په يوه ټولنه کې د هغه مقام لپاره مبارزه وکړئ چې د تاسو لپاره خالي وي. د چا ځاى مه نيسئ، خپل خالي ځاى ډک کړئ. خلک ټولنې نهادونه او بنسټونه دي، بې له دوى ټولنه نشته نو هر څوک په خپل ځاى کې په کار دى.
د خپل مقام د معلومولو لپاره مشاور، لارښود، مشر ته اړتيا نشته، خپله د خپل نفس او خواهشاتو پر ځاى د خپل وجدان او ضمير سره اوږد بحث وکړه، يو بل ته قناعت ورکړئ چې ايا زه څه کولاى شم، د څه تومنه را پکې شته؟ داسې پوښتنې له ځانه وکړه چې: ايا څومره تعليم لرم، مسلک مې څه ايجابوي، قانون د څه شي اجازه راکوي، نن ورځ څه ته اړتيا لرم (تعليم، پيسې، سياست)، د خلکو عکس العمل څه دى (په هغه ټولنه کې چې ته اوسيږې د دې مانا لري لکه سمندر کې چې ماهي ژوند کوي او ته په ټولنه کې، دواړه بې د ټولنې او سمندره ژوند نه شى کولاى)؟؟؟؟
دې ته ورته نورې اړينې پوښتنې له ځانه وکړه او بيا مسير تعين کړه، نه دا چې بې پوهې، بې درکه او خپل سري حرکتونه په ليونتوب سره کوې چې کله ظاهرآ بريالى کيږې هم خو په اصل کې ناکام او د بل چا ځاى د نيولى وي.
ځينې وخت په دولت دارۍ کې يو نيم شخص تر نيوکو لاندې راځي، هغه د بل چا ځاى اشغال وي، خپله ددې جوګه نه وي چې نوموړى کار او دنده پر مخ يوسي، ده خپله وړتيا نه وي پيژندلۍ، د احساساتو ښکار شي، د کارغه چم ورسره وشي، خپل قدمونه هم ترې هير وي، په ټوپو ځي. خبره مې دا کوله چې نن ورځ کانديداتورۍ ته هر کس مټې بډ وهلۍ دي، او اراده لري چې ځان کانديد کړي خو دا پته ځان ته نه لګوي چې ورور! د طب ډاکتر يم ښه متحصص او کارپوه، کاروبار مې هم ښه دى، ښه انجينير يم خو پلونه او تعميرونه د مياشت وروسته نړيږي پروا يې نه لرم، ښه نوښتګر او تراخ يم خو نه، ښه د نرم افزارو کارپوه هم خو د ملت کمپيوټر د له ويروس ډک وي، په سلګونو نورو وړتياوو درلودونکي ملي شورا ته راتګ د پيسو ګټلو، شهرت او دبدابې پيدا کولو وسيله ګڼي، کانديداتوري او وکيل جوړيدل يو امتياز ورته ښکاري، حال دا چې دروند مسوليت دى، د هيواد قانون جوړونکي هلته ميشتيږي، استازوالي ته په ټيټه سترګه کتل مو ښه کار نه بولم ځکه الله تعالى، حضرت مصطفى ص د استازي په صفت راليږلى، په استازوالى کې بايد رسالت ادا کړئ، که نه شى کولاى مه راځئ.
د لا پوهوي لپاره خوشال خان راسره ولولئ:
شيخ دې لمونځ روژه کا، زه به ډکې پيالې اخلم هر سړى پيدا دى خپل خپل کار لره کنه
زبردست په ګوتو موبرکت شه