د تيري دوشنبې په ورځ د ميوند ولسوالي د تور مانده په سيمه کي د ملکي خلګو پر موټر د سړک غاړي بمي چاودني ١٥ تنه ووژل او د يوې ښځي په ګډون يې ٣ تنه نور زخميان کړل.
د غملړلي پيښي ټول قربانيان ولسي غريب خلګ وو.
هر وژل سوى کس د يوې غريبي کورنۍ سرپرست و، چي اوس يې کورنۍ بې سرپرسته پاته سوه.
دا لومړۍ پېښه نه ده او ګومان نه کوم، چي وروستۍ پېښه دي هم وي، ځکه زموږ په هيواد کي تر هرڅه د ولسي خلګو وينه ارزانه ده.
زموږ په هيواد کي هرڅه بيه لري، خو د غريبانو وينه هرڅوک په اسانۍ او بې پوښتني پرېمانه تويولاى سي.
هغه چا چي دا وژونکى بم ښخ کړى و، ايا خبر سوى به نه وي، چي پنځلس بېچاره کورنۍ يې وژړولې، پنځلس مېرمني يې کونډياني کړې او پنځلس ميندي يې بوري کړې.
دا ډول خلک ولي د مظلوم له ښېرا څخه نه ويرېږئ ؟ مظلوم په ښېرا کولو خپل حق له خدايه غواړي او خداى(ج) د هيچا له حق ورکولو څخه درېغ نه کوي.
د خداى لپاره نور د وينو له تويولو لاس واخلئ ، زموږ ډېره ژړېدلې افغانه مور، ځورېدلې افغانه خور او سپين ږيرى پلار نور د ژړا، ځورېدو او ځپليتا تاوان نه لري.
لا تر څو به ملکي وګړي په ښخ سوي ماينونو، وسلوالو بريدونو او چاودونو کي وژل کيږ؟
ايا ته نه پوهيږې، چي لوى خداى (ج)او د هغه پاک پېغمبر(ص) د بې ګناه مسلمانانو په وينو او اوښکو تويولو سخت ناراضيږي؟
د خداى لپاره نور په دې هيواد کي جګړه، ورور وژنه او ويني تويول بس دي!
راسئ ! ټول افغانان يو او بل ته په رښتيا سره د ورورۍ لاسونه ورکړو، هغه څوک ورک کړو، چي زموږ خور او مور پر موږ ژړوي.
هغه ورک کړو، چي زموږ هره سيمه د ميوند دپيښي په ډول د بې ګناه هيوادوالو په وينو لړي.
تاسي وګورئ ! د نړۍ نور مسلمانان هيوادونه په څه حالت کي ژوند کوي ، خو زموږ ځيني تش په نامه افغانان لا تراوسه د ورور پر غاړه چاړه ږدي، د وږو لېوانو په څير يې وينه يې څښي او کورونه يې تباه کوي، دا ولي ايا موږ کله په دې اړه پام کړى دى، چي اخر د دې ټولو بدبختيو تاوان چاته رسيږي؟؟
په اوس وخت کي افغانانو ته په لومړي قدم کي د پوهنيزي کچي لوړول اړين دي.
هر وخت چي موږ په رښتيا د پوهي په ګېڼه ځانونه سمبال کړو، نو بيا هيڅکله بې ګناه مسلمان نه وژنو، خپلي ورېنداري ته د کونډتوب پوړنى نه پر سروو او نه هم خپل ورارګان د پلار له مهربانۍ څخه بې برخي کولاى سو.
سر له نن څخه موږ ټولو ته په کا رده، چي خپل کشران په دې هيله مدرسې او ښوونځي ته شامل کړو، که نه نور نه وي له دوى څخه به کوم يو هيواد ريښتني خدمتګاران جوړ سي.
د نوي نسل د پوهنيزي کچي لوړول موږ ته دا موقع په لاس راکوي، چي خپل کور او کلى او باالاخره ټول هيواد د انسان له وينو څخه وژغوروو.
د همداسي يو وخت په ارمان، چي ټول افغانان د نړۍ د نورو پرمختللو ملتونو په ډول ارام، پرمختللى او خوشحال ژوند ولري.
په خپل هيواد کي يې خپل اختيار وي، هيڅوک له بل چا څخه پوښتنه نه کوي، چي څوک يې او چيري ځې!؟
سپیڅلی صا حب ډیره ښې موضوع ته مو اشا ره کړیده. خدای دې اجر عظیم در کړې.
ما ین چې هر چا ښخ کړیدی په اغلب ګو مان موږ او تا سو پوهیږو چې چا به ښخ کړیوې.خو که هغه شخص چې دغه ما ین یې ښخ کړیدی وپوښتل سې. زما په اند دی به ووا یې چې ما خو دخپل دښمن ددوی په اصطلا ح کا فر ( دافغا نیستان اوسنی حکو مت) دپا ره مې ښخ کړیوو. دا چې دغه د د مو ټر سورلۍ با ندې وختلې هغه شهیدان سوه او ګټمن سوه. شها دت وچا ته رسیږې. او که دغه ما ین ښخونکی او ددوی ډلې ته په سهوه اوغلطې کې تا وان ورسیږې بیا فتوې معکوسه ګرځې او بیا دوی په شها دت نه قا نع کیږې او دنوموړې شخص اعدام غواړې.افغان اولس په تیرو (۳۵) کلونو کې ښه پوه شویدی چې جعلې فتواوې ډیره سته په ګا ونډیو هیوادونو خصوصا په منا فقیستان کښې.
تا ډیر ښه لیکلې دې او په تیرو ۳۵ کلونو کښې دمظلومو افغا نانو وینې ډیرې ارزانه بلکې رایه ګان او بې قیمته دې
سپیڅلې صا حب تا سې دهغه ما ین یا دونه کوی چې په خا مه سړک کې ښخ سویوو. خو دغه جنا با ن په میوند ، ژیړۍ ، پنجوایې ، ډنډ اولسوالیو کې په عا مه کوڅو ، لا رو ، دباغونو پر پیشتو ، لاروونو ما ینونه او بمو نو ایږدې چې موږ او تا سې ټوله په خبر یو. بې ګناه او مظلوم افغا نان ډیر سخت په تکلیف دې. چې ډیر هیواد وال پکښې شهیدان سویدې. کوم دی هغه غښتلی او نا رینه چې ور ته ووا یې چې دا ولې؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ که څوک فرضا ور ته ووایې د کفر جعلې ټا په او دجا سوسۍ تور ددوی په لا س کې دی. الله دې زموږ او ستا سې وطنوال د کفا رو او دهغوی دمخا لیفینو دشر او ضرر څخه خلاص سې. امین. کفا ر او دهغو مخا لفین د قیچې (غچې) ددوو تیغونو په شا ن دې چې زموږ مظلوم او لس ددغه دوو تیغونو په منځ کښې دې. او په دغو تیغونو وژل کیږې.
حدیث شریف کې راغلې دې : کلکم را عې کلکم مسول عن رعیته
ددغو کا رونو پوښتنه به په قیا مت ددوی د مشر څخه کیږې چې د ګا ونډې هیواد په نظا مې چوڼۍ کې په ډاډه زړه ژوند کوې