د میدان وردک ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم په دې ولایت کې د انټرکلب په نوم د کرکټ شل اوریزې سیالۍ پیل شوې.

دا سیالۍ چې د وردګ ولایت د دوولس ولسوالیو د لوبډلو په ګډون په مرکز میدانښار کې کېږي،د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شوې .

د وردګ ولایت د کرکټ مسؤل ناصر د لوبو د پیل په مراسمو کې وویل: دغه سیالۍ به اته ورځې دوام وکړي او هره ورځ به دوه،دوه سیالۍ د لوبډلو ترمنځ ترسره شي،چې د دغه سیالیو موخه د هېواد په کچه انټرکلب سیالیو کې د بریالۍ لوبډلې ګډون دی.

د میدان وردګ ولایت سکتوري رئیس غزني ګل ځاځي چې د ولایت مقام په استازۍ یې خبرې کولې وویل: لوبغاړي دي،چې د سولې او خوښې خبرونه موږ ته راکوي.

ده وویل: په وردګ ولایت کې ټولو لوبو ته ځانګړې پاملرنه شوې،چې اوس مهال د کرکټ یو نړیوال لوبغالی هم منظور شوی،چې ډیر ژر به یې عملي چارې پیل شي.

ښاغلي ځاځي له ټولو لوبغاړو غوښتنه وکړه،چې د لوبې ترسره کولو پرمهال له غوره اخلاقو څخه کار واخلي او یواځې،یواځې د خپلې بریا په فکر کې ووسي .

ده ژمنه وکړه،هغه لوبډله چې د دغه سیالیو اتلولي ترلاسه کړي،د ولایت مقام له لورې به ورته ځانګړې ډالۍ ورکړل شي.

3 thoughts on “په وردک ولایت کې د ۱۳ ولسوالیو د کرکټ ټورنمنټ پیل شو”
  1. کله کله ډیر خوشحاله شم اوکله بیا وایم چی دا دلوبو پیشرفتونو به په میدان ښار کی نه وی دابه دافغانستان کومه بله سیمه کی وی خو چی کله ورته ځیر شم نو بیا وایم چی رښتیا به وی ځکه په میدان ښار کی خو بغیر له ټوپک اوانتحار نه بل کلچر نه چلیژی هلته خو هره ورڅ یوه ښڅه کونډه کیژی اویوپلار بی زویه کيژی بیا وایم چی دابه دروغ وی څوک به ټوکی کوی خوپه هر صورت ای دمیدان ښار ځوانانو تاسو په یویشتمه پیړی کی ژوند کوی دادکمپیوتر عصر دی دنیا ډیره مخکی تللی مونژ اوتاسو ډیر وروسته پاتی یاستو داسی نه شی چی نه به مو دنیا نصیب شی اونه اخرت دالله پاک هغه څوک ډیر خوښیژی چی هغه ډير زحمت باسی اودخپل لاس له تڼاکو یوه مړی ډوډی لاس ته راوړی .
    په هرصورت داډیر دخوشحالی ځای دی چی داسی ځوانان شته چی داتلولی لپاره ځان چمتوکوی انشاالله هغه ورڅ به لری نه وی چی دمیدان ښار تیم به خپل کور ته اتلولی راوړیږ
    په درنشت
    عبدالهادی

  2. په زړه پورې خبر دی خو په وردګو ولایت کې ۱۲ یا ۱۳ ولسوالۍ نشته هلته ۸ ولسوالۍ او مرکز دی

  3. خوخ يم داسى يو خبر آورم، د ميدان وردگو زوانانو تعليم مو سيالانوي او جنگ بدبختي دركوي او نور مو نو خپل كار چى كوم ته مخه كوى… جنگ وشرى او طالب ظالم له خپلو كلو او كورونو وزغلوى… منته

ځواب ورکول م.خ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *