ځپاند

عبدالقيوم څپاند له هلمند ولايت څخه د افغانستان د ملي ټيم لوبغاړی دی. تر ملي ټيم پوري رسيدل اسانه خبره نده ، کلونه خواري او هڅي غواړي ، څپاند له غريبي جونګړې په بې شميره ستړياو او کمو امکاناتو ځان تر دې منزله ورسوه خو برخليک يې څه سو؟

څپاند
څپاندبرخليک يې څه سو ؟

هغه څپاند چي په بهرنيو هيوادونو کي ستا دهيواد په استازيتوب لوبيده او په زړه کي يې همدا هيله وه چي افغانستان به نړۍ ته ځلوي خو تا ورته داسي ډالۍ ورکړه چي خوار به نور په کومو روحياتو ، کوم مرام ، او د کوم وطن لپاره ولوبيږي ؟ هغه وطن لپاره به لوبيزه مبارزه کوي چيري چي د لاسته راوړني بدله د همده وينه بهول دي ؟ د هغه چا پرسر به د لوبو ميدان ته ور دانګي چاچي پر ده دومره رحم هم ونکړ چي آخير يو انسان دی ؟ څپاند به اوس خپلو هغه سيالانو ته څه وايې چاچي اوږه پر اوږه د لاووس ، مُغلستان ، سريلنکا او ايران غوندي هيوادونو سره د افغان په استازيتوب لوبه وکړه ؟

هغه وخت چي څپاند له بهرنيو هيوادونو د افغانستان پلازميني کابل ته راغی نو دبيلابيلو دولتي چارواکو او د زرګونو مينه والو له خوا يې توده بدرګه وسوه ، همدغه څپاند چي کله خپل ولايت (هلمند) ته د راتلو اراده و کړه نو خيالونو پر سر اخيستي وو چي ګوندي خپل د ولايت چارواکي ، فرهنګپال ، لوبغاړي او نور .. به څومره خوشحاله وي او څونه به راباندي ووياړي خو دی خوار نه وو خبر چي دده د هرکلي لپاره يې يوازي همزولي او ملګري ورغوڼد سوي .

 څپاند سخت مايوسه او وځپه  خو همت يې له لاسه ورنکړ او په خپل ټينګ هوډ يې خپلې تګلاري ته تر نن ورځي ادامه ورکړه خو نن يې په وينو سور رنګ ور واغوست او پر ملا يې مات کړ .

څپاند3ه ! ته نه يې خبر چي دلته د کارککرۍ بې ارزښته دي او د زرو قدر څوک نه پيژني ؟ دلته هغه څوک ښه ستايل کيږي څوک چي دبدبه ، خروش ، شتمني ، په پارلمان کي وکيل ، په وزارت کي وزير او په ولايت کي ملاتړ ولري ، ته خوار نو څه لرې ؟ ښه استعداد ، ملي احساس او ريښتني ژبه ؟  دادي پکار نه راځي دا اوس کوم اهميت هم نلري که درلودلای يې نو نن به ستا د ويني پوښتنه سوې وای ، نن به هغه خلګ پر کور ناست وای چاچي له خپلي واکمنۍ څخه په استفادې پر تا په ډاګه او ډليزه توګه تيری وکړ  .

2 thoughts on “په وينو رنګ څپاند ! – ليکوال : زاهداحمداتل”
  1. سلام
    ښه مو څرګنده کړي نه ده چي څپاند ولي په وینو رنګ سو؟ ایا چا وهلی؟ که څه پیښه ده؟
    هیله کوم چي يو څه نور يي هم واضح کړی
    په درنښت

  2. سلام
    هر چا چی داکار کړي وي ډیر بد کار یی کړي دي دا دحیوان زامون په څه پوهیږي تاسو خارج ته فکر وکړي هغه یو لوبغاړي په څومره قدر او عزت ورته ګوري الله دي داسي کسا نان خراب کړي

ځواب ورکول خالقداد روښان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *