قریب الرحمن شهاب

ولسمشر مو په هره غونډه کې څو شمېرلې خبرې لري، مشهوره یې دا ده چې زما حکومت به هلته درته معلوم شي چې کله واک بل چاته سپارم، دا هم ډیره تکراریږي، چې ما افغانستان پر دوه برخو له ویشل کېدو څخه وژغوره.

د سولې ژمنې، پرمختللی اقتصاد، د خلکو په دسترخوان کې تغیر او هیڅ افغان له بل افغان نه کم نه دی او هیڅ افغان له بل افغان نه زیات نه دی شعارونه خو لا هماغسې شعارونه پاتې دي.

د ولسمشر په څرګندونو کې تر ننه واضح نه شوه، چې افغانستان چا، څنګه او کله تجزیه کاوه او نه هم دا روښانه شوه چې حکومت کوم لوی ګام اخیستی چې د تاریخ په توګه به راتلونکو نسلونو ته پاتې شي.

که ولسمشري یوازې د دې لپاره وي چې په تاریخ کې دې ولیکل شی، چې له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۱۹ کال پوري محمد اشرف غني د افغانستان واکمن وو؛ خو دا به هم ورسره لیکل کیږي، چې پر همدې حال واحد حکومت څو ټوټې شو، یو لک ځوانانو د اروپا په نیت افغانستان پریښود، د کندوز په څير یوه ولایت او لسګونه ولسوالیو سقوط وکړ، فقر اوج ته ورسید، د داعش په څير ډلې افغانستان ته راغلې، قانوني پارلمان نه وو، وزیران او والیان په کلونو سرپرست وو او دې ته ورته ګڼې نورې بېلګې د یادونې دي.

هر هدف ته رسیدل لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله لارې لري؛ خو زموږ باچا د ټولو لپاره اوږد مهاله لاره او پلان غوره کړی دی.

افغان ولس چې هره ورځ په بېلا بېلو نومونو وژل کیږي، د دې لپاره ولسمشر ارګ ته نه دی لیږلی، چې د دوه کلونو تر تېریدو ورسته دې هم د ټاکنیزو سیالو په څير ژمنې وکړي او د تیاره راتلونکي څېره خلکو ته روښانه معرفي کړي، ولس هر څه په بیړه غواړي، ځکه تر بل هر وخت په ترینګلي حالت کې دی.

بیړه د بل څه لپاره نه ده یوازې د دې لپاره ده چې نور زموږ وینه ودریږي او په یو او بل نوم ونه وژل شو.

هو دا سمه ده، چې ولسمشر مو د نړۍ دویم متفکر دی، هغه پوه او عالم انسان دی، هغه ښه مدیر او اقتصاد پوه دی؛ خو دا ځانګړنې په دې مانا نه دي، چې د ولسمشر ټول اعمال دې توجیه کړي.

که موږ د سولې د راوستلو لپاره له پاکستان سره زور نه شو وهلی لږ تر لږه خو دومره کولی شو، چې ووایو پاکستان په سوله کې کوم کوم مضریتونه کوي.

آیا موږ دومره کمزوري یو چې حتی په نړیواله کچه د پاکستان پر وړاندې اسناد نه شو وړاندې کولی او که موږ په څوارلسو کلونو کې کوم اسناد هم نه دي موندلي.

د سولې لپاره باید تر هر څه وړاندې د اوربند په اړه فکر وشي؛ خو دا کلمه تر اوسه په افغانستان کې له هیچا نه ده اوریدل شوې.

پګواش د سولې ناسته برابره کړه؛ خو حکومت پرې یو سوړ غبرګون هم ونه ښود او د څلور اړخیزو ناستو پر پایلو هم لا ولس نه دی خبر شوی.

خو په بدل کې هره ورځ زموږ امنیتي سرتیري قرباني کیږي، هره ورځ مو عام ولس د مرمیو ښکار کیږي او د باچا خیال بیا هم دا دی چې زما حکومت به تر ما ورسته در معلوم شي.

په افغانستان کې اوس هر سړی د خپل وس په اندازه د راتلونکي اټکل کولی شي؛ خو اوسني حالت ته په کتو داسې ښکاري، چې پر موږ یوه بله څپه هم راتلونکې ده، چې امریکايي مدیرانو یې لا له وړاندې خبردارۍ ورکړی.

ولسمشره! دا هر څه په خیال او فکر نه کیږي، په ارګ کې له ځانه را ټول ډیر ماشومان دې لا هم دې ته اړتیا لري، چې له خپلو کورنیو سره یو څه ناسته پاسته زده کړي او بیا بهر را ووځي.

د ارګ کېسه اوږده ده؛ خو کله چې د وردګو د بې ګناه ماشومانو د وژنې په ویر درغلي وو، ستا د ارګ هوا مې هلته ښه تنفس کړه، چې  له هر لوري یې د ماشومانه حرکاتو او قومي سوداګرو بوی راتلو.

5 thoughts on “په وینو رنګ ولس او د باچا خیال/ قریب الرحمن شهاب”
  1. ‌‌‌‌‌‌ډيره په زړه پورې او د مانا څخه‌‌‌‌‌‌ ‌‌‌‌‌‌ډکه لیکنه الله تعالی دی وکړې چې د ارګ د دیوالو دیننه بی سوادانو مفاکرینو پورې دا پيغام ورسیږي.

  2. سلامونه او نیکي هیلي : د دې لپاره چي په لنډو کي مي خپل نظر ویلی وي ، موږ هر څه له ولسمشره غواړو ، سوله ، د دښمن سره دښمني ، ابادي ، پیسې ، ترقي ، او …
    د دوي له انده داسي بریښي ، لکه د لته چي ټول شرایط اماده وي او ولسمشر ورته خپلي چړچې کوي ، یا هیڅ کومه ستونزه په مملکت کي نه وي ( خدایه ! ته زموږ ویده خلګ چي یو له هغو نه قریب الرحمن شهاب صاحب دي نور نو راویښ کړې ) دوي یوازي نیوکو ته راویښیږي . په مخه مو ګلونه احمدشاه

    1. احمدشاه خانه تا د تاریخ په کوم ځای کې لیدلي چې لیکلي یې وي، د عبدالرحمن خان په وخت کې ملت بې عقل وو نو ځکه یې ډیورنډ لاسلیک کړ.
      یا د شا شجاع په وخت ملت نه پوهیده.
      ؟؟؟

  3. ګرانه وروره ډيره ښايسته ليکنه دې کړې ده، ډيره مې خوښه شوه، په قلم او ګوتو دې برکت شه
    ډيره روانه او په زړه پورې ليکنه

  4. ډير ورونه داسې استدلال کوي چې د اشرف غني لپاره ټول مشکلات له پخواني حکومت څخه پاتې دي او داچې افغانستان ډير په مشکلاتو ککړ هيواد دى. دا خبرې په تمامه معنى صحيح دي. اوس سوال دادى چې محترم غني څه کړي دي؟ په کومه برخه دهيواد کې يي بهتري راوستې ده؟ زه خو حيران پدې ېم چې مسايل او مشکلات ورځ په ورځ زياتيږې او ځنې ورونه ټول مسوليت په تير حکومت اچوي. وه وروره نو دا اوسنى حکومت د څه لپاره ده، ددې لپاره ده چې په تيرو مسايلو کې بهتري راوړي او وطن په ښه لور روان کړي. اوسني حکومت خو د هر يو شي بيړه غرقه کړه. قسم چې زه حيران پاتې کيږم چې ولې ځنې ډير پوه ورونه ځان ناګاره کوي او ملي وحدت د حکومت په ناکامۍ سترګې پټوي. که مونږ ټول مسايل په تير واچوو او تير خلک يي په نورو تيرو واچوي، نو داسې خو به خبره بابا دم ع ته ورسيږي، هر څوک به خپل مسوليت په نورو اچوي.

ځواب ورکول R K Khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *