تاند- راپورونه وايي چې وسله والو کسانو د پاکستان په شمال کې پر یوه هوټل حمله وکړه.
پولیس وايي، په دې حمله کې، چې نن سهار وختي په ګلګت کې وشوه، نهه تنه بهرني سیلانیان او د هغو یو پاکستانی لارښود وژل شوي دي.

پولیسو د وژل شویو سیلانیانو د ملیت په اړه ویلي چې د هغوی په منځ کې چینایان، روسان او اوکراینیان شامل دي.
تراوسه پوري د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. خو پولیس وايي چې حمله کوونکي د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

یوه جګپوړي دولتي چارواکي وویل چې سیمې ته ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه استول شوي دي.

ګلګت، چې د طبیعي ښکلا په لرلو مشهور دی، د چین، کشمیر او افغانستان ترمنځ پروت دی.

کارپوهان وايي، سره له دې چې په وروستیو کلونو کې په ګلکت کې د وسله والو سخت دریځو له لوري پر شیعه ګانو یو شمېر حملې شوي دي خو دې سیمې ته په پاکستان کې د یوې خورا امن سیمې په سترګه کتل کېږي.

رویټرز خبري اژانس د وژل شویو کسانو پنځه تنه اوکراینیان، درې چینایان او یو روسی ښودلي دي.
د پولیسو یوه چارواکي علي شېر دغه اژانس ته وویل:«ناپېژندوي سړي هوټل ته ننوتل او په هغه کې پر دېره بهرنیانو یې ډزې وکړې.»

دا اژانس په عین حال کې وايي چې د جند الله په نوم یوې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
د دې ډلې یوه ویندوی احمد مروت رویټرز خبري اژانس ته د تېلفون له لارې وویل:«دا بهرنیان زموږ دښمنان دي، موږ د هغو پر وژلو ویاړو او په راتلونکي وخت کې به دې ډول حملو ته دوام ورکړو.»
جند الله ډلې تر دې پخوا په سیمه کې پر شیعه ګانو د حملو مسوولیت په غاړه اخیستی و.

3 thoughts on “په پاکستان کې ۹ بهرني سیلانیان ووژل شول”
  1. Deer Kha.

    Da Pakistan da noori barbaday pa hela.Cha che Da afghanistan per khawra or lagawaly day.khoday da ye hamdasi tabah kre.
    Ammen

  2. pakistan establishmen must understand that in this situation atom bomb doe not work if pakistan isi continous destruction policy inshalah one day will be divided and afghanisgtan will be growing so pakistan establishment must eridicate all militants source where attakes are prapared against afghanistan.

ځواب ورکول zadran ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *