تاند- د پاکستان د ملي امنیت شورا نن /سې شنبه/ د پاکستان په  اړه د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه بیړنۍ غونډه جوړه کړه او د ولسمشر ټرمپ پر ځرګندونو یې ژوره نهیلي ښکاره کړه.

له بلې خوا یو شمېرپاکستانیانو د ټرمپ د څرګندونو په اعتراض کې مظاهره وکړه او د امریکا بیرغ او د ولسمشر ټرمپ عکسونه یې وسوځول.

د امریکا ولسمشر د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل «د امریکا متحدو ایالتونو په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته تر ۳۳ ملیارد ډالره زیاته مرسته ورکړه، او دوی د دې په وړاندې بې له درواغو هیڅ رانه کړل. دوی هغو تروریستانو ته خوندي پناهځایونه ورکړل چې موږ یې په افغانستان کې د ځپلو هڅه کوو…»

د ټرمپ د دې خبرو په عکس العمل کې د پاکستان په څو ښارونو کې مظاهرې وشوې.

دوی د ټرمپ خبرې د پاکستان سپکاوی وباله او د پاکستان له حکومته یې وغوښتل چې له امریکا سره پر خپلو اړیکو بیاکتنه وکړي.

د پاکستان د ماي امنیت شورا غونډه

په همدې حال کې د پاکستان د ملي امنیت شورا د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په اړه د پاکستان د رسمي دریځ د معلومولو لپاره غونډه وکړه او په لړ کې یې د ولسمشر ټرمپ پر خبرو ژوره نهیلي ښکاره کړه.

د پاکستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې، چې د صدراعظم خاقان عباسي په مشرۍ جوړه شوه، د ټرمپ څرګندونو د دوو هیوادونو ترمنځ د اعتماد لپاره زیانمنوونکې وبللې. دې شورا دغه راز ویلي چې ټرمپ په دې خبرو د تروریزم پر ضد د پاکستان پر قربانیو سترګې پټې کړې.

د پاکستان د ملي امنیت شورا په عین حال کې د افغانستان حکومت د امریکا د ماتې سبب بللی او ویلي یې دي چې دا عوامل د ماتې علتونه دي:

خپلمنځي سیاسي اختلافات

پراخ اداري فساد

د مخدرو موادو تولید

د افغانستان په خاوره کې دننه د حکومت له کنټروله د زیاتو سیمو وتل او هلته د تروریستي تنظیمونو له لوري د پناهځایونو جوړېدل

پرون د ښاغلي ټرمپ د ټویټ له خپرېدو وروسته د پاکستان دفاع وزیر، دفاع وزارت او د نشریاتو وزیرې عکس العملونه ښکاره کړل.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیرې مریم اورنګزېب په ټویټري پیغام کې ولیکل«د امریکا متحد ایالتونه باید په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان وانه چوي.»

دې همداراز ویلي«پاکستان د تروریزم پر ضد په جګړه کې بې سارې قربانۍ ورکړي او په دې کې هیڅ ابهام نشته.»

تر مېرمن اورنګېزب وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د دوشنبې په ورځ د ټرمپ د پیغام له خپرېدو سمدستي وروسته په ټویټر کې ولیکل«موږ به ان شاالله د ټرمپ ټویټ ته ژر ځواب ووایو… نړۍ به له رښتیاوو، د حقیقت او افسانو ترمنځ له توپیره خبره کړو.»

وروسته د پاکستان نور حکومتي چارواکي هم په ټویټر کې فعال شول او د بهرنیو چارو د وزارت له قوله یې ولیکل«متحدان یو بل ته خبرداري نه ورکوي.»

2 thoughts on “په پاکستان کې د ټرمپ د څرګندنو خلاف مظاهرې وشوې”
  1. ANY PAKISTANI IS A TERORIST,PAKISTAN IS FACTORY OF TERORISM,
    OSAMA/MULA OMER /MULA MASOOR,HAQANIIS WAS IN PAKISTAAN/
    SAMIEEULHAQ/SERAJULHAQ/BESHRAF/FAZELRAMAN/SHEEKH SAEED,
    ARE LEADERS OF TERORISM/
    HUNDRED OF MADARESS IS HOUSES FOR TRINING OF TERORISTS,

    TERORISM IS NUMBER ONE EXPORT OF PAKISTAN,
    UNITED NATION MUST BRING POLITICAL PRESSURE ON PAKISTAN,
    THANK YOU

  2. د پاکستانیانو د دغه اوسنی حالت سره دغه پښتو لنډۍ ډیره پځای ده کوم چی وایی: په پتاسو د آموخته کړم««»» اوس د جوارو پولۍ خوند نه راکوینه او د دوی د همدی بدی پایلی اړوند بیا همد ښآغلی جهانی د حیات آباد د شعر آخرینۍ ټپه ډیره مناسبه ده کوم چی داسی وایی : د سرونو په بازار کی چی څوک زر خوری ««»» عاقبت به په همدی بازار کی سر خوری ..

ځواب ورکول محمدربی آماج ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *