د دوچویلي یو راپور ښیې چې پاکستاني مدرسې په خپل نصاب کې زده کوونکو ته ملا عمر او اسامه اتلان ښیې او د طالبانو نظام د ظلم او وحشت په وړاندي یو کارنده او غوره نظام معرفي کوي،
په دې مدرسو کې چې بیلګه یې د حقاني او دې ته ورته مدرسې دي د افغان تنکیو ځوانانو او ماشومانو اذهان تغیریږي او د خپل هیواد او خاوري په ضد یې استعمالولو ته چمتو کوي، دا په داسي حال کې ده چې په هغو سیمو کې چې طالبان واکمن دي مکتبونه خلاص دي خو مدرسي یې بندي دي او نه پریږدي چې د دولت په چوکاټ کې دیني مدرسي خلاصي شي.

نو له دي کبله افغان ماشومان او ځوانان د دیني زده کړو د کسبولو په موخه پاکستان ته مخه کوي او هلته په نصاب کې د اوسني نظام په ضد تبلیغات، د طالبانو د اوسنیو ډلو او پخواني حکومت په حقه ښودلو د دفاع تر څنګ بعضي جنایتکاران اتلان معرفي کوي، او هغه ماشومان او ځوانان چې کله بیا هیواد ته راستانه شي نو د هیواد او خاوري په ضد له هیڅ ډول کار څخه نه لاس په سر کیږي او د هیواد په هر ورانی او هر قتل کې ځان ته غټ دیني امتیازات ځانګړي کوي.

په افغانانو د کمزورتیا ټکي له اوله تر اخیره دین په ګوته شوي، دا په دې معنی چې افغانان او په خاصه توګه پښتانه له دین څخه لازمه پوهه نه لري او کله چې د دین په نامه هر څه ورته وویل شي که په دین کې وي او که نه وي نو دوي یې د عملي کولو لپاره هر ډول قرباني ته چمتو کیږي.

پاکستاني مدرسې په هیواد کې د روان کړکیچ په دوام او لا زیاتیدا کې تر ټولو ستر رول لوبوي، په ځینو مدرسو کې خو حتی نظامي تکتیکونه او درسونه هم زده کوونکو ته ورکول کیږي، نو د روان کړکیچ په ختمیدا کې د پاکستاني مدرسو کنټرول او د افغان زده کوونکو مخنیوي همدې مدرسو ته ډیر ګټور ثابتیدای شي.

دولت باید په پاکستان کې د افغانستان د سفارت له طریقه په یادو مدرسو کې د داسي نصاب چې د افغانستان د اوسني نظام مشروعیت تر سوال لاندي راولي په جدي توګه پلټنه وکړي او هڅه وکړي چې له پاکستاني حکومت سره په دې باره کې خبري وشي، په دوهم قدم کې باید افغان زده کوونکو ته په هیواد کې دننه د دیني مدرسو د ایجاد او له بهر څخه په راګرځولو کې جدي ګامونه واخیستل شي، په تلویزویونونو، رادیوګانو او ټولنیزو ویب پاڼو کې باید د دې موضوع په اړه تبلیغات وشي او په مساجدو کې باید د ملاامامانو له طریقه دا موضوع هیوادوالو ته روښانه شي، که نه نو تل به مو هیواد په خپلو لاسونو ړنګیږي او د هیواد په ثباته کولو کې به مو تل خپل خلګ کارول کیږي.

د فکري غلامۍ څخه د خلاصون په هیله!

One thought on “په پاکستاني مدرسو کې څه تیریږي؟/ صفی الله سلطانی”
  1. پاكستان يعنيى حٌه؟
    مركز ده تروريزم
    بدنام كول ده اسلام
    بى اتبار ملك ده دنيا
    ده سرطان دانه ده أفغانستان او هند تَر منحّ

ځواب ورکول Shah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *