تاند- د ولسي جرګې د غړیو ترمنځ د نوي مشر پر سر وروسته تر دې جنجال رامنځته شو چې پرون /شنبه/ د دې جرګې موقت مشر بې له دې چې میررحمان رحماني پنځوس جمع یو رایې پوره کړي، بریالی اعلان کړ.

نن د جرګې نورو غړیو رحماني ته اجازه ورنه کړه چې د ولسي جرګې د ریاست پر چوکۍ کښېني.

خو په همدې منځ کې د جرګې یوه غړي غټه چاړه راوایسته چې د خپل نظر مخالف وکیلان پرې ووهي. نورو استازو او د ولسي جرګې امنیتي ساتونکو پسې منډې وهلې او بالاخره یې چاړه په لاس وکیل له سټېج څخه راکښته کړ.

څرګنده نه ده چې دغه وکیل، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، څرنګه د ولسي جرګې تالار ته چاړه راوړې وه.

پرون هم ځینو وکیلانو وویل چې د ښاغلي رحماني وسله وال کسان تالار ته راغلي وو.

قاعدتاً د وکیلانو په ګډون هیڅوک حق نه لري چې د جرګې تالار ته سړه یا توده وسله یوسي.

د چاړه په لاس وکیل ویدیو د نړۍ اکثرو رسنیو خپره کړې ده.

پرون د ښاغلي رحماني پلویانو ویل چې اکثریت یې ترلاسه کړی خو نن د نوموړي پلویان تاییدوي چې یوازې یوه رایه یې کمه ده.

د هرات د خلکو استازې ناهید فرید وویل«ده (رحماني) د رایو اکثرت ګټلی، یوه رایه مهمه نه ده، هغه زموږ رييس دی.»

خو د دې جرګې بلې غړې مریم سما، چې د کابل د خلکو استازې ده، وویل«موږ به هیڅکله (رحماني) ريیس ونه منو، باید د نویو کاندیدانو ترمنځ رایې واچول شي.»

نن /یکشنبه/ له اوږدو ناندریو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ یو پلاوی وټاکل شو چې نن شپه په خپل منځ کې یوه موافقه وکړي. د دوی موافقه به سبا په ولسي جرګه کې اعلان شي.

4 thoughts on “په ولسي جرګه کې چاقو کشي، وروستۍ پرېکړه به سبا اعلان شي”
  1. دا چاقو کش وکیل سقوی غل لڼډغردی

    سقاوي شناسي اول جلد کې راغلي چې سقویزم پخپل ذات کې د افغانستان پربدن پردی خنجردی، تاریخي ماهیت یې یودی، د غوبل جوړول و افغانستان چورکول شرمول…، خو په مختلفو رنګونو سرراپورته کوي کله د دین منادي شي، کله جهادي شي، کله هم د ډموکراسۍ فریادي شي یا هم د ناټو قراردادي. بس د افغانستان سرطان دی

  2. رحمانی او ورور په کابل کی د غلو او مافیایی دلو مشران دی. قسم په خدای چی په کابل کی هر کس اختطاف کیزي دوی په کی لاس لري. ۹۰ فیصده مسلحانه غلاوی هم همدوی کوی. نه پوهیزم چی افغانان به کله ددی لعنتی غلو له شهر خلاص شي. طالبان هم یوازی مخلص او پاک خلک وزنی. یوه دفعه یی هم په دی حرمونو حمله و نه کره.

  3. تر هر څه لمړی باید دهغه چا نه پوښتنه وشی او مجازات شې چه چاړه ورسره وه او وکیل صاحبان یی ګواښلی دی.

ځواب ورکول Fahim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *