له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په سيمې او نړۍ کې د سياسي او کلتوري پرمختګونو پر بنسټ يوڅه بدلونونه مينځ ته راغلل چې دغو بدلونونو په افغانستان هم اغېزه وکړه.
په ۱۹۴۶ ز کال د مې په مياشت کې سردار محمد هاشم خان له دندې ګوښه شو او پر ځای د مې په ۹ مه شاه محمود خان وګمارل شو چې حکومت جوړ کړي.
سردار محمد هاشم خان له ولس (۱۷) کالو حکومت نه وروسته، آيا رښتيا په خپله خوښه يې استعفا وکړه او که دېته اړ کړی شو؟
د عبدالرحمن پژواک د څرګندونو له مخې چې په دغه مهال يې د بهرنيو چارو په وزارت کې کار کاوه. محمد هاشم خان ورته وويل چې د ده له خوا د ګوښه کېدويانې استعفاليک و ليکي. په دې نوم چې ګني دی اوس سپين ږيری شوی دی. پدې تړاو داسې انګېرنې هم شته چې سلطنتي کورنۍ او پخپله پاچا دی دېته وهڅوه چې استعفا وکړي.
يانې شاه محمود خان چې د حرب وزير وه ده او پاچا (محمد ظاهر ) دی دېته اړ کړ چې استعفا وکړي.
د پاچا د دفتر ريس مير عبدالعزيز د خولې خبره ده چې شاه ورته يو ليک ورکړ او د صدراعظم حضور ته يې ولېږه.
کله چې هغه ليک وليد نو ورته ويې ويل: بيا يې څه را لېږلي دي؟
مير عبدالعزيز (وروسته د کابل والي او د ضبط احوالات ريس) سردار محمد هاشم خان ته وويل: نه پوهېږم.
کله چې مکتوب ولوسته، رنګ يې والوت، نو بيا يې د خپل وراره محمد ظاهر صفتونه شروع کړل. د همدې مکتوب پر بنسټ د نوموړي استعفا د راديو افغانستان له لارې اعلان شوه.
د داسې شونتياو انګېرنې هم را برسېره شوي دي چې د سلطنتي کورنۍ يو شمېر غړو او چارواکو د هېواد د سياسي پېښو په اړه کله نا کله خپل مينځي ناستې درلودې.
د سردار محمد هاشم په اړه هم ويل کېږي چې ده پخپله يوه ناسته کې وويل: زه نور د دې جوګه نه يم چې د پېښو له روان بهير سره روان شم، نو زما سياسي او اداري ژوند پايته رسېدلی دی. د دې نوي عصر لپاره د خپل کشر ورور شاه محمود خان وړتيا پر ځای بولم… بيا ټولو دا خبره ومنله او سردار شاه محمود خان ته يې سپارښتنه وکړه چې ځان د صدارت چارو ته چمتو کړي.
دا خبره هم پخپل ځای وه چې عليحضرت محمد ظاهر اوس د پنځه دېرش (۳۵) کالو وه. ده غوښتل چې له دې وروسته يو څه خپلواک رول ولوبوي او دا کار يې د سردار محمد هاشم خان په شتون کې نشو کولی.
محمد هاشم خان صدراعظم د خپل واک په مهال ډېر داسې څه کړي ول چې د بشر د حقوقو نه څرګنده سرغړونه وه.
که څه هم د ده د واک په مهال په نړيوال ډګر کې د ملګرو ملتو اوسنۍ ادارې شتون نه درلود. نو يو لامل دا وه چې بايد د يوه نوي صدراعظم لپاره زمينه برابره شي.
کله چې شاه محمود صدراعظم شوکوښښ يې کاوه چې د ملګرو ملتو له غوښتنې سره سم ځان عيار کړي.
په واشنګتن کې افغان سفير عبدالحسين عزيز هم د غړيتوب لپار د داسې وړانديز خبره را پورته کړه چې د دغې ټولنې سپارښتنه دا ده، هر هېواد چې غواړي په دغه سازمان کې غړيتوب ترلاسه کړي بايد د بشر له حقوقو نه سرغړونه ونکړي.
ښايي چې دغو ټولو لاملونو به خپل خپل ځای درلود نو ځکه پاچا نوي صدراعظم ته سپارښتنه وکړه چې خپله کابينه جوړه کړي.
شاه محمود خان هم په ډېرې چټکۍ خپله کابينه جوړه کړه چې نوملړ يې داسې دی:
– شاه محمود خان – صدراعظم – ۱۹۴۶ – ۱۹۵۳
– علي احمد خان بدخشي – د صدارت لومړی معاون – ۱۹۴۹ – ۱۹۵۳
– // – د بهرنيو چارو وزير – ۱۹۴۶ – ۱۹۵۲
– اسدالله خان سراج – د صدارت دويم مرستيال – ۱۹۴۸ – ۵۱
– شېر احمد خان – د دولت وزير – ۱۹۴۶ – ۴۶
– محمد ګل خان – // – ۱۹۴۶ – ۴۹
– ميرزا محمد خان يفتلي – // – ۱۹۵۳.
– محمد داود خان – د دفاع وزير – ۱۹۴۶ – ۴۸
– محمد عمر خان – // – ۱۹۴۹.
– محمد عارف خان – // – ۱۹۵۲ – ۵۳
– سلطان احمد خان – د بهرنيو چارو وزير – ۱۹۵۲ – ۵۳
– د کورنيو چارو وزير – غلام فاروق عثمان – ۱۹۴۶ – ۴۸
– اسدالله خان – د کورنيو چارو وزير – ۱۹۴۸ – ۴۹
– عبدالاحد ملکيار – // – ۱۹۴۹ – ۵۲
– محمد نوروز – // – ۱۹۵۲ – ۵۳
– مير عطامحمد حسيني هراتي – عدليه وزير – ۱۹۴۶ – ۵۰
– مير سيد قاسم خان – // – ۱۹۵۰ – ۵۳
– لوګری محمد نواز خان – د ماليې وزير – ۱۹۴۶ – ۴۷
– مير محمد حيدر حسيني – // – ۱۹۴۷ – ۵۰
– غلام يحيی طرزي – د ماليې وزير – ۱۹۵۲ – ۱۹۵۳ کال
– نجيب الله توروايانا – د ښوونې وزير – ۱۹۴۶ – ۴۸ //
– عبدالحسين عزيز – // – ۱۹۴۸ – ۴۹ //
– فيض محمد ذکريا – // – ۱۹۴۹ – ۵۰ //
– عبدالمجيد خان – // – ۱۹۵۰ – ۵۳ //
– عبدالمجيد زابلي – د اقتصاد وزير – ۱۹۴۶ – ۵۰ //
– مير محمد حيدر حسيني – // – ۱۹۵۰ – ۵۳ //
– محمد کبير لودين – د فوايد عامې وزير – ۱۹۴۶ – ۴۹ //
– محمد نعيم خان – // – ۱۹۴۹ – ۵۱ //
– محمد اکرم پرونتا – // – ۱۹۵۱ – ۵۳ //
– سلطان احمد خان – د روغتيا وزير – ۱۹۴۶ – ۴۷ //
– عبدالمجيد خان – // – ۱۹۴۷ – ۴۹ //
– غلام فاروق خان – // – ۱۹۴۹ – ۵۳ //
– غلام يحيی طرزي – وزير پوست او تلګرام – ۱۹۴۶ – ۴۷ //
– عبدالله ملکيار – د پوست او تلګراف وزير– ۱۹۴۷ – ۴۹ //
– غلام محمد شېرزاد – // – ۱۹۴۹ – ۵۰
– غلام يحيی طزري – // – ۱۹۵۰ – ۵۱
– عبدالحکيم شاه عالمي – // – ۱۹۵۲ – ۵۳
– غلام محمد شېرزاد – د کانو وزير – ۱۹۴۶ – ۴۹
– محمد نعيم ضيايي – // – ۱۹۴۹ – ۵۳
– صلاح الدين سلجوقي – د مطبوعاتو مستقل ريس – ۱۹۴۶ – ۴۷
– سيد قاسم ريشتيا – // – ۱۹۴۷ – ۴۹
– محمد قدير تره کی – // – ۱۹۴۹ – ۵۱
– محمد هاشم ميوند وال – // – ۱۹۵۱ – ۵۲
– خليل الله خليلي – // – ۱۹۵۲ – ۵۳
– مير محمد يوسف خان – د کرهڼې مستقل ريس – ۱۹۴۶ – ۴۷
– محمد عتيق رفيق – // – ۱۹۴۷ – ۴۹
– امير الدين شنسب – // – ۱۹۴۹ – ۵۰
– محمد زمان تره کی – // – ۱۹۵۰ – ۵۳
نور دولتي تشکيلات داسې دي
– احمد شاه خان – د دربار وزير – ۱۹۴۶ – ۱۹۵۳ کال
– عبدالاحد خان مايار وردګ – د ملي شورا ريس – ۱۹۴۶ – ۴۹
– عبدالهادي داوي – // – ۱۹۴۹ – ۵۲
– عدالرشيد خان – // – ۱۹۵۲ – ۵۵
– داعيان مجلس ريس – فضل احمد مجددي – ۱۹۴۶ – ۵۳
– محمد عمر خان – سرمنشي – ۱۹۴۶ – ۴۷
– عبدالهادي داوي – // – ۱۹۴۷ – ۴۹
– حافظ نور محمد کهګدای – // – ۱۹۴۹ – ۵۳
د کابينې له تشکيل سره سره د افغانستان پاچا او نوي صدراعظم دا ژمنې هم وکړې چې د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره به هاندې هڅې کوي.
په خپلو ويناوو کې په دموکراسۍ هم ټينګار کاوه. په سر کې هغه شمېر روڼ اندي چې د امان الله د پلويانو په نوم د سردار محمد هاشم خان د صدارت په مهال بنديان ول ازاد کړل او عمومي عفوه يې اعلان کړه.
په دغو بنديانو کې عبدالهادي خان داوي، د امان الله خان د دربار منشي مير قاسم خان، عبدلعزيز خان الکوزی (د طلوع افغان مدير) او په لسګونو نور يادولی شو.
په ۱۹۴۷ ز کال د ښاروالۍ قانون تصويب شو چې د همدې قانون پر بنسټ يو کال وروسته د کابل په ښار کې ټاکنې وشوې او انجينر غلام محمد فرهاد د ښاروال په توګه وټاکل شو.
د شاه محمود خان د صدارت په مهال د ملي شورا لپاره ټاکنې هم تر سره شوې.
«انتوني هی من» هم په دې تړاو په خپل کتاب کې کاږلي دي چې: «لومړنۍ ټاکنې چې نسبتاً ازادې وې د ملي شورا د اومې دورې لپاره تر سره شوې چې له ۱۹۴۹ ز کال نه تر ۱۹۵۲ کال پورې فعاليت کاوه. په دغه ټاکنو کې درې لېبرال اصلاح پالو ګوندونو هم ګډون کړی وه. دغه ګوندونه د روڼ اندو په نوم نامتو ول، ندای خلق، وطن او ويښ زلميان…»()
ده د خپل صدارت په مهال ټولو قومونو او مذهبونو ته ځانګړې پاملرنه وکړه. په ملکي او نظامي چارو کې شيعه وګړو ته د چارو واک ور وسپاره چې موږ جنرال جعفر او جنرال مير احمد د بېلګې په توګه يادولی شو.
د سردار محمد هاشم خان په پرتله شاه محمود خان د خلکو په مينځ کې د ښه نوم څښتن شو. هرچا به د هاشم خان د مهال د امېنې د قومندان طراباز خان کيسه کوله چې د خپلې ماڼۍ نجار يې د يوه کال لپاه په دې تېروتنې سره، بندي کړی وه چې له ده نه د ده د کور په اړه سلا او مشوره ترلاسه کړي. هغه خپل باډي ګارډ ته وويل:
«کينوه!» په دې کلمې سره يې هغه په زندان کې کېنولی وه. يو کال وروسته چې ده له زندان نه ليدنه کوله که ګوري چې خپل نجار يې په زندان کې وليده.
د همدې دموکراسۍ په رڼا کې د اومې (۱۹۴۹ ز کال) دورې د شورا ټاکنې په ډېر شور او زوږ تر سره شوې. افغان ولس ته دغه ټاکنې دومره په زړه پورې وې چې پخپله صدراعظم هم د رايو صندق ته لاړ او خپله رايه يې وکاروله.
د همدې دموکراسۍ په رڼاکې ډاکتر محمودي چې په حکومت يې نيوکې کولې زندان ته واچول شو. خو د ټاکنو په مهال بېرته خوشې شو.
د شورا د اومې دورې په ټاکنو کې يو شمېر روڼ اندي، ليکوال او شاعران هم په دې بريالي شول چې د خلکو په استازيتوب شورا ته لاړ شي چې موږ ډاکتر محمودي، مير غلام محمد غبار (له کابل څخه)، ګل پاچا الفت (له جلال اباد څخه)، له کندهار نه عبدالحی حبيبي، له اندخوی نه محمد کريم نزيهي له هرات نه صلاح الدين سلجوقي، له بدخشان نه سيد محمد دهقان، له تخار نه عبدالاول قريشي، له مزار شريف نه خال محمد خسته او له ميمنې نه نظر محمد نور د بېلګې په توګه يادولی شو. له دې پرته يو شمېر نور ټولنيز شخصيتونه هم ول لکه سخي امين، محمد کبير، الکوزی، سيفاني، شاه محمود، مياجان مجددي او نور.
محمد ظاهرشاه چې دروښان فکرو شور او زوږ ليده، دا وېره ورسره وه نه چې ولسي جرګه هم په بشپړه توګه د حکومت په وړاندې (Opposition) ودرېږي؟
نو سلطنتي کورنۍ پرېکړه وکړه چې پاچا خپل سرمنشي عبدالهادي خان داوي «ده سبز» د خلکو په استازيتوب دېته وګماري چې د شورا د رياست چارې په غاړه واخلي. په دې سره روڼ اندي د خپلو سياسي هڅو له مخې په درې ډلو وېشل شوي ول. يو ډله د ملت د رښتينو استازو په توګه دې ته چمتو ول چې د حکومت ناوړه کړه وړه کره کړي او د اصلاح له لارې چارې ورته په ګوته کړي.
دويمه ډله د حکومت پلويان ول. دريمه ډله په خپل سياسي ژوند کې فعال نه ول او ګوښه توب يې غوره ګاڼه. ولې بيا هم د افغانستان په سياسي تاريخ کې د لومړي ځل لپاره ازاد او دېموکراتيک انتخابات تر سره کړی شول.
مطبوعات او ډله ييزې رسنۍ: د يوې ډېموکراتيکې ټولنې لپاره ټولټاکنې سياسي ګوندونه او د ډله ييزو خپرونو او رسانيو شتون، يو مهم اصل دی چې په افغانستان کې د مطبوعاتو د يوه نوي قانون سره سم مينځ ته راغی. د شاه محمود د صدارت په مهال د ښارواليو او ولسي شورا لپاره ټاکنې ترسره شوې، همداراز د مطبوعاتو په ډګر کې هم د يو شمېر بنسټيزو پرمختګونو لپاره لار پرانستل شوه چې موږ په لومړي سر کې د انګار، وطن، ولس او «ندای خلق» خپرونې د ساري په توګه يادولی شو.
۱ – انګار: دغه مهالنۍ د دموکراسي په رڼا کې لومړنۍ خپرونه وه چې د ويښ ځلميانو د ګوند په نوښت د مطبوعاتو ډګر ته را ووته.
د امتياز څښتن او مسؤل مدير يې فيض محمد انګار وه. دې خپرونې په مستعارو نومونو (حلاج او شوخک) د حکومت په کړو وړونيوکې کولې.
نور محمد تره کی، عبدالروف بېنوا، محمد بشير کبير سراج او نور د انګار په خپرونه کې ډېر فعال وو. داسې انګازې، اوازې او خبرې هم را پورته کېدې چې د دې مهالنۍ تر شا عبدالمجيد زابلي هم لاس لري.
نوموړي ۳۴۰ ميلونه افغانۍ هغه مهال له تره کي سره مرسته وکړه چې په ۱۳۵۷ کال د ثور کودتا بري ته ورسېده.
د ويښ ځلميانو غړو غوښتل چې د دولت له يوه بل منتقد، داکتر محمودي سره يو ګډ سياسي جوړجاړي ته ورسېږي. د همدې موخې پر بنسټ يې پر «بابر بڼ» کې جرګه وکړه. ولې کومې پايلې ته و نه رسېدل.
۲ – د ندای خلق مهالنۍ: ډاکتر محمودي مومند نه يوازې يو ښه ډاکتر وه بلکې يو وتلی سياسي شخصيت هم وه.
ده د همدې ډېموکراسۍ په رڼا کې د «ندای خلق» پنوم خپرونه د چاپ ډګر ته را ووېسته چې مسؤل مدير يې د ده زوم انجنر عطايي وو. ولې يو شمېر وايي: «د دې خپرونې مسؤل مدير عبدالحميد مبارز وه.»()
دغه مهالنۍ د «خلق» د ګوند نشراتي ارګان وو چې غوښتل يې پارلماني دېموکراسي وده وکړي او حکومت بايد له سلطنتي کورنۍ نه بېل شي.
محمودي تل په مشروطه شاهي نظام ټينګار کاوه. او د خپرونې سر مقالې يې اقتصادي، سياسي او حقوقي چارو ته ځانګړې شوې وې. ډاکتر محمودي د همدې توندو ليکنو پر بنسټ او لا کله چې په ۱۹۵۱ د شورا له لارې پر محمد داود نيوکه وکړه، حسن شرق غوښتل هغه ترور کړي خو وژغورل شو.
د دې خپرونې نور قلمي همکاران محمد يوسف آينه، محمد نعيم شايان، نور محمد ټيپست او نور ول.
د ډاکتر محمودي نه وروسته د ده د کورنۍ غړو د ده له نوم نه يوه داسې سياسي ګټه واخسته چې ګني دی داسې يو کيڼ اړخی وو چې د چين له هېواد سره يې اړيکې لرلې!؟
ولې حقيقت دا دی چې دی د ملت خوا خوږی وه کمونست نه وه او نه يې له کوم هېواد سره اړيکې لرلې.
ښايی د دې تور لامل دا وي چې د ده د کورنۍ غړو ډاکتر عبدالرحيم محمودي او ډاکتر عبدالهادي محمودي «د شعله جاوېد» په نوم خپرونه را ووېسته.په دوی داسې تور وه چې د شعله جاوېد ګوند او دغه خپرونه چې د دويمې (۲) دېموکراسۍ په پېر کې خپرېده يوه کمونستي بهير ته منسوب ګڼل کېده.
«ډاکتر محمودي يو کيڼ اړخی پارلماني وو. نه د يوې مارکستي ايډيالوژي کيڼ اړخی. ده به ځوانان حسيني تفسير ته را بلل چې وې لولي.»()
۳ – د وطن مهالنۍ: کله چې په ۱۹۵۰ ز کال د مطبوعاتو قانون تصويب شو. چې يو لړ خپرونې د يو شمېر ليکوالو سياست پوهانو پر مټ او نوښت را مينځته شوې. چې د دغو خپرونو په لړ کې يوه مهالنۍ د «وطن» په نوم وه چې د ميرغلام محمد غبار په هلوځلو تاسيس شوه.
د دغې خپرونې د امتياز څښتن تاريخپوه او مشروطه غوښتونکي مير غلام محمد غبار او مسؤل مدير يې علي محمد خروش وه.
د وطن د مهالنۍ نور بنستګر: سرور جويا، برت علي تاج، عبدالحي عزيز، فتح محمد خان، ميرمحمد صديق فرهنګ،
قيوم رسول، نورالحق، احمد علي کهزاد، محمد اکبر پامير او فاروق اعتمادي د دې خپرونې پر مټ د وطن په نوم ګوند په خپل سياسي فعاليت لاس پورې کړ.
له يادو شخصي خپرونو سربېره په کابل کې يو شمېر نورې خپرونې هم خپرېدې لکه: ولس، نيلاب، اينه او په ميمنې کې د «اټوم» په نوم مهالنۍ يادولی شو.
۴ – د ولس مهالنۍ: دغه خپرونه چې د هېواد د نامتو ليکوال او شاعر ګل پاچا الفت په امتياز خپرېده، د هېواد د ودې او پرمختګ او د ځوانانو د پوهې په تړاو يې ليکنې کولې.
الفت چې د جلال اباد د خلکو په استازيتوب د شورا د اومې دورې وکيل وه، د لومړۍ ډېموکراسۍ په رڼا کې دغه ګټوره مهالنۍ د چاپ ډګر ته را ووېسته.
ولس او انګار، دواړه خپرونې د «ويښ ځلميانو» د ګوند د اند او فکر خپروونکې وې.
لکه څنګه چې د ملي شورا د اتمې (۸) دورې ټاکنې (۱۹۵۲) پيل شوې په ټول هېواد کې يوڅه بدلونونه را مينځته شول او په مطبوعاتو يې هم ناوړه اغېزه وکړه، يادې خپرونې بندې شوې چې دې کار په «ولس» هم اغېزه وکړه.
له دې خپرونو سربېره يوشمېر نورې خپرونې هم د مطبوعاتو ډګر ته را ووتلې چې څو بېلګې يې دا دي او لنډه يادونه يې اړينه ګڼو.
د مطبوعاتو د قانون له تصويب (۱۹۵۰ کال) نه دمخه او وروسته يو شمېر خپرونې چې د افغانستان د مطبوعاتو په تاريخ کې وړ ځای لري د چاپ ډګر ته را ووتلې.
«د اصلاح او انيس د خپرونو په څنګ کې د پامير، ترقي، انګار، وطن، ندای خلق، ولس، نيلاب اود دموکراسۍ په لسيزه کې افغان مهالنۍ، مساوات، روزګار، افغان ملت، خلق، پرچم، شعله جاوېد، پيام وجدان، ګهيځ، ترجمان، مردم، ملي اتحاد، ملي جبهه، صدای عوام او نورې يادولی شو چې د تاريخ په دغه پړاو کې پخپلو خپرونو پيل وکړ.»()
په توند مهالو، مينځ مهالو، په شخصي او رسمي خپرونو کې ډېرې داسې خپرونې وې چې د حکومت په کړو وړو يې خپل غبرګونونه ښودل. ان دا چې د انيس خپرونې هم د مير غلام محمد غبار د «اقتصاد» تر سرليک لاندې مقاله چې د حکومت اقتصادي پلان پکې غندل شوی وه خپره کړه.
که څه هم په مقاله کې د عبدالمجيد زابلي په اقتصادي پاليسي نيوکه شوې وه، خو د خلکو لپاره د پام وړ وګرځېده. يوه بله مقاله چې له سخت غبرګون سره مخ شوه هغه د غلام حسن ساپي ليکنه وه چې د «موی مبارک»تر سرليک لاندې يې د «انګار» په مهالنۍ کې خپره کړه.
په دغې ليکنې کې داسې ټکي ول چې د ولس غبرګون يې را وپاروه. را واخله چې «موی مبارک» د حضرت د تخرګ وېښته دی…
د ويښ ځلميانو غورځنګ چې لومړنی سياسي خوځښت ګڼل کېږي د يو شمېر ليکوالو او شاعرانو پر مټ يې بنسټ کېښودل شو چې نامتو غړي يې دا وو.
ګل پاچا الفت، قيام الدين خادم، عبدالرؤف بېنوا، نورمحمد تره کی، فيض محمد انګار، حاجي محمد انور اڅکزی، او نور لکه همدرد، بړېڅ، ويسا، زرملوال، د دې ګوند يوشمېر نور غړي او پلويان دغه سياسي او ټولنيز شخصيتونه ول: سيد شمس الدين مجروح، ارسلان سليمي، عبدالحی حبيبي، غلام حسن ساپی، قاضي بهرام، عبدالشکور رشاد، عبدالعزيز خاورې، موسی شفيق، ناصر خان مومند، نور احمد شاکر، عبدالرازق فراهي، محمد علم بڅرکی، محمد حسن ريدي، محمد نور علم خان، ګل شاه خان ساپی، غلام محمدخان پوپل، اغا محمد کرزی، محمد طاهرخان ساپی، نېک محمد پکتيانی، نور محمد قاضي خېل، فتح محمد خټکر، ولي محمد، غلام دستګير پوپل، استاد رشتين، عبدالخالق واسعي، محمد علي خان هوتک محمد رسول پښتون، عبدالهادي توخي، محمد ابراهيم خواخوږی، عبدالرحمن محمودي، محمد يوسف، قاضي عبدالصمد، غلام جيلاني، حاجي خدای دوست خان او نور يادولی شو چې شمېر يې له درې سوو نه زيات ښودل شوی دی.
د ويښ ځلميانو په ګوند کې د حکومت د لاسوهنې پر بنسټ خپل مينځي اختلاف را پورته شو او يو شمېر مشران يې ووېشل شول د ساري په توګه د اقتصاد پر وزير عبدالمجيد زابلي تور پورې شو چې د خپل ملګري نور محمد تره کي په ملاتړ غواړي چې په دغه ګوند کې ځانګړی رول ولري.
همدا لامل وه چې د ويښ ځلميانو ګوند په دوه ډلو ووېشل شو. چې يوه ډله د مجيد زابلي په وړاندې را پورته شوه چې موږ عبدالحی حبيبي، عبدالرؤف بېنوا، قاضي بهرام، عبدالهادي توخي، فيض محمد انګار او ګل پاچا الفت يادولی شو.
نور محمد تره کی، غلام حسن ساپی او محمد رسول پښتون د زابلي د پلويانو په نوم بېل شول چې يو شمېر نور بيا نورې انګېرنې لري. محمد داود خان او عبدالمجيد زابلي چې د ويښ ځلميانو له ملاتړو څخه ول د دوی له ملاتړ نه لاس په سر شول.
د «موی مبارک» د مقالې په تړاو غلام حسن ساپی بندي شو او پلويانو يې د استقلال د لېسې په چمن کې د هغه پر ملاتړ را ټول شول. ولې د پوليسو له غبرګون سره مخ شول او د انګار مهالنۍ هم بنده شوه.
خبره يوازې د ويښ ځلميانو د خپرندويه ارګان (انګار) په بندښت پايته ونه رسېده، بلکې د ۱۹۵۱ کال په لړ کې يو د بل پسې ازادې خپرونې د خپرېدو له خنډ او ځنډ سره مخ شوې.
نه يوازې خپرونې تر ګواښ لاندې راغلې بلکې يو شمېر ټولنيز شخصيتونه هم وګواښل شول.
د ويښ ځلميانو د ګوند يو شمېر غړي په کندهار کې ونيول شول، د وطن او خلق، په ټوله کې د غبار او محمودي پلويان هم يو د بل پسې زندان ته ټېل وهل شول.
ملي کلوب: د سردار محمد هاشم خان له ګوښه کېدو وروسته سردار محمد داود خان او سردار محمد نعيم خان ځانونه يوازې ليدل.
له يوې خوا سردار شاه محمود خان پياوړی کېده، خلکو او سياسي کړيو د ده ستاينه کوله. له بلې خوا د سردار محمد هاشم خان غندنه او دی يې يو ديکتاتور باله. د هېواد ګڼشمېر روڼ اندو، روښان فکرو او د سياسي پوهې څښتنانو د شاه محمود خان د صدارت د مهال د دومکراسۍ، د ډله ييزو رسانيو خپرېدل، د ملي شورا د اومې (۷) دورې هاندې هڅې، دا ټول هغه څه وه چې د نوي صدراعظم چلن يې د هرې ورځې په تېرېدو پياوړی کاوه.
سردار محمد داود خان او سردار محمد نعيم خان د خپل سکني تره محمد هاشم خان په سلا د لنډ مهال لپاره يو د بل پسې د دېپلوماتيکو دندو په منلو لندن او پاريس ته لاړل.
عبدالمجيد زابلي چې د محمد هاشم خان له ډېرو باوري کسانو څخه وو هم د يوازي توب احساس کاوه، که څه هم د کابينې له هغو څو کسانو څخه وه چې نه يوازې د اقتصاد وزير وه بلکې په اقتصادي چارو کې د وزيراو د يوه ګروپ مشري هم په غاړه درلوده.
ده په پټه يا ښکاره د يوه سفر په پلمه له سردارانو سره په بهر کې وليدل… له سلا او مشورې وروسته د ۱۹۴۹ کال په شاو خوا کې بېرته هېواد ته را ستانه شول.
دوی چې په افغانستان کې کومې سياسي هلې ځلې او پرمختګونه وليدل نو بيا يې د يو شمېر نږدې پلويانو پر مټ د «ملي کلوب» بنسټ کېښود.
محمد حسن کاکړ په خپل کتاب کې د «سپين» له خولې کيسه کړې ده چې:
«محمد داود د خپل ناسکه تره شاه محمود په صدراعظمي کې د «ملي کلب» يا ملي ټولنې په نامه د نفوذ خاوندان پر ځان ټول کړي وو، په واقع کې د صدراعظم شاه محمود او پاچا محمد ظاهر پر ضد «توطيې» لپاره و، محمد داود د خپلې صدراعظمی په لس کلنۍ دورې کې بله چاره نه لرله، پاچا سره يې خپلې اړيکې ښې وساتې، يوه نوې لاره غوره کړه، افغانستان يې له شوروي اتحاد سره نږدې کړ، د پښتونستان ادعا یې را پورته کړه او ټينګه ونيوله…»()
په دغه کلوب کې يو شمېر سرداران، د حکومت چارواکي او يو شمېر روڼ اندي را ټول وو. مالي لګښت يې د عبدالمجيد زابلي په غاړه وه.
نوموړي کوښښ کاوه چې د ملي ديموکراتيک ګوند په نوم يو دولتي حزب را مينځته کړي نو ځکه يې لومړی پيل د «ملي کلب» تر سرليک لاندې په يوه تشکيل وکړ چې ډېر زر يې خپل ارزښت له لاسه ورکړ.
ولې بيا هم په دغه لنډ وخت کې يو شمېر موخې تر لاسه کړې چې د کلوب غړو به په خپل مينځ کې داسې پروپاګندونه کول:
۱ – د هېواد صدراعظم د پېښو په اړه پرېکنده غبرګون نه ښيي. دی غواړي چې د ډاکتر مصدق پېښې په افغانستان کې را غبرګې کړي.
۲ – د محمد هاشم خان د صدارت په مهال په ټول هېواد کې نظم وه او شاه محمود د هېواد امنيت له ګواښ سره مخ کړی دی… بايد استعفا وکړي.
۳ – محمد داود خان بايد د هېواد صدراعظم شي. لومړی چې د څوګوني ګروپ څخه د امنيتي ګروپ (د څو نورو علي محمد، زابلي، فيض محمد ذکريا) مشر ددې وړتيا لري چې صدراعظم شي.
کله چې شاه محمود خان صدراعظم له دا ډول پېښو نه خبر شو کلوب يې د ستر ګو اغېزې وګاڼه او ورورو يې له سترګو غړانده کېده.
په پای کې خبره دېته ورسېده چې د صدراعظم او زابلي تر مينځ په يوې نه خبره زړه بدوالی مينځ ته راغی (۱۹۵۰ کال) زابلي دېته اړ شو چې له وزارت نه ګوښه شي.
د ده په لرې کېدو محمد داود خان او محمد نعيم خان هم کوم غبرګون ونه ښود. عبدالحی عزيز هم د کلوب سياسي جوړښت د قانون خلاف وګاڼه.
د کوم مالي لګښت زياته برخه چې عبدالمجيد زابلي ور کوله هم بنده شوه، ده بهر ته سفر وکړ داود خان غوره وګڼله چې ځان له باچا سره نږدې کړي.
همدا لاملونه ول چې د کلوب بڼه ورورو تته شوه او له مينځه لاړ.
سلام
ستا لیکنه تاریخی بڼه لری زه په دغه ډول دموکراسی هیڅ باور نه لرم .لکه څنګه چې تاسې وایی په افغا نستان کې د کمونزم لپاره ځا ی نه وه همدارنګه ددموکراسی لپا ره هم ځکه د هیواد یوه برخه هم د منلو وړ نه وه سیا ست لوبې خو لا پرخای پریږده
وبښه زه اخلا قا ستا لیکنې ته احترام لرم خو حقیقت چې که یوڅوک ووایی چی سنګروال کیڼ لاسی دی ته به غلی پاتې شې ؟
تاسې یو مایویست ته
څنګه په دې ګڼه او ګوڼه کې کریدیت ورکوی کیڼ یی بولۍ خو تعریف بیا بل څه ورکوی وایی یو پټی رشقه یی وخوړه ته یی لا خوسکی بولی !!! داکتر محمودې دشعلې پیاوی مشروه م. صدیق فرهنګد هم ستر پرچمی وه
حقیقت باید پټ پاتې نشی مهمه نه ده چې څوک د او څه ډول قدرت لری
ستا لیکنه تاریخی بڼه لری خو زه په خپله دغه ډول دموکراسی باندې هیڅ باور نه لرم .لکه څنګه چې تاسې وایی رښتیا خبره داده چې په افغا نستان کې د کمونزم لپاره ځا ی نه وه او همدارنګه ددموکراسی لپا ره هم ځکه د هیواد په هېڅ برخه کې هم د منلو وړ نه وه سیا ست لوبې خو لا پرخای پریږده
وبښه زه اخلا قا ستا لیکنې ته احترام لرم خو حقیقت دادی چې که یوڅوک ووایی چی سنګروال کیڼ لاسی دی نو ته به غلی پاتې شې ؟
تاسې یو مایویست ته
څنګه په دې ګڼه او ګوڼه کې کریدیت ورکوی کیڼ یی بولۍ خو تعریف بیا بل څه ورکوی وایی یو پټی رشقه یی وخوړه ته یی لا خوسکی بولی !!! داکتر محمودې دشعلې پیاوی مشروه . صدیق فرهنګد هم ستر پرچمی وه
حقیقت باید پټ پاتې نشی مهمه نه ده چې څوک د او څه ډول قدرت لری