تاند- په ولسي جرګه د چهارشنبې په ورځ ادعا وشوه چې ناپېژندویې څرخکې په بغلان ولایت کې د دولت وسله والو مخالفانو ته وسله کښته کړې ده.
د ولسي جرګې غړیو له اړوندو امنیتي اورګانونو څخه وغوښتل چې په بغلان کې وسله والو طالبانو ته د هیلي کوپتر په وسیله د وسلو د رسېدو په اړه پلټنه وکړي.
په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازي دلاور ایماق وویل، یوې ناپېژندل شوې څرخکې په بغلان ولایت کې وسله والو طالبانو ته وسله کښته کړې ده او د دې معنا دا ده چې څوک شته چې د افغان امنیتي ځواکونو پرضد د جګړې لپاره وسله والو طالبانو ته وسله رسوي.
ده د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې له قومي مشرانو سره موافقه د بغلان او په ځانګړي ډول د بغلان- مزارشریف د لویې لارې د امنیت لپاره اغېزمنه وبلله.
د کابل- بغلان – مزاشریف لویه لار له دهنه غوري ولسوالۍ تېرېږي. په وروستیو کې د کابل ځینو رسنیو، چې قومي تعصباتو ته په لمن وهلو مشهورې دي، د دهنه غوري د موافقې خلاف ډېر تبلیغات وکړل او هڅه وکړه چې دا موافقه فسخه شي.
په ولسي جرګه کې د بغلان استازي د امنیتي ستونزو د پای ته رسولو لپاره په خپل ولایت کې د دولت د وسله والو مخالفانو د تصفیه کېدو غوښتنه وکړه.
ترڅوچي خپل کور مو خپل شوي نه وی همداسي به کیږي، تر هغو پوري چې دټولو هوای ډګرونو کنترول د خپل ځان سره وه نه لرو د هري خوا چي الوتکه راځي افغان دولت نه په خبریږي
خفېقت خقېقت دې
دا عمل داو ژ دمحا لي صلحي دنظامي او استخباراتي كړيو دستراتيزييژ يكي پلان دمخي يوه تكتيكي بر خه ده .چه غربيان ءي عملي كوي .و ړأندي نه ځم څبب ل هدف اويا مقصد پوه ضربالمثل كي لن ډوم.
شيطان غله ته واءي غلا كوه او دكور وإلا ته واءي بيداره اوسه.
اويا!
اوبه خړول او ماهي نيول دي ..
خداي وكړي چه دوستان تري مقصد واخلي .
دوی فکر کوی چه خلک به ددی مفسدینو او غلو په خبره باور وکړی