تاند- د پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف پر کور نن ماسپښین راکټونه ولګېدل.

راپورونه وايي چې لږترلږه دوه راکټونه په پغمان کې د سیاف پر کور لګېدلي خو له کبله یې چا ته مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.

د راکټونو د لګېدو په مهال سیاف په خپل کور کې نه و.

تراوسه پوري د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

سیاف د وسله والو طالبانو یو سخت منتقد دی. ده د طالبانو د واکمنۍ په مهال د شمال ټلوالې لمن نیولې وه.

تر دې مخکې لږترلږه دوه ځلي د سیاف د ترور هڅې شوي دي.

5 thoughts on “په پغمان کې د سیاف پر کور راکټي برید وشو”
  1. که چیرته استاد سیاف دګلبدین په شان اوس یی هم بیګناه افغانان وژلای او د ای ایس ای په ریموټکنټرول اتڼ کولای نو بیا هیچا هم راکټونه نشوای پری ویشته, خو اوس چه داکس صلحه غواړی د ای ایس ای مزدوران دی په ارامه نه پریږدی, انشاالله چه دادجهاد محترم شخصیت ته هیڅوک هم تاوان نشی رسولای, الله دی روغ او صحتمنده لری.

  2. سیاف یو قاتل اختطاف چۍ او دی کابل دی چور او چپاول. او دی وراني مسوول ده باید بدون له کوم دلیله په دار وزړول شی دی کوم پاک مسلمان هم نه دۍ بلکه دی حفیظ الله غټ اجنت وه او بیا دی ای اس ای مزدور شو

  3. دوستانو خفه گیږی مه همدغه استاد سیاف هر ځای دغه مبارک حدیث شریف تلاوت کولو چی (من اعان ظالما سلطه الله علیه) د خپله د ظالمانو معاونت کړی دی نو اوس همغه ظالمان خدای پر ده مسلط کړیدی

ځواب ورکول زلمی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *