په ميدان وردګو کې تېره پنجشنبه د کانکور امتحان واخيستل شو. ما د سيدآباد د عالي ليسې له هغو استادانو څخه چې له زده کوونکو سره يې د کانکور امتحان ته تللي وو، په وردګو کې د سږني کانکور د څرنګوالي په اړه پوښتنه وکړه، هر يو راته وويل: «ډيره ګډ وډي وه.»

د وردګو ډیری چارواکي او پیسه داره خلک په کابل کې اوسيږي. دوی خپل هغه زامن چې دولسم ټولګي ته تللي، وردګو ته لېږي او غواړي چې دولسم ټولګی په وردګو کې ولولي.

څو تنه پېژنم چې د خپلو وروڼو، ورېرونو، ملګرو او… په ځای يې امتحان ورکړی او دا ځل يې هم ورکړ. دغه چاره نه یوازې په وردګو کې بلکې په ډیرو ولایتونو کې سرته رسيږي خو په وردګو کې په ډیره آسانۍ سره، بې له کومې ستونزې.

کله چې د کانکور پرسږن نتايج را ووتل، يوازې د سيداباد د عالي لیسې څو دیرشو تنو ته بورسونه راغلل، په دې کې له نيمايي ډیر هغه کسان وو چې يا يې په ځای بل چا امتحان ورکړی و او یا يې د پيسو په زور ټول سوالونه صحيح حل کړي وو.

«…چې څنګه يې فورم راکړ، مسج راته راغئ:

۱: ۳

۲: ۴

۳: ۱

۴: ۱
.

.» دا پرسږنه خبره ده. پورتنی مسج نه يوازې زما د ماما زوی بلکې ډیرو نورو هغو کسانو هم تر لاسه کړی و چې د مسج بيه يې  ورکړې وه.(۵۰۰ ډالر)

د کانکور پرسږن سوداګر سږ هم له یو نوي ميتود سره بازار ته راووت چې د پروسږ په پرتله يې ډیر خريداران پیدا کړل، ځکه چې پروسږ اخيستونکی مجبور و چې له مسج څخه سوال ځواب کړي خو سږ يې حل کلي تر لاسه کوله.

د دا ډول کارونو په ليدلو سره ټول دا مني چې:
بې له واسطې نه کاميابېږې او چې پیسې و نه لرې، کوم ځای ته نه رسېږې.

پورتنۍ خبرې د هر ځوان د پرمختګ لپاره يو لوی خنډ دی، هغه که خان وي که غريب، که واسطې واله وي، که بې واسطې. خان او واسطې واله کوښښ ځکه نه کوي چې واسطه او پیسې لري. غريب او بې واسطې واله بيا وايي: «پويه په درد نه خوري، ټول کار واسطه او پيسه کا.»

له کانکور څخه ډیرو راغلو راته وويل: «چې کانکور ته هېڅ درس و نه وايې، په وردګو کې کانکور پوی او ناپوی نه پېژني.» دا خبره دوی ځکه کوله، چې له پويو څخه ناپويو ډير سوالونه حل کړي وو.  پوی شاګرد پوی شاګرد ته په نکل ورکولو يو څه بخيلي کوي، خو پوی شاګرد ناپوی شاګرد ته په خلاصه ټنډه هر سوال ځوابوي نو ځکه خو يې… .

له دې ګډ وډيو څخه ځينې شاګردان خوشاله وو او ځينو بيا ويل: «کاش کانکور مې په کابل کې ورکړی وای.»  خوشاله هغه کسان وو چې په مکتب کې په ټېله روان وو او خپه يې بيا هغه وو چې په مکتب کې به د خپلې پوهې په زور په ښو نمرو کاميابېدل.

12 thoughts on “په وردګو کې کانکور پوی او ناپوی نه پېژني! وحید الله اکسیر”
  1. په داسې ليکنو کولو به تاوان وکړې ته خبر یې که نه چې په نور ولایتو کې څه حال دی نه پوهيږم چې چا پیسې درکړې دي خو مونږ له تاند څخه غوښتنه کوم چې داسې ليکنې خپرې نه کړي چې د پښتون قوم په ضد وي او اوس له تاند څخه دا پوښتنه چې ولې د داسې لیکنه خپره کړه چې يو قوم ته پکې سپکاوی شوي ځواب غواړم

  2. دا هیڅ واقعیت نلری دا تیرو لسو کالو کی چی دوردګو د پوهنی په برخه کی کو مه ضربه لیدلی ده دهیواد یو ولایت هم نده لیدلی داټول دتا شخصی نظر دی او واقعیت نلری

  3. سلامونه اونیکی هیلی
    داستا خبره تر ډیره دمنلو وړنده اول دا چی تاسو لیکلی چی اکثره پیسه داره او چارواکی یی خپل زامن ددولسم ټولګی دفارغیدلو په خاطر وردګو ته استوی دا هیڅ امکان نلری چی په دناامنه حالت کی دیو چارواکی زوی ددرس لوستلو لپاره وردګو ته واستوی او بل داچی ستا له لیکول دتعصب بوی راځی نو هیله درنه کوم چی له بی ځایه لیکلو څخه ډډه وکړی

    مننه

  4. محترم اکسیر وروره ډیره اشتباه دی کړیده که چیرته د وردګو ولایت شاګردانو د کانکور د سوالونو کلی پیدا کړی وای او یا هم د مسج په واسطه خپل سوالونه حل کړی وای دوی به د دایکندی ولایت په شان ټولو شاګردانو له دری سوه څخه زیاتی نمری ترلاسه کړی وای او ټول به طب او انجنیری ته کامیاب وای نه پوهیژم په دی کړیدلی ولس پسی ولی هر خاین را اخستی او په آرام یی نه پریژدی

  5. اکسیر صاحب ته د اول زما سلام ورسی. او وروسته له سلامه کیدای شی چی دا راته ووایی چی کله چی ټول ولایت ته په یوه کال
    کی د کانکور په اساس 30 بورسه ورکول کیږی تنها یوی لیسی ته څو دیرش بورسه ورکړل شی.

  6. ولی ؟؟؟؟
    گرانه ستا څوومه څیړنه ده چی تر وردګو ولایت پوری را ورسیدی ؟؟؟
    اول خو ستړی مشی ،ستړی مشی می ځکه وکړه چی شاید ډیری څیړنی دکړی وی اوس نو به ستومانه وی نو ښه راغلی ته څه ویلو مخکی درنه دڅو ولایاتو پوښتنه کوم چی هلته دکانکور څه حال وو..؟؟
    دایکندی
    پنجشیر ،بامیان ، تخار، بدخشان، پروان، غور، هرات،بادغیس،… حداقل دیوڅو په اړه خو راته مالومات راکړه بیا به زه خپله درته د وردګو دکانکور په اړه داسی ووایم چی څیړنه دبیخی له واقعیتو تشه او له زوره ،دوکه او بخل نه ډکه ده .فرض کوو چی همدا ته چی وایی داسی شویدی بیا دیو معلیم سر خوږ شی چی دخپل شاګردپسی…. آیاڅو دریرش بورسونه چی تنها سیداباد لیسی ته ورکړل شی پس ۸ولسوالی دی او هره ولسوالی کی حداقل ۵لیسی دی اوس یی ته حساب کړه چی ۴۰لیسو ته څو دیرش څودیرش بورسونه ورکړل شی ، حداقل ۴۰لیسی ۳۰ بورسونه هری یوی ته ۱۲۰۰ بورسونه کیږی تر ځو دیرشو هم تیریږو …
    ورورکه څه فکر دکاوه چی پدی کم سواد دلیکنه کوله آیا دابه ترتاهم کاڼه او ړانده وګوری ؟؟؟؟؟
    ستا په مفکوره کی دورګو ولایت کانکور باید لغوه شی ؟؟؟؟
    آیا دا فکر دنکړ چی اوس یو ولایت ته ۱۲۰۰ بورسونه دانسان عقل منی آیا ستا منطق همدا دی ؟؟؟؟
    نور دبس دی ورورکه مشوره می دا ده درته که دچاسره کومه دښمنی هم ولری لیکنه پسی کوی حداقل چی لیکنه دکوله په آخر کی د دخپل منطق او عقل سره تطابق ورکوه وروسته یی که خپره کړی هم حداقل هغه خلک چی دموضوع نه نوی خبر شاید ویی منی مګر دمره شاخداره دروغ به حتی ماشوم هم ونه منی !!!!

  7. وحیدالله جانه تاسو تیرکال چیرته وی چه ورته لیکنه مو ګړی وای دداسی ولایتونو څخه دلیسو ټول شاګردان طب انجنیری اونورو پوهنځیوته بریالی شول چه په هغو لیسوکی یواستاد هم ددولسم ټولګی څخه نه وو فارغ شوی اوس چاه مست کړی یی چه داسی لیکنی په یو مظلوم اوبیچاره ولس پسی کوی په دا دومره ناخالویی خوشحاله نه یی؟

  8. ټولو ته سلام، له نظرونو څخه مو تشکر
    عبدالله صيب وېيلي وو چې: څو ديرش بورسونه د يوې ليسې شاګردانو ته؟
    عبدالله صيب! هغه کسان چې بوروسونه ورته راغلل ما شمېرلي نه دي، د سيداباد د عالي ليسې د سږ کال د نتايجو په امتحان کې د همدې ليسې مدير په خپلو خبرو کې وويل چې پروسږ کال يوازې د سيداباد د عالي ليسې ۳۶ زده کوونکو ته چې البته له ۱۲ څخه فارغ شوي وو بورسونه راغلل، په دغو کسانو کې دوه ډلې شاملې وي، يو: هغه چې له ۱۲ څخه په ښه درجه فارغ شوي. بل هغه چې په کانکور کې يې ښې نمرې تر لاسه کړې وې، هغه څوک چې په کانکور کې ښې نمرې تر لاسه کړي .او يو پوهنځي ته کامياب شي، په همغه څانګه کې ورته د يو هېواد بورس راځي
    يو بل ملګري وېيلي وو چې: د دا رنګه ليکنو کول ښه کار نه دئ او تا په وردګو پسې .را اخيستې ده
    ملګريه زه د هر افغان په پرمختګ بيا د وردګ په پرمختګ ډير خوشاله کېږم. ما په مقاله کې هم يادونه کړې ده، هغه کسان چې په کانکور کې يې لوړې نمرې اخيستې ،دي، د هغوی اکثراً وړ کسان نه وو. که د هغو په ځای وړ کسان کامياب شوي وای ستا په نظر ښه به نه وه؟
    .که چېرته مقاله په غور وکتل شي، نه پکې مبالغه شته او نه پکې د چا غندنه او پلوي
    تشکر
    0770129154
    [email protected]

  9. دا لیک وال خو د الله تباه او برباد کړی ما تیر کال له سیداباد نه د کانکور امتحان وکړی خو زه ټول هغه کسان پیژنم کوم چی کامباب شول او کامیاب نه شول تیر کال ډیر کسان نیمه تحصیلاتوته کامیاب شوی و، او نتیجی ډیری خرابی وی ، ته له کوم ځای دا غلت او بی مفهومه خبرونه خپروی چی دیرش کسان یی په بورسونو .، کی لاړل ، هی الله د تا تباه او برباد کړه یو یی هم نه دی تللی دا غلت او بی ځای خبرونه مه خپرو، ایا ته کولای شی چی هغو دیرشو کسانو نه یی یوځو راته په ګوته کړی کوم چی له سیداباد نه په بورسون کی کامیاب شوی و ، نه نشی کولای ځکه چی ځه د لیکلی دی تول غلت او دروغ دی

  10. ښه خبره داوه چه دکانکور تر مخه ددرغلیو اوددرغلیو دزمینه سازیو مخه نیول شوی وای لکه (دکانکورپه صحنه کی دشاګرد سره په مبایل بندیز) اوداسی نور ورته عملونه باید ترسره شوی وای، داچه دکانکور دازموینی څخه وروسته مونږ دښو اوبدو پایلو خبری کوو داپه دي معنی ده چه دکانکور مسولین او دمعارف چارواکی ډیر ضعیف اوډیر بی خبره دی.

    او ښاغلی لیکوونکی ته په ډیر احترام سره وایمه چه ستاسی دغه لیکنه فقط اوفقط دورونودعکس العملونو زیږنده ده

  11. سلامونه اونېکې هیلې،
    ګرانه زماپه اند چې ډېروخت کیږي چې انټرنېټ ته لاس رسی لرې شاید چې لږترلږه ۵ کاله خوبه کیږي، په دغه تېروکالوکې دې دومره فکرنه وکړی اوکه دې فکردومره تیزنه وو؟په هرصورت. دارته ووایه چې دیوه افغان په صفت دلوګرپه باره کې خودې کومه لیکنه نه ده کړې زه فکرکوم چې لوګریان به زموږنه ډېرغمجن وي، داپریږده په هرصورت تېرکال هغه دډایکندي انځورونه خوډېروخلکوولیدل او دنوروولایاتوهم په هدې رقم. یوبل فکرراته پیداشوچې دالیکنه دې په خپل لاس په خپل اندلیکلې ده که دې خوم څه اخیستې دي؟ که ریښتیادومره په وطن غمجن کېږې نوبیاخوډېرې نورې ستونزې هم شته چې قلم یې دلیکلونه عاجزدي په هفه پسې هم وګرځه نورڅه ویل نه غواړم خو، وایم الهم اهدنافی من هدیت.

  12. ګرانه ولی هغه راپورونه نه خپروی چی تنها دیوه مکتب نه ۳۰۰ کسان له ۳۰۰ نه لوړی نمری د کانکور په آزموینه کی وړی
    که تاسی دافکر کوی چی داکار په هغه ولایت کی کیږی چی زمونږ خبر نګاران نشته دی
    نه دا کار په کابل کی کیږی هغه هم داسی چی کله نتایج کابل ته راوړل شی په ډیټابیس کی تنها اوتنها لیکل کیږی چی
    که لیسه/ولسوالی/قوم یی مساوی په دغوسره شول نو اول دوهم یا هم دریم انتخاب ته یی ورکړه

ځواب ورکول ولې د په وردګو پسې را اخیستې؟ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *