محمدشفیق شرفزی

لیکونکې: ښویالی محمدشفیق شرفزی –

که موږ اسلامی تاریخ ته نظر وکړو د جناب نبي کریم (ص) په وخت کې به چې کله خوږ پېغمبر (ص) حضور ته څوک راغله نو چې به د بلې ژبی شخص ؤ د همهغې ژبی ترجمان به یې خبرې ژباړلې او منازعات به یې سره حلول، همداشان که د ژباړی سیستم موجود نه وای نو په دیني علومو کې به مو تر دی دمه دومره پرمختګ نه ؤ کړې، د ژباړی مسلک دی چې نن په نړۍ کې په مختلفو ژبو د قرآن کریم او نورو دیني کتابونو د ژباړې له برکته خلک د اسلامي ارشاداتو او صحیح بصیرت څخه ځانونه اګاه کوي او ډلې ډلې خلک د اسلام په سپېڅلي دین مشرف کېږي.

په نوره نړۍ كې د ترجمې لپاره په درست شکل، منظم سیستمونه شته، چې اړینې مقالې، ناولونه، کیسې او كتابونه ژباړي او په لوړ تيراژ يې خپروي. هلته ترجمان د خپل مسلك، پوهنيز مهارت او ذوق لـه مخې  ټاكني کوي، يا يې هم خپرندوى ټولنه ورته په ګوته كوي. خو زموږ ستونزه دا ده، چې تر اوسه يو خپرندویه ټولنه يا موسسه نه لرو، چې په پراخه پيمانه پښتو كتابونه، راخپاره كړي. ژباړې ته خو لـه زياته وخته پاملرنه نه ده شوې، كه شوې هم ده، خلكو لـه ژباړن څخه زياتې بېځايه غوښتنې لرلې دي.

د بیلګې په ډول: هغه څوك چې لـه ادبياتو سره مينه لري او پښتو ناولونه ژباړي، ورته ويل كېږي، چې په پښتو كې ناول ژباړی ته هېڅ اړتيا نه شته، ته بايد يو قاموس وليكې، يا د بل لوى علمي كتاب ژباړې ته ګونډې ووهې، چې ګټه يې زياته ده. كه چېرې ژباړې د هر ژباړن د ذوق او خوښې لـه مخې وشي، پايله به يې زياته غوره وي، كه يو اديب يا د ادبياتو لېوال كس مجبوروو چې يو علمي قاموس وژباړي، يا يې وليكي، ښايي د يوه بل پوه او په دې مسلك كې د وارد كس په كچه يې ښه ونه ژباړي.

د یوې ژبی څخه بلی ژبی ته د الفاظو او مکالمو په درست شکل اړولو ته ژباړه وایې. نو دا چې ژباړه کوو، باید د خپلې ژبې سره سره په هغه ژبه چې ترې ژباړه کوو او هغه مواد چې راژباړو یې په مسلکي ډول پرې په کافي اندازه مسلط و اوسو تر څو مطالب او مفاهیم په درست شکل سره وژباړو.

دلته مونږ د ژباړی څلور تخنیکي برخو باندی بحث کوو:

ټکي په ټکي ژباړه، مفهومي ژباړه، ټولنیزه او هنري ژباړه

ټکی په ټکي ترجمه یوه پېژندل شوی او مشهوره لاره ده،چې په واسطه یې کولای شو په آسانۍ سره اړوند مطالب وژباړو. ټکي په ټکي ژباړه فقط لغات او الفاظ ژباړي، نو د دارنګه ژباړی لپاره تخنیکي چارې دومره ضروری ندی.

مفهومي ژباړه داسې ژباړه ده چې ژباړونکې باید د مربوطه ژبې مفهوم را واخلي او  ویی ژباړي.

ټولنیزه او هنري ژباړه یوه نوی پدیده ده چې ټولنیزه ژباړه کلتوری لړخ تر څیړنې لاندی نیسي او هنري ژباړه بیا د اعمالو ژباړه ده. د هنري ژباړی عکس العملونه، قضاوتونه او پریکړې د ژباړونکي لپاره لږ څه ستونزمن وي.

ټکي په ټکي ژباړه د ماشیني ژباړی ته ورته وي. ټولنیزه او هنري ژباړه بیا هغه ژبې ته ورته وي چې پرې خبرې کوو. او مفهومي ژباړه د ټارګېټ شوې ژبی څخه فقط مفهوم په خپلو الفاظو کې رانغاړي او ژباړي یې.

د دغه طبقه بندیو په جوړولو او پوهېدلو سره د هریو په باریکیو، ښېګڼو او ضرورتونو پوهېدلای شو، موږ کښښ کوو چې د ژباړی په برخه کې مسلکي زده کړې، کورسونه او سمینارونه ترلاسه کړو ترڅو په مسلکي ډول سره اړوند مطالب وژباړو. د دې مقالې اصلي او عمده موخه همدا ده چې څرنګه په مسلکي شکل سره د ټارګټ شوې ژبې څخه مواد وژباړو.

دژباړی  د تصحیح  او بیاکتنی مرحله د یو ژبپوه او د مربوطه ژباړی د یو مسلکي شخص په واسطه ترسره کیږی او غوره ژباړه، د متن د ژباړونکي پوری اړه لري پدې مانا، چې که هر څومره ژباړونکې په موضوع حاکم وو په همهغه اندازه د ژباړې کلتوري، قانوني، هراړخیز، سیده والی او  د مشخص شوی ژبی اړوند مسلکي اصطلاحات  او فصاحت یی  خوندور او تاثیر ګذاره وي. د مسلکي او ښې ژباړی یوه ځانګړنه داده، چې د غېر مربوط لغاتو او اصطلاحاتو مخنیوی پکی کیږی. یا په بله ژبه ژباړن په ژباړه کې له ټارګټ شوې ژبی څخه د مفهوم په شکل ژباړه کوي ترڅو لوستونکې پدې ونه پوهېږي، چې آیا دا ژباړه ده او که خپلې خبرې دي.

د ژباړی دا ټول ډولونه هغه څه پورې مربوطیږي چې له کومې ژبې ژباړه کوو پدې مانا که مونږ له انګلیسی ژبی یو څه راژباړو نو که په انګلیسی ژبه کې د محتوا له پلوه په درست او دقیق شکل لیکل شوی وی. نو بیا یې خوند او رنګ په پښتو ژبه کی هم په خپل ځای پاتې وي.

له بله پلوه، ژباړه باید په داسې شکل سره وي چې لوستونکې ستا د لیکنې د محتوا سره توافق وکړي او حتا پوه نشي چې ژباړه ده که ستا خپلې خبرې او دا د یوې ژباړې اساسي او اصلي هدف دی چې باید د ټولنې د غوښتنو سره توافق وکړي. همدارنګه د دواړو ژبو د کلتور د پېژندې یوه ښه وسیله هم کېدې شي.

ښه ترجمان او ژباړونکې هغه څوک دی چې خپل ځان په پوره ډول سره په هغه ژبه کې وګوري چې له کومې ژبې ژباړه کوي پدې مانا چې باید په مربوطه ژبې پوره مسلط او په تمامه مانا سره یی د رمزونو او کوډونو سره بلدتیا ولري.

نه ټولې خبری ژباړی پوری تړلای شو او نه ټولی ژباړی خپلو خبرو پوری مګر مونږ چې څه ژباړو هغې ته باید ژباړه ووایو او خپلو خبرو ته خپلی خبری. که مونږ ژباړی ته خپلی خبری ووایو نو دا به مو له هغه چا سره جفا کړي وي چې د ډېرو خواریو او څېړنو په نتیجه کې یې هغه کتاب لیکې وي او ته یې د خپل تحقیق زیږنده وګڼي، چې دې ته بیا په ادبیاتو کې ادبی غلا (Plagiarism) وایی، او دابیا په خپل ذات کې یو لوې خیانت او جرم دی.

یو ښه ژباړونکي کېدل دې ته ضرورت لري چې د ژباړی او مربوطه ژبې ټول قوانین او اصولو ته غاړه کېږدي او رعایت یې کړي. ښه ژباړونکې هغه دی، چې ژباړه د علم او بیول یې د هنر په توګه وپېژني، یعنی په ژباړه کې پوهه او مهارت دواړه نه بېلېدونکي کلمې دي.

 وایی چې د یو امریکایی او یو چنایی تجار، تجارتي ملګرتیا وه نو یوه ورځ امریکایی د چنایی میلمه کېږي. د چنایانو چې کوم ګران میلمه وي بیا پرې د یوډول مار غوښه خوري، خو له بله پلوه امریکایان د مار غوښه په ټوله کې نه خوري، نو چنایی د مار یوه چنډه غوښه په لوښي کې راوړي او امریکایی ته یې د خوړلو ست وکړي، نو داچې د دواړو ګټې سره نغښتې وې له مجبوریته یې وخوری، له بله پلوه د امریکایانو دا رواج دی چې کله یو چاکره مېلمه شي باید څه چې ورته کوربه راوړل په ډېر شوق سره ټول نوش جان کوي، خو چینایان بیا داسی راوج لري چې باید په کاسه کې یو څه پرېږدي که داسې ونکړي کوربه فکر کوي، چې مېلمه موړ شوې ندې.  نو امریکایی په زوره زوره د مارچنډه وخوري په داسې حال کې چې ځان په چینایی نه پوهوي. کله چې چینایی وګوري چې د مار پوټې یې ټول خوړلې نو هوټلي ته د دوه نورو خوراکونو امر وکړي، امریکایی دواړه پوټي په زوره سره وخوري، بیا چې چینایی وګوري، نو همدې عملي ته ادامه ورکړي تر دې چې بسته مار را وغواړي او د ډوډۍ خوړلو د مېز پر سر یې کېږدي. دا په داسې حال کې ؤ چې دواړه یو د بل په ژبه نه پوهېدل خو که چېرې یو د بل په خبره سره پوهېدلای نو داسې پېښه بیا نه واقع کېده.

دژبو زده کړه او ترجمه داسې یو شې دی چې انسان د یو قوم د کلتور، عنعناتو، د خوراک، څښاک د ادابو او د مذهب اړوند مسایلو څخه اګاه کوي.

One thought on “په ټولنه کی د ژباړې د مسلک ارزښت”
  1. دروند استاد: زه تاسی تل تعقیبوم هره لیکنه دی په خپل ځای د ارزښت څخه ډکه ده او نوي نسل لپاره د تعلیم یوه سرمایه یی. قلم د د تاند په څېر تاند ووسه

ځواب ورکول توصیف الله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *