ارشیف، پروان

تاند- په یوه انتحاري حمله کې ۲ تنه ملکي افغانان شهیدان او لږترلږه ۳ بهرني پوځیان ژوبل شول.

دا برید نن /چهارشنبه/ د پروان ولایت په بګرام ولسوالي کې وشو.

د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ ولیزاده وویل، انتحاري حمله کوونکی پلی و او پر بهرنیو پوځیانو یې په داسې حال کې حمله وکړه چې د هغوی ګزمه د پېښې په ځای کې تېرېده.

تراوسه پورې (د خبر د خپرېدو تر شېبې) د وژل شویو بهرنیو پوځیانو ملیت معلوم نه دی.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکو هم تراوسه پورې د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د پروان د والي ویندویې ویدا شهکار وویل چې برید د بګرام ولسوالي په (سې دوکان) سیمه کې شوی دی.

د شهکار په وینا دوه افغان ملکي وګړي شهیدان شوي او ۲ نور ژوبل شوي دي.

دې همداراز وویل چې په دې پېښه کې ۲ تنه ژوبل شوي افغانان ښځې دي او د درملنې د بګرام هوايي اډې روغتون ته بېول شوي دي.

له دې جلا نن /چهارشنبه/ په یوه بله انتحاري حمله کې، چې په میدان وردک ولایت کې وشوه، د ملي اردو ۷ سرتېري شهیدان او یو تورنجرنال ټپي شو.

دا پېښه تر غرمې لږ مخکې د وردک ولایت په چک ولسوالي کې د ملي اردو پر یوه پیک اپ موټر وشوه.

One thought on “په پروان کې انتحاري حملې ۲ ملکي افغانان شهیدان او ۳ بهرني پوځیان ژوبل کړل”
  1. د طالب لالی دښمنئ ته نړیوال کفر اشر کړی او ته ناځوانه مسلمان افغان هم په هماغه اشر کی د کفر سره یو ځای چرخونه خوری !! ښه ورسره خوره ی نه دی منع کوم؛ خو چ بوک سومبۍ می راواړولی بیا نو شهید ځان ته مه وایه مرداره !
    او یا هم ستا د همسنګره امریکایی د شهادت ثبوت راوړه.

ځواب ورکول khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *