تاند- د پاکستان له اسلامي نظریاتي شورا څخه د سړو د ملاتړ لپاره د هغسي قانون د تصویبېدو غوښتنه وشوه چې دې شورا د ښځو په دفاع کې تصویب کړی دی.

د پاکستان د اسلامي نظریاتی شورا له مشر مولانا محمد خان شېراني څخه، چې د پاکستان د علماوو شورا رييس هم دی،  غوښتل شوي چې د هغو سړو د ملاتړ لپاره قانون تصویب کړي چې د خپلو ښځو له لوري ربړول شوي دي.

د پاکستان اسلامی نظریاتي کونسل (شورا) ته ویل شوي چې ځیني پاکستانۍ ښځې پر خپلو مېړونو ظلم کوي او له ربړولو او شکنجې وروسته یې له کوره باسي.

د ډان نیوز د راپور له مخې، د اسلامي نظریاتی شورا یوه مشر صاحبزاده زاهد محمد قاسمي ویلي، د پاکستان ډېرو خلکو له دې شورا غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د اسلامي اصولو پر اساس داسي قانوني لایحه چمتو او تصویب کړي چې د سړو پر حقونو د ظلم او تېري مخه ونیسي.

ډان نیوز وايي چې اسلامی نظریاتی شورا به د دې لایجې په اړه ژر پرېکړه وکړي.

2قاسمي ویلي چې د پاکستان د اساسي قانون او دغه راز د شرعې مطابق به په پاکستان کې د سړو د حقونو دفاع وکړي.

ده دا هم وویل چې په ځانګړي ډول یې په پنجاب کې شکایتونه ترلاسه کړي چې ښځو د خپلوانو په مرسته خپل مېړونه ربړولي او حتي لاس و پښې یې ورڅخه پرې کړي دي.

په یو شمېر نورو شکایتونو کې ویل شوي چې مېړونه له کوره شړل شوي دي.

قاسمي وايي چې باید له کوره د شړل شویو نارینه وو لپاره سرپناه جوړه شي.

3 thoughts on “په پاکستان کې د ښځو له خوا پر مېړونو د ظلم د مخنیوي لپاره د قانون د تصویب غوښتنه”
  1. سلامونه
    ای افغانانو لز فکر وکری موز دداسی کسانو به خوله به خبل منخ می سره اخبه یو جی هغه د خبلو شخو اداره نسی کولای.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *