تاند- په یوه وسله واله نښته کې، چې د کابل په اریا مېنه کې وشوه، د ولسي جرګې غړې مریم کوفي ژوبله شوه.

په دې پېښه کې چې سې شنبه ناوخته وشوه، په ولسي جرګه کې د تخار ولایت استازې اغلې کوفي ژوبله شوې او روغتون ته وړل شوې ده.

تراوسه پورې د دې برید انګېزه او علت نه دی څرګند.

راپورونه وايي چې له پېښې وروسته اغلې کوفي روغتون ته وړل شوې او ډاکتران وايي چې د هغې ژوند له خطره وتلی دی.

دا پېښه په داسي حال کې کېږي چې نن سهار د فواید عامې وزارت یو معین په خیرخانه مېنه کې د وسله والو کسانو له لوري له خپل موټره کښته کړای شو او نامعلوم لور ته بېول شو.

دا بریدونه وروسته له دې کېږي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ۱۰ فیصدو نا چڼل شویو رایو پایلې اعلان کړې او ورپسې داسي ګنګوسې خپرې شوې چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د انتخاباتو نورې پایلې به له اعلان شویو پایلو سره خورا توبیر ولري.

د عبدالله عبدالله دوو ویندویانو ویلي. که د انتخاباتو پایلې د دوی د کاندید پرخلاف وې وینې به وبهېږي.

3 thoughts on “په وسله واله حمله کې د ولسي جرګې غړې مریم کوفي ټپي شوه”
  1. أين مرد نه بلكه يك نا مرد وحشي وحيوان صفت است كه مرمي تفنك خود رأ بطرف يك زن اند اخت مي كند أزيكه سياست وي مثبت ويا منفي است ما بايد شكر كذار باشيم كه خواهراي هاي ما باي خود رأ در راه سياست كذاشته دوشا ،دوش براد رأي خود خدمت وطن خود مي كند
    جلالزوي ميكويد نفرين به همجو نامردان
    جلالزوي

  2. Mr. Jalalzoy,
    How did you become a general? Do you have a crime free background when you claim to be the heir of Afghan Good Politics!

  3. ټولو محترمو لوستونکو ته د سلام او احترام په وړاندی کولو سره زما په نظر دغه جنایتکارانه حمله د هر چا او هر ګروپ له طرفه چه شوی وی له افغانیت او انسانیت نه خارج دی مونږ ټول باید د هغو خوندو نه چه په سیاسی اجتماعی ډګر کی خپل وطن ته خدمت کوی ملاتړ او دفاع وکړو

ځواب ورکول ش. صالیحزی شیکاګو ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *