تاند- افغان سوداګر وايي، په پاکستان کې یې په ملیاردونو ډالر پانګونه کړې چې په یوه میاشت کې یې افغانستان ته وړلی نه شي.

افغان سوداګرو او پانګوالو د پاکستان له لوري په یوه میاشت کې افغانستان ته د ټولو کډوالو د ستنېدو ضرب الاجل خورا لنډ وباله، ویې ویل چې په دومره لنډ وخت کې خپلې پانګې، چې تر ۴ ملیارد ډالرو یې ارزښت زیات دی، له ځان سره نه شي وړلی.

د ډان نیوز چاینل د راپور له مخې، د افغان کډوالو د اجرايي شورا ريیس عبدالغفار شینواري د سې شنبې په ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل«افغان سوداګر تیار دي چې خپل هیواد ته ستانه شي، خو څوک د دوی د پانګو د ورکولو او سپارلو ضمانت کوي؟»

شینواري وویل چې افغانانو د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۴ ملیارد ډالرو په ارزښت پانګونه کړې چې دا پیسې او پانګې په یوه میاشت کې راټولېدای نه شي.

پاکستان په ځلونو له خپلې خاورې افغانانو ته د وتلو خبرداري ورکړي خو وروسته یې د دوی د استوګنې موده وراوږده کړې ده. له همدې کبله د افغان سوداګرو دا ادعا چې یوه میاشت د دوی د پانګو د انتقال لپاره لنډه موده ده، د توجیه وړ نه ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې اکثره افغانان، سره له دې چې په پاکستان کې سپکې سپورې تېروي، په دې خاطر نه غواړي چې د عزتمن ژوند لپاره خپل هیواد ته راستانه شي چې په پاکستان کې روږدي شوي دي.

د سې شنبې په ورځ په پېښور کې افغان سوداګرو هم د پاکستان د پولیسو له ناوړه سلوک او د سوداګرو او نورو افغانانو له ځورېدو شکایت وکړ.

وروسته له دې چې د جنورۍ په څلورمه امریکا پر پاکستان پوځي مرستې بندې کړې، د اسلام اباد چارواکو په خپله خاوره کې دېره افغانانو ته، چې شمېر یې د یو نیم او ۲ ملیون تنو ترمنځ دی، یوه میاشت موده وټاکله او اعلان یې وکړ چې باید درست مهاجر په همدې موده کې ووځي.

امکان لري چې پاکستان یو وار بیا دا موده یو څه اوږده کړي خو تېرو تجربو ته په کتو بیا به هم افغان کډوال له پاکستانه د مهاجرو د ایستو د مودې د اوږدېدو غوښتنه کوي.

3 thoughts on “په پاکستان کې دېره افغان سوداګر وايي، په یوه میاشت کې خپلې پانګې نه شي ټولولی”
  1. دا مهاجر نه دی دا پاکستان ته تللی رو ږدی دی چه هلته اوسیدل د ابد لپاره غواړی.
    دا د مهاجرو ویستلو مسله له کلونو روانه ده په دومره موده کی یی ولی خپلی پانګی نه ویستل.
    دوی اصلا نه غواړی افغانستان ته خپلی سرمایی انتقال کړی. دوی پاکستان غوره ګڼی.

  2. که هیوادته ستانه سي ضمانت به یې څوک وکړي چه اشغالګر او اربکیان به په عزت او ابرو تیری ونکړي

ځواب ورکول Abdul Bari ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *