محمد عارف رسولي

لیکوال : محمد عارف رسولي –

سریزه

ټول مینه وال خبر دي چې زموږ په ولایت کې نوئ پوهنتون منظور شوئ دئ او که خدای کول زر به په کار پیل وکړي. که څه هم اوس د لوړو زده کړو انستیتوت نوم ورکړشوئ ځکه د پوهنځیو تعداد او یو څو نور شرایط یې تراوسه نه دي پوره شوي. دا شرط به هم تریوه کاله پوره او د پوهنتون درجې ته به ارتقا وکړي.

په دې لیکنه کې هڅه کوم چې په دې اړه، د سیمې د خلکو، مشرانو، پوهانو او ځوانانو پام یو څو ټکو ته را واړوم. پوهان وایي که څوک کوم لرلید ونلري نو هغه نه پوهیږي چې کومې خواته ځي او کیداي شی هیڅ ځای ته هم ونرسیږي. د دې لیکنې موخه داده چې د وردګو او میدان د پوهنتون لپاره زموږ د ولس لرلید او موخې وړاندې کړم، دا به پوره نه وي خو لږ تر لږه به په دې هکله یوه بحث پیل کړو. هیله لرم چې زموږ دیني عالمان، زموږ د سیمې ټول قومی مشران، عملي شخصیتونه، لیکوالان، درانه استادان، ګران ځوانان او ټول ولس په دې هکله په احتیاط سره امید ولري او مثبت فکر وکړي. تمه ده چې هغوي به دا بحث تکمیل کړي ترڅو موږ ټول د سیمې خلک او اړین دولتي چارواکي په آخر کې ټول دخپل پوهنتون په هلکه یو ګډ لرلید ولرو او ورته کاروکړو.

همدارنګه هڅه کوم ترڅو هغه موخې او فعالیتونه چې اړین دي ترڅو موږ خپل لرلید او آرمان ته ورسوي هم په ګوته شي او ښه تیاري ورته ولرو.

بله موخه داده چې ممکنو ستونزو ته هم اشاره وکړو، په وخت ورباندې خبر شو چې خدای مکړه د بیغورۍ له کبله مو له ښو لاسته رواړنو څخه محروموي او ان د لرلید او موخو ته له رسیدو مو راګرزوي.

موږ ټول پوهیږو چې داسې یو مهم آرمان ته لکه د یوه بریالي پوهنتون تاسیس زیات وخت، د اړینو خلکو نه ستړې کیدونکې هلې ځلې، ګډ کار او نورو ته اړتیا ده. نو ځکه زه وړاندیز کوم چې سر له اوسه په دې هکله منظم کار وکړو ترڅو خپل آرمان ته ورسو.

زموږ لرلید او لاسته راوړل یې

د وردګو او میدان ولسونه ښه انساني سرمایه لري او په پوهه مین خلک دي. د دې پوهنتون لپاره زموږ د خلکو لرلید او آرمان دادئ چې تر راتلونکو پنځلسو یا شلو کلونو پورې به انشا الله د علومو، دعوت، فنونو، ادب، کلتور، څیړنو او پرمختګ یو سیمه ایزاو ملي مرکز شي. یقین لرو چې که الله تعالی ته منظوره وي د دې پوهنتون وړانګې او انوار به زموږ په کور، کلي، ګاوند، سیمه، ولایت او ټول هیواد کې خورې شي او زموږ په اوسنیوځوانانو، راتلونکو نسلونو او زموږ په تاریخ باندې به غوره اغیزې و شیندي.

دلته که موږ د خوست ولایت د شیخ ذاهد د پوهنتون اهمیت ته د خوست په ټولنه کې ځیر شو او دنورو ترڅنګ دهغه پوهنتون تاثیر د سږکال په ټاکنو کې وارزوو نو په مثبت رول یې له ورایه پوهیږو. ځکه هلته د لسو زرو په شاوخوا کې محصلین، استادان او کارکوونکې ژوند کوي او له خلکو سره په اړیکه کې دی او ارومروتاثیر لري. تراوسه لا دا مثبت اثر ښه نه څرګندیږي که موږ د لسو تر شلو کلونو وروسته وخت نظر واچوو بیا به هلته خبره بیخي بیله وي او خوست به انشا الله تعالی د علم، ادب، شعر، هنر، اقتصاد او دعوت مرکز وي.

زموږ د پوهنتون د بریالي کیدو لپاره د هڅو یوه بله ګټه به دا وي چې موږ به په ګډه یو داسې پلتفورم او د پرمختیاي موخو د تعقیبولو لپاره یو علمي بحث رامنځ ته کرو چې هلته زموږ کدرونه یوځای فکر او ګډ کار وکړي. خپل نظریات، لرلیدونه، موخې او پلانونه بیا بیا وارزوي او اصلاح یې کړي. په دې توګه به زموږ ډېر ځوانان له یو بل سره ښه بلد شي، ښه پلانونه به جوړ او یوه پرمختایی پروسه به رامنځ ته کړو. خو دا هلته کیدئ شي چې موږ د ګډ کار تلوسه ولرو او وخت ورته ورکړو.

موږ ښه خبر یو چې پورته لرلید او آرمان په لمړي سر کې یو خوب او خیال غوندې مالومیږي او ورته نژدې کیدل څه آسانه خبره نده خو ناشونې هم نده. پوهان وایي چې که ټولنې، دهغوي پوهان او مشران يې په ګډه هوډ وکړي او په تل پاتې او نه ستړې کیدونکي توګه ځانته لوړ لرلیدونه وټاکي او خپل اوسنئ حالت هم په نظر کې وساتي نو یوه ګډه انرژي راخلاصوي او ستر ستر اهداف لاسته راوړئ شي. سوال دادئ چې آیا زموږ سیمه اوس دا توان لری چې دا کار وکړي؟ زه وایم ما چې په دې آرمان پسې غوټه وهونکي یو څو ښکیل ځوانان او مشران، د پوهنتو رئیس او نور د سیمې خلک او دهغوي پوهه، کلک هوډ لیدلي دي زه پوره ډاډه یم چې د دې امکان لرو. همدارنګه پوهان وایي د زرهاوو میله مزل په یوه ګام پیل کیږي. تصمیم د بري لمړي شرط دئ او که کلک هوډ، ښه پلان او ګډې هڅې وکړو موږ هم دا مزل وهلئ شو.

علمي او کره خبره ده چې د داسې یوه مرکز د رامنځ ته کیدو لپاره یوه مناسب بستر ته اړتیا ده او دا د دولت، د سیمې د خلکو او ولس، ځوان کهول او د سیمې د پوهانو او شته استادانو په مرسته بیخي ممکنه خبره ده. که موږ ټولو د دولت ترڅنګ د پوهنتون په وده کې هڅه وکړه او خپل رول مو ادا کړ، پانګوالو مو مالي مرسته وکړه، پوهانو او استادانو هلته درس ورکړ، د ادبی او کره کتنو محفلونه مو پکې جوړ کړل، علمی سیمینارونه او کنفرانسونه مو پکې راوبلل نو خپل لرلید ته به ورنژدې کیږو.

همدارنګه، د پلان کولو علم موږ ته راښیي چې لرلید او آرمان ته د رسیدو لپاره اړینه ده چې ټاکلې پایله لرونکې موخې، سنجول شوې فعالیتونه و ټاکو او اړینې زیرمې او کدرونه ورته پیدا کړو. ځینې ټولنې او سیمې لوړ لرلیدونه لري خو خپل اوسنئ حالت په پام کې نه نیسي، هغه ته درسیدو لپاره کومې ټاکلې او پایله لرونکې موخې نه ټاکي، کوم ټاکلي او پلان شوي فعالیتونه نه کوی او دهغوي لرلید او آرمان هم د یوه تش خوب او خیال به کچه پاته کیږي. ځینې نور خلک او ټولنې بیا نن دې او سبا هغه بل کار ته لاس اچوي خو لرلید، موخه او پلان یې مالوم نه وي. داسې تولنې او خلک هم څه نه ترلاسه کوي. خو که مو خپل لرلید په ګډه وټاکه، ورته مو پایلې لرونکې موخې، سیي فعالیتونه پلان کړل نو بیا به سیي لاره روان یو ځکه زموږ د ولس یوعام متل دئ چې غرکه لوړ دئ خو په سریې لار شته. د بشر تاریخ موږ ته په دې هکله ښه درس راکولئ شي خو که وغواړو.

لرلید ته د رسیدو لپاره موخې ټاکل

علمي پلان کول زموږ او ورته ټولنو لپاره یوه نوې خبره او پروسه ده او زما په نظر دلته لوی خطر همدغه دئ. مطلب ویره شته چې د ډېرې تلوسې او نیکو هیلو سره سره زموږ لرلید د خوب په شکل پاته شي که چیرې موږ د یوه علمي پلان له مخې پرمخ لاړ نشو. اړینه ده چې لمړئ په دې ځان پوه کړو او بیا پرې عمل وکړو او په سیمه او هیواد کې یوه نوې پروسه پیل کړو. پوهیږو چې پورته لرلید ته د رسیدو لپاره به ټاکلې موخې ټاکو. دا موخې به مرحله وار او په ګډو ورکشاپونوکې ټاکو او مشري او ملکیت به یې د پوهنتون له ځوان او له هیلو ډک رئیس او د ده د ادارې وي.

دمثال په توګه کیدئ شي چې د لاندې موخو لپاره پلان جوړ کړو چې د پوهنتون لپاره د مناسبو بیخبنایي جوړښتونو لپاره له دولت سره څنګه مرسته وکړو. له لمړي سره د درسي خونو او لیلیې ترڅنګ دې یوې لوېې کتابخانې، د کنفرانسونو او سیمینارونو تالارونه، د مارکیټ، د استادانو د کورونو، د سپورت میدان او سهولتونه، شنه ساحه او نور په نظر کې ونیول شي او په کراره جوړ او تکمیل شي.

د رسمي اکادیمیکي درسونو ترڅنګ په اړوندو مسئلوعلمي سیمینارونه، کنفرانسونه، د کتاب مخکتنې، کره کتنې، د مقالو لیکلو، مشاعرو، مدني کارونو او کلتوري غونډې په پوهنتون کې جوړکړو. دلته به ځوانان د ګډ کارپه ګټو، درهبرۍ په مهارتونو، له خلکو سره دکار او اړیکو نیولو سره آشنا کیږي. دبریالیو ځوانانو، ټولنیزو وتلو او ښو لاسته راوړونکو کسانو لپاره ستاینلیکونه، نمانځ غونډې او نوربه را بولو. کله چې موږ دا کارونه وکړل نو ورپسې د نوروټولنیزو، کلتوری، اقتصادی، سیاسی، روغتیایی او کرنیزو پرمختګونو لپاره ښه زمینه برابریږی.

زموږ بله موخه به دا وي چې د هیواد له هر هغه ځوان سره چې دلته درس وايي په خپلو ټولو معنوي امکاناتو مرسته وکړو ترڅو له خپلې راتلونکې ډاډه وي. بیا به دا علمي مرکزنیک شهرت پیدا کړي او ملت به ورباندې ډاډه شي. همدارنګه، زموږ موخه داهم ده چې څنګه د دې علمي مرکز پروژه د سیمې هر وګړي او خلکو ته پوره ګټه ولری. د هغوي لپاره د کار، اقتصادي راکړې ورکړې، درس او اړینو سهولتونوته لاسرسئ او نور په پام کې ونیول شي ترڅو هغوي د پوهنتون سره همغږې وي او خپل یې وبولي. باید عام خلک د دې علمي مرکزپه عامه او معنوي ګټو خبر کړو.

د موخو په لړۍ کې باید هڅه وکړو چې پوهنتون ته استاد، محصل او کارمند، علمي غونډو او سیمینارونو ته خلک په آسانه تګ راتګ وکړئ شي. علمي ناستوته د عامه خلکو او ځوان کهول لاسرسئ په رسمي توګه منظور او آسانه شي نو بیا به موږ خپلو ایدیالونو ته نژدې کیږو. دا هلته کیدای شي چې موږ د کابل ښار له کمپنۍ څخه د دولت په مرسته دا دوه لینه سرک تر میدانه ښاره او یا ترپوهنتونه وغزوو. د ملي بس د ورتګ رسمي اجازه واخلو او په کار پیل وکړي. همدارنګه که ممکنه وي د سیمې له خلکو سره په ګډه هلته د کورونو او ښارګوټي په هکله فکر وکړو ترڅو یو مناسب ماحول جوړ شي.

د دې علمي مرکز به انشا الله دومره پالنه کوو ترڅو زمو د بزګرانو، مالدارانو او باغدارانو ته عملي او علمي مشورې ورکړې، زموږ د صنعت کارانو سره د ستراتیژیکو پلانونو، او بسنس پلانونو په تیارولو کې مرسته وکړي. په مالیزیا کې کلونه مخکې د یوه پوهنتون استادانو او د یوه صنعتي پارک مسولینو په یوه نژدې رستوران کې ډوډۍ خوړه او د نظر تبادله یې کوله. دلته علم او سرمایې لاس سره ورکړ، ګډ سوچونه پیل شول. دې دومره پرمختګ وکړ چې نن سبا د کمپیوټر جوړولو د مهم نړیوال شهرت لرونکي مرکز یا په امریکا کې د سلیکان ولي سره سیالي کوي. موږ ولې داسې لرلید ونلرو او ورته د رسیدو لپاره هڅې ونکړو.

احتمالي ستونزې

دلته که له پیل څخه د یوه سيي لرلید او پلان له مخې په ژمنتیا کار ونکړو او یوازې دولت ته یې پریږدو، په منظمه توګه یې تعقیب نکړو نو خدای مکړه د دې خطر شته چې سیي پانګونه ورباندې ونشي، سیي اړینې آسانتیاوې لکه کافي برق، اوبه، تعمیرونه، د ترانسپورت سهولتونه، د استادانو کورونه او یو سیي علمي ماحول رامنځ ته نشي نود ظرفیت لرونکي استادان به نه ورځي، لایق محصلین به نه ورلیږل کیږي، ځان به ورڅخه بدلوي، پریږدي به یې او یا به یې سویه ټیټه وي او بد شهرت به پیدا کړي. د داسې یو پوهنتون په سمه لاره روانول نو بیا آسانه کار نه دئ. په داسې حال کې امکان شته چې خدای مکړه دا د ډانګه یانو، چرسیانو، چاقو کشانو، قمار او نورو بدو کارو مرکز شي.

وړاندیزونه

  1. خپل لرلید نور هم بډای کړو، په ګډه د یوه منظم پلان په اساس موخې او فعالیتونه چې په موږ پورې اړه لري روښاه کړو او په کلکه ورته کار وکړو.
  2. هغه کارونه چې په دولت پورې اړه لري ښه یې له اړینو چارواکو سره تعقیب کړو او هغوي په پرله پسې توګه وهڅوو چې په وعدو عمل وکړي
  3. د دې لپاره چې پورته خطرونه لیرې او خپلو ټاکل شوو لرلید او موخو ته ښه ورسیږو او له پورته خطرونو څخه ځان او خپل پوهنتون د دولت په مرسته بچ کړو اړینه ده موږ هر یو په تیره بیا ځوان کهول پوره ژمن شو او د مسؤلیت احساس وکړو.
  1. ټول ومنو چې ترټولو لمړئ په ځان کې سيي او ژور بدلون راولو او هریو له ځان سره ووایو چې زه ژمن یم، دا او هغه کولئ شم او امیدوار پاته کیږم. دا پروسه په علمي توګه، دسیي پلان کولو په پایله کې بریالۍ کړو او ورته ژمن پاته شو.
  1. هڅه وکړو چې تل د پوهنتون له ادارې سره په تماس کې وو، وړاندیزونو ته یې غوږ ونیسو، تر وسه ورسره مرسته وکړو
  1. د پوهنتون د پرمختګ او بریالي کولو لپاره د ټاکلي مهال ویښ له مخې اړینې غونډې وکړو، کارونه وارزوو، خنډونه او پرمختګ ته ځیر شو او اصلاح راولو.
  1. دا به یو ملي پوهنتون وي خو معنوي ګټه به یې زموږ ولایت او سیمه ته ډېره رسیږي نو د ولایت د ټولو قومونوله درنومشرانو، وکیلانو صاحبانو، پوهانو، استادانو او ځوانانو هیله ده چې د خپل پوهنتون او علمي مرکز په بریا کې په ګډه بې سارې ونډه واخلي.

دیوه مستقل، په ځان بسیا او سرلوړي افغانستان په هیله

محمد عارف رسولي

کابل- افغانستان

د عقرب ۱۵ نیټه ۱۳۹۳ کال

2 thoughts on “په وردګو او میدان کې د نوي پوهنتون لپاره زموږ لرلید”
  1. یره وروره زه چه دا د ملک وضیعت ګورم او زمونژ نیتو ته الله خبر چه وبه شی کنه ، زمونژ په ټولنه که تعصب ډیر دی غیر دخپل ولایت نه بل ځو ک ګرسره پیژنو نه، ستاسو د کابل پوهنتون وګوری هردیپارتمنت په یو قوم پوری تعلق لری د بل ژبی یاقوم خلک که استاد کیدی نشی ، جلال ابا د پوهنتون وګوری هلته تنظیمونه دی هر پوهنڅی په یو خاص حزب پور اړه لری، همداسی کندهار پوهنتون خو بیخی په تعصب کی نوم لری د نورو ولایاتو د محصلینو سره، پولیتخنک خو پریژده، نو استاده زه که رشتیا د زړه خبره درته وکړم بیخی د زری برابر امید نه لرم چه دا ملک د جوړ شی .

  2. رسولی صاحب ډیره باارزښته لیکنه مو کړیده. خدای دی زمونږه ټولو مشرانو ته دا توفیق ورکړی تر څو د ځوانانو په روزنه کی ستاسو په شان ګامونه پورته کړی. رښتیا هم د هر کار په پیل او عملی کولو کی لرلید ډیر مهم او د پام وړ ټکی دی. که یو څوک د یو کار په کولو کی لرلید ونه لری نو هسی خوشی چټی به لګیا وی، کار او زحمت به یی هیڅ پایله نه لری. که چیری زمونږه او ستاسی لرلید دا وی چی په لسو تر پنځه لسو راتلونکی کلونو پوری باید داسی پوهنتون ولرو چی له هیواد څخه نیولی بیا د سیمی په سطحه رقابت وکړی، نو لری نه ده چی مونږه به دی موخی ته رسیږو. که رښتیا هم وردګ وغواړی چی یو ښه او باکیفیته پوهنتون ولری نو هیڅ د امکان څخه لری نه ده. ځکه پوره انسانی منابع لری او د کابل پوهنتون ورته نږدی واقع دی کیدای شی چی استادان ورته د درس ورکولو لپاره له هغی ځای نه راشی. همدارنګه هغه وردګ چی په خارجی هیوادونو کی په اکډمیکو او یا غیر اکډمیکو کارونو باندی بوخت دی کولای شی پوره مرستی ورته راجلب کړی. خو یوه خبره ده تر وسه باید کوښښ وشی ترڅو پوهنتون له سیاسی او نوروو رقابتونو لری وساتل شی د سرلوړی افغانستان په هیله

ځواب ورکول ص خرم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *