د ميدان وردګو ولايت مقام او د دې ولايت د اطﻻعاتو او کلتور رياست په پام کې لري څو د افغانستان د خپلواکۍ د ٩٦ کليزې په مناسبت په ياد ولايت کې ستر فرهنګي او ملي جشن په لاره واچوي، د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي دغه جشن څخه موخه يې په وولس کې د هېوادپالنې او خپلواکۍ  د روحيې پياوړي کول اود اعلى حضرت شاه امان الله خان د هڅو اوسرښندنودرناوى دى، چې له امله يې افغان وولس د انګريزي استعمارڅخه ازادي وګټله.

د ياد ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس اورنګ مختار ووېل: په دغه جشن کې به  مشران  د خپلواکۍ  په اړه ويناوې وکړي ، ځوانان ماشومان به د تمثيلي پارچو، ترانوله لارې د ازادۍ د ګټلوپه اړه خپل فرهنګي فعاليتونه ترسره کړي، څو وولس پوه شي چې خپلواکي ګټل اوساتل د اوسنيو نسلونو ستر مسئوليت دى.

د ميدان وردګو ولايت د ورزش آمر عين الله حقبين ووېل د دې ستر جشن لپاره يې د پهلوانانو او ورزشکارانو بېلابېلې ډلې چمتو کړي چې شمېر يې ١٥٠ تنو ځوانانو ته رسيږي.

د جهانګير په نامه يو تن ځوان ممثل پخپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړه او د افغانستان د خپلواکۍ ٩٦ کليزه يې د ده په ژوند کې يوه مهمه ورځ وګڼله چې په وينا يې د ى د دغې مهمې او تاريخي ورځې په اړه په دې جشن کې د يو لوبغاړي ممثل په توګه ګډون کوي.

نوموړي له ځوانانو وغوښتل څو د هېواد دخپلواکۍ په دې ستر جشن کې له دوى سره ګډون وکړي.

د  ټولو غږيزو،انځوريزو ، چاپي اوبرښنايي رسنيو کارکوونکي او د دې جشن مينه وال کولاى شي په دې جشن کې له موږ سره په ټاکلي وخت برخه واخلي.

One thought on “په وردګو کې د ازادۍ جشن لمانځل کيږي”
  1. مبارك مو شه،او د ولايت ټولو كاركونكو ته د الله ج نه بريالى توب غوا ړم ځكه نن سبا ملى احساس بيا را ژوندى كولو ته ا ړتيا لرى؟

ځواب ورکول اسماعيل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *