له برتانیا څخه خپرېدونکې انګریزي ورځپاڼه، (مېل انلاین) لیکي؛ د پاکستان پوځ، چې بهرنیان یې له ډېرې مودې څخه د سختدریځو وسلهوالو ډلو په ملاتړ تورنوي، له یوې بې مخینې ننګونې سره مخ دی ـ د رهبرۍ وړ پښتون ځوان څوک چې نه غواړي پټه خوله پاتې شي.
له پښتنو سره د توپیري چلند او د پوځياتو لخوا بې محاکمې د پښتنو د وژلو له امله ګڼ پښتانه په بېساري ډول د منظور پښتین تر شاه ودریدل او د دوی خوځښت ورځ تر بلې پیاوړي کیږي.
په لیکنه کې راځي؛ د پښتون ژغورنې د غورڅنګ فعالان، د واشنګټن او کابل په شان، ادعا کوي چې پوځ هغو ترهګرو ته پټنځایونو ورکوي چې پر افغانستان بریدونه ترسره کوي؛ خو هغه ډلې په نښه کوي چې د ټوپک خولې یې د پاکستان په لور وي.
په لیکنه کې له فرانس پریس اژانس سره د منظور پښتین د مرکې یو نقل قول را اخیستل شوی، چې ویلي و: «د [پاکستان] دا تګلاره زموږ لپاره ډېره خطرناکه ده»؛ او زیاته کړې یې وه، دغې سټراټیژۍ د پښتنو دودیزې ټولنې ختمې کړې، ځکه چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا ملکیان تر بریدونه لاندې راځي، وژل کیږي او یا تښتتول کیږي.
«مېل آنلاین» د سیاسي شنونکي میکایل سیمپل له خولې لیکي؛ د پښتین خوځښت د پاکستان د پوځ هغه راپورونو چې له ترهګرو سره د مبارزې په اړه یې ورکوي، له پوښتنې سره مخ کړي دي.
د کوینز پوهنتون پروفیسور، سېمپل زیاته کړې: «دا د دوه مخې لوبې یو کمزوری ټکی دی ــ اصلي خلک [ترهګر] هملته ژوند کوي او ګورئ تاسې څه کوئ؛ دغه خوځښت حقیقتونه را برسېره کوي».
(مېل انلاین) لیکلي چې د یکشنبې په ورځ د پاکستان په دویم لوی ښار لاهور کې په زرګونه کسان راټول شوي وو او د پښتون ژغورنې د غورځنګ شعارونه یې ورکول: «پوځي یونیفورم اغوستونکي کسان د ترهګرو تر شا دي».
د ورځپاڼې په باور، د لاهور غونډه یوه بېسارې پېښه وه، ځکه چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په څېر هېچا دا جرأت نه و کړی چې د پاکستان د امنیتي دستګاه په وړاندې له سرې کرښې پښه واړوي او مخامخ هغوی د ترهګرو په ملاتړ تورن کړي.
د آمریکا متحده ایالات او ګڼ شمېر نور هېوادونو د کلونو لپاره پاکستان تورنوي چې وسلهوالې ډلې لکه افغان وسلهوال طالبان د پراکسي په توګه کاروي او دوی ته په سرحدي سیمو کې خوندي پټنځایونه برابروي.
حقیقت پخوا هم حقیقت خو همدا برتانویان دی چی ددوی په ظلمونه اوبی رحمی پرده اچوی