تاند- په ولسي جرګه کې د غزني استازو له دفاع وزیر سره د اروزګان د خاص اروزکان ولسوالۍ د وروستیو نښتو په اړه خبرې وکړې.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د غزني استازو دفاع وزیر ته وویل چې د خاص اروزګان د وروستیو پېښو په اړه اندېښمن دي.

هغوی دفاع وزیر طارق شاه بهرامي ته وویل «که تروریستان په خاص اروزګان ولسوالي کې ونه ځپل شي نو لا ډېر جنایتونه به رامنځته کړي.»

د راپورونو له مخې، په خاص اروزګان ولسوالي کې وروسته له دې چې د خپلسرو ملېشو قوماندان حکیم شجاعي او ملګرو یې پر یوه کلي یرغل وکړ، د سیمې اوسېدونکو مقاومت وکړ او طالبانو هم د سیمې د اوسېدونکو ملاتړ وکړ چې په نتیجه کې یې حکیم شجاعي ټپي شو او یو شمېر خپلسري وسله وال یې ژوبل شول.

دا په تېرو ۱۷ کلونو کې لومړی ځل و چې طالبانو د هزاره وو پر ضد په جګړه کې د یوې سیمې د اوسېدونکو ملاتړ وکړ.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې شجاعي وژل شوی دی. نوموړی د اروزګان د شاوخوا یو نیم سل ملکي وګړو په وژلوړ تورن دی.

د غزني اوسېدونکي له کلونو راهیسې شکایت لري چې په ولسي جرګه کې د دوی استازي د دې ولایت پر ځای د یوه خاص قوم استازیتوب کوي.

د غزني د خلکو د شکایت په نتیجه کې په دې ولایت کې د ولسي جرګې انتخابات ونه شول ځکه چې وسله وال طالبان له هزاره وو پرته نورو قومونو ته اجازه نه ورکوي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي. له همدې کبله به د غزني اوسني استازي، چې ټول په خټه هزاره دي، لږترلږه د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پوري په ولسي جرګه کې د غزني استازیتوب ته دوام ورکړي.

4 thoughts on “په ولسي جرګه کې د غزني استازو د خاص اروزګان په اړه له دفاع وزیر سره وکتل”
  1. د غزني ولایت استازو ښه کار کړیدی چې په خاص ارزګان کې د حکیم شجاعي خپلسرو ملیشو د ځپلو لپاره یې د دفاع وزارت مرسته غوښتې ده . هيله ده چې د دفاع او کورنیو چارو وزارت هم پدې اړه جدي اقدام وکړي. د شجاعي په نوم د پردیو اجیر د سلو نه زیاتو مظلومو پښتنو قاتل او د بشریت پرضد جنایتکار دی.

  2. یوه ډیره اهمه او خطرناکه سرطانی خبیثه ککړتیا چی زموږ ملت کړوی او ورځ تر ورځی ریښی ځغلوی هغه پلیدی کرایی ملیشی دی چی تر دری لسیزو زیات زموږ ملت آرام ته نه پریږدی ، او شرمیدلی کار یی دا دی چی وزارت عدلیه دی جنایت کارانو احزاب هم رسمی کړی او په ټولو ملی او بین المللی قضایاوو کی اوس رول او منطقوی حامیان لری او رول یی تزاید لری
    مع الاسف دکرزی په دوره کی د ملیشو غړی او همکار د غیر عادلانه ویش په بنا وزیر عدلیه وټاکل شو بیا همدی جناب اول خپلو ملیشو حزب یی رسمی کړ او بیا دوی ته ورته ټولو خپل احزاب رسمی کړل هیڅوک هم د حزب نه محروم نشول
    اوس د هر قاتل ،غل ، معامله ګر ، غاصب ،اختطاف کوونکی او نور جامع الفساد تر شا یو حزب ولاړ دی ، حال دا چی دا جنایتکاران اکثره یی واجب القتل یا د ثقیلو سزاوو مستحق دی.
    اوس دا مظلوم ملت لدی ارذل الناس نه څنګه خلاصوی شو؟
    دا حیاتی سوال دی ، او ژور بحث غواړی ، حتی باید لوی کتابونه او علمی رسالی ورباندی ولیکل شی هم کمه ده
    آیا یوازی وزارت عدلیه چی احزابو ته رسمیت ورکوی ، څارنه هم وکړی که نه؟
    آیا د احزابو د غړو او بالاخص د ارکانو ۱۸ کلن تخلفات او جرایم راټول کړو؟
    دا د قیصاری، شجاعی ،لوای فاطمیون او نوری دیته ورته ملیشه صفته حکام او مفسدین که مخه یی ونه نیول شی څه فکر کوی چی آرام او اصلاحات راتلی شی؟؟
    د یو تنظیم ۹۰٪ ارکان یی ملوث په فساد غلیظ یا د بیت المال نه میلیونی یا میلیاردی غلاوی او نور جنایات لری، بیاهم حکومت ته چلنج ورکوی او د اصلاحاتو مانع ګرځی ، ذیربطو ادارو ورسره څه کړی؟
    دا اداری باید تصفیه او وخت ورکړ شی چی دا متعفنه مرداری دی پاکه کړه ،ورنه پریږده چی بل مؤمن افغان راشی چی توان د پاکولو ولری او دا ملیشه یی سهمونه هلاکت دی
    وزارت عدلیه تر اوسه دا تعریف نلری چی کوم حزب ، مفید او مشروع دی او کوم حزب ، مضر او ممنوع دی؟
    د احزابو ځنګل دی او ملت پری داړی
    نو که ۱۴ کلن د خادم المفسدین د فساد لیوان چی کتلوی او جسیم حضور لری فقط چی فاسد احزاب غیرقانونی وګرځول شی همدا یواځینی لار ده چی د فساد مخنیوی پری کیدای شی
    ولاتعاونوا علی الاثم والعدوان

  3. ښاغلی بریال صیب ته وایم چه د غزني ولایت استازو چه په خټه هزاره دی د دفاع وزیر څخه د شجاعی ننګه او دخاص ارزګان د پښتنو او طالیبانو څخه تشویش ښودلی دی. نه دا چه خونکار شجاعی وځپل شی

  4. که دا اصل ومنو چي زموږ د هیواد د قِمار پر پېچلی او خطرناک ټاټ باندی ډېر ستر ستر لاسونه ښکیل دی نو ددې ذهنیت نتیجه به داوی چي ددې یا هغه کس په مړینه یا وژنه به ددې خطرناکی
    .لوبی پر څرنګوالی باندی کوم خاص اغیز ونلری
    موږ به هغه وخت خوښ او د نېکمرغۍ احساس وکو چي ووینو ستر لوبغاړی د خپلو پلیدو لوبو او نقشو د کثافت کچه راټیټه کړې او زموږ د مظلوم وولس د ناخوالو او غمیزو د تولید او تشدید د
    .ادامې څخه لاس واخلی

ځواب ورکول غ.حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *