تاند: ابوبکرجبارخېل:- د پارلمان په  ولسي او مشرانو جرګو کې د ختیځو ولایتونو استازو د شنبې په ورځ د مشرانو جرګې د مشر فضل هادی مسلمیار په مشرۍ راتلونکو ټاکنو کې د ګډ سیاسي دریځ د رامنځته کولو په خاطر یو کمېسیون جوړ کړ.

د مشرانو جرګې د معلوماتو له مخې  په دې غونډه کې چې د ولسي جرګې د غړي حاجي حضرت علي په استوګنځي کې جوړه شوې وه، د دې جرګې لومړي مرستیال ميرويس ياسيني او د دغې جرګې منشي انجنيرسيداکرام، حاجي عبدالظاهرقدير، انجينر محمد عالم قرار، حاجي سخي مشواڼی، زیفنون ساپۍ، مکرم خان ناصري، مولو عبدالاحد موحد او د ملي شورا په دواړو جرګو کې د ننګرهار، لغمان ،کونړ او د نورستان د ولايتونو نورو استازو برخه اخيستې وه.

د ختیځو ولایتونو استازو په یاده غونډه کې د روانو سياسي مسلو او سيمه ييزو ستونزو په اړه خبرې وکړې او پریکړه یې وکړه چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو کې د برخه اخیستو په موخه به ګډ سیاسي دریځ رامنځته کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې جوړ شوي کمېسیون ته یې دنده وسپارله ترڅو له دې لارې دې له دينې عالمانو، سياسي شخصيتونو، د ولايتي شوراګانو له غړو او له جهادي قوماندانانو سره په سلا مشوره کې د١٣٩٣ کال په انتخاباتو کې ګډ سياسي دريځ غوره شي.

ياده دې وي، چې په نوموړې غونډه کې د ولسي جرګې لومړی مرستيال ميرويس ياسيني او د مشرانو جرګې غړی حافظ عبدالقيوم د دغه کميسيون د ويندويانو په توګه و ټاکل شول.

 

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

2 thoughts on “په پارلمان کې د ختیځو ولایتونو استازي راتلونکو ټاکنو لپاره ګډ سیاسي دریځ رامنځته کوي”
  1. نه پوهیږم دا د کوم مصیبت پیلامه ده.
    له نوم څخه خو داسې ښکاري چې دوی غواړي پښتانه په شرقي او جنوبي یا ننګرهار او کندهار وویشي.

    میرویس یاسیني پدې هکله ډیره نامناسبه او د پښتنو په تاوان آیډیالوژي لري، د حضرت علي (د مسعود خادم) څخه هم د پښتنو د خیر تمه نه شي، عبدالقدیر هم یو خودخواه انسان دی، خدای دې خیر پیښ کړي چې داسې نه شي پخپل اکثریت کې اقلیت شو.

    البته پاته دې نه وي چې تر ننه د ټولو پښتنو په حقونو د جنوبي پښتنو خیټه اچولې وه، خو دا خبره پدې مانا نده چې نور پښتانه د جنوبيوالو څخه بیل او یا ېې پرضد ودریږي. یو حتمي پوهاوی او تفاهم زموږ په منځ کې اړین دی

    د پښتنو د هوښیارتابه په هیله

ځواب ورکول ننګرهار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *