ). خو دا باج یوازې له غریبو خلکو اخیستل کېږي ، د وزیر محمد اکبر خان مېنې زوراکي بیا په میلیونونو افغانۍ او ډالر بېلونه لري خو پیسې ترې اخیستلی نه شي او برق ور باندې قطع کولی نه شي . دېته وایي د برښنا مافیایي شرکت . د خدای په خاطر ، که چېرې مو یو ځل په ټول عمر کې هم کلمه ویلې وي او ځانونه مسلمان ګڼۍ ، نو لږ خو له خدایه وشرمېږۍ . ستاسې د واک ډېرې وروستۍ شېبې دي . قصاب چاړه په لاس در ته ولاړ دﺉ . خو تاسې بیا هم د غریب او بې دفاع ملت په حقه حقوقو کې خولې ښخې کړې او پرُوړې او درُشتې ګډې وهۍ . یوه ورځ خو به له تاسې سره هم حساب کتاب وشي . آخر پر خپلو ځانو نو زړونه وسوځوۍ . دا څه حال مو جوړ کړی ؟ د سړکونو جوړولو ، ګازونواو تېلو واردولو او نورو سوداګریزو توکو ټول شرکتونه او مافیایي سیستمونه هم ستاسې خپل ملکیتونه دي او خاموش اکثریت مو د پولۍ ټک ته کښېنولی . (۳۵ ) کاله وشول چې د ملت کونډې او یتیمان ستاسې د واک او مېلو چړچو په خاطر په مرګ ، ژوبلو ، ناخوالو محرومیتونو کې د ژوند آخري سلګۍ وهي او تاسې ورته ګورۍ او په خپلو سترګو یې وینۍ . خو پروا یې نه لرۍ . لیرې نه ده چې له تاسې سره به هم ملت او هم خدایتعالی حساب کتاب وکړي .

ځواب ورکول khwajaTamba ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *