تاند – په پاکستان کې د افغان طالبانو د لوی مشر وژنه چې د شنبې په ورځ په بلوچستان ایالت کې پېښه شوه د دغه هېواد له پاره دوه ځلې شرم دی.‌

د برتانیا د اکانومېست مجله په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي چې ملا منصور په وزیرستان کې چې، د پاکستان او امریکا د پټ تړون له مخې پرې بې پیلوټه الوتکې بمبارد کوي، نه دی وژل شوی بلکه نوموړی د بلوچستان په جنوبي ایالت کې په یوه لویه ترافیکي لاره په داسې حال کې چې له ایران څخه را روان وو او په پاکستاني پاسپورټ یې سفر کاوه، وژل شوی دی.

د اکانومېست مجله وړاندې لیکي چې،‌ تر ټولو بده یې دا ده چې،‌ اسلام اباد مېشتو پوځي مشرانو د منصور په ملاتړ پراخه پانګونه کړې وه چې له ۲۰۱۵ څخه وروسته طالبان په افغانستان کې په خپلو خونړیو جګړو کې بریالیتوبونه ترلاسه کړي او په دې توګه پاکستان د خپل ګاونډي هېواد په چارو نفوذ ترلاسه کړي.

یاده مجله یادونه کوي چې، یو شمېر خلک په دې باور دي چې پاکستاني چارواکي به په دې هڅه کې ول چې منصور ووژني،‌ خو نور بیا فکر کوي چې د امریکا د صبر کاسه بالاخره د پاکستان د ناکامۍ له امله ډکه شوه چې طالبان په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو مېز ته ور وړاندې کړي.‌

تر دې مخکې، د القاعده شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن،‌ د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر مجاهد او د افغان طالبانو یو شمېر نور مشران لکه ملا عبیدالله او ملا عبدالرقیب هم په پاکستان کې وژل شوي ول.‌

ویل کیږي چې د پاکستان د پوځي استخباراتو اداره (آی اېس آی)‌ له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د بېلابېلو افغان ګروپونود تنکیو ځوانانو مغزونه وینځي، ځانمرګو بریدونو او د افغاني تاسیساتو ویجاړونې ته یې هڅوي چې په دې توګه په افغانستان کې د اور لمبې بلې وساتي او دغه هېواد د اوږدې مودې له پاره د خپلو بې کیفیته موادو د خرڅانه د مارکېټ په توګه وکاروي.‌

One thought on “په پاکستان کې د ملا منصور وژنه د پاکستان له پاره دوه ځلې شرم دی”
  1. زه نه پوهیږم چې نړیوال او امریکا به کله دا خبره ومني چې پاکستان نه یواځې خپلو ګاونډيو ته ګواښ دی بلکې ټولې نړۍ ته یو لوی ګواښ اوناسور دی. تر څو چې د پاکستان وجود وي نړۍ به ارامه ورځ ونلري. امريکایانو ته به چې کله پخوا افغانانو د پاکستان نه ګیله کوله هغوی به ویل چې تاسو څه ثبوت لرئ، په افغانستان کې چې هر څه کیږي تاسو پاکستان ته ګوته نیسئ. امید دی چې ړانده او کاڼه امریکایان اوس قانع شوي وي چې پاکستان شرم او حیا نلري او په هرې ورانکارئ کې شامل دی، ځکه اسامه هلته ووژل شو، ملا عمر هلته مړ شو او دادی اوس منصور هم هلته ووژل شو.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *