تاند- د پاکستان په سند ایالت کې یوه انتحاري د مشهور صوفي لال شهباز قلندر زیارت په دروازه کې ځان والوزاوه او لږترلږه ۱۰۰ تنه یې ووژل.

راپورونه وايي، په دې پېښه کې، چې نن /پنجشنبه/ ماښام ناوخته وشوه، تر ۲۵۰ ډېر نور ژوبل شوي دي. ویل شوي چې د لسګونو ټپیانو حال نازک دی.

له دې چاودنې سره سم د پاکستان د تورخم دروازه سمدستي بنده کړه.

پولیس وايي، په وژل شویو کسانو کې تر نیمايي ډېر ښځې او ماشومان دي.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. دې ډلې د خپل خبري اژانس اعماق په ویبپاڼه کې ویلي چې د دوی یوه انتحاري بریدګر په سند ایالت کې د شیعه ګانو پر غونډه برید وکړ.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز د دې حملې په وړاندې توند غبرګون وښود، ویې ویل چې دوی به د پاکستانیانو د هر څاڅکي غچ واخلي او په هیچا به رحم ونه کړي.

نن /پنجشنبه/ هم په پکتیکا کې طالباني ماین د اورګون ولسوالي د ۲ مدرسو د ۷ ماشومو زده کوونکو په شمول ۱۲ تنه ملکي وګړي ووژل.

له حملې لږ ساعت وروسته د پوځ ویندوی اعلان وکړ چې د افغانستان د پولې د بندولو امر شوی.

تورنجنرال اصف غفور د پولې د بندېدو علت امنیتي وباله خو نور جزییات یې څرګند کړي نه دي.

«د پاکستان- افغانستان پوله په امنیتي دلایلو تر راتلونکې امره پوري بنده ده.»

پاکستان وړمه ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان مرستیال سفیر د لاهور د انتحاري حملې په خاطر احضار کړ او په دې یې احتجاج وکړ چې دا برید جماعت الاحرار کړی او دا ډله په افغانستان کې پناهځایونه لري.

د پاکستان د پوځ له اقداماتو داسي ښکاري چې دا هیواد به ممکن په راتلونکو ورځو کې په کابل او نورو ښارونو کې د غچ په نوم بمي بریدونو ته زور ورکړي.

د پاکستان (دي نیوز) ورځپاڼې لیکلي چې پاکستان وروسته له دې له افغانستان سره د پولې د بندېدو امر وکړ چې په دغه هیواد کې د سند ایالت په تروریستي حملې کې تر ۱۰۰ زیات پاکستانیان ووژل شول.

تراوسه پوري افغانستان د پاکستان له لوري په یو اړخیز ډول د پولې د بندېدو په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی او دا هم تر دې دمه معلومه شوې نه ده چې پاکستان یوازې د تورخم دروازه بنده کړې او که یې د سپین بولدک – چمن لاره هم تړلې ده.

تازه

د پاکستان د پوځ ویندوی په یوه تازه ټویټ کې لیکلي«وروستي اقدامات د دښمن قدرتونو په لارښوونه د افغانستان له پناهخایونو کېږي، موږ باید دفاع وکړو او ځواب به ورکړو.»

د پاکستان صدراعظم نوازشریف پر لال شهباز قلند زیارت حمله د پاکستان پر مترقي او پرمختللې راتلونکې حمله بللې ده.

ده ویلي«صوفیان د پاکستان د تاریح برخه دي، او د پاکستان د جوړېدو لپاره په هلوځلو کې یې مهم رول لوبولی دی.»

د پېښې جزییات همدلته خپرېږي.

3 thoughts on “په پاکستان کې چاودنې تر ۳۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله”
  1. ای اس ای یوه بې رحمه او وحشي اداره ده، چې کله پوه شو چې نړیوال او خاصتا امریکا پرې کیدی شي د ترهګرۍ د ملاتړي په تور ندیزونه ولګوي نو د خپلو خلکو په وژلو یې شروع وکړه. اوس افغانستان ته ګوته نیسي چې د حملو عاملین یې افغانستان کې پټنځایونه لري او سرحدونه بندوي. لمر په یوه ګوته نه پټیږي، پاکستان د ترهګرۍ پوهنتون دی او ټولې نړۍ ته اوس ثابته شوې. افغان دولت هم باید متوجه شي چې یو څوک په خپلو خلکو رحم نکوي نو موږ نه خو یې هسې هم ….. خوګیږي.

  2. fuckistan is factory of terrorism for last 50 years,
    what they want, they will deserve that,
    we sorry for public any where,
    now is time,all our public help with police,any where if terrorist,ontime call to police,thank you

ځواب ورکول kabuliwala ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *