عبدالرحمن فرقاني –

پرون په پلازمینه کابل کې د ملگرو ملتونو د اویایمه کلیزه لمانځغونډه په داسې حال کې ترتیب شوې وه، چې د هېواد په گوټ گوټ کې د بېلابېلو اړخونو او کړیو له خوا د مرموزو اهدافو لپاره جګړه روانه ده، او نوموړې موسسسې یې په هکله د څرګندونې څخه ډډه کوي، او هیڅ ډول اغیزمن دریځ او غبرګون نه لري!.په داسې حال کې چې تر ټولو وړاندې د خپلو مکلفیتونو له مخې باید په دې هکله نوموړې موسسې پرېکنده دریځ درلودی او د جګړې د ښکیلو اړخونو سره د سوله ییز چاپیریال د رامنځته کولو په موخه نه ستړې کېدونکې هڅې درلودی. په افغانستان کې د نورو ګڼو ستونزو تر څنگ یوه بنسټیزه ستونزه د ملګرو ملتونو تش په نامه او نمایشي شتون دی، هغه نړیواله موسسه چې د تاسیس تر ټولو لویه موخه یې په جګړه ځپلو هېوادونو کې د سوله ییز چاپېریال را منځته کول دي!.

د بشریت د تاریخ په اوږدو کې د مفکرینو او لیکوالانو له خوا تل دا وړاندیزونه مطرح کیدل چې د نړیوالې راکړې ورکړې لپاره دې یوه داسې مؤسسه ایجاد شې، چې د مختلفو هیوادونو تر منځ په نړیواله کچه د جګړې په حالت کې چارې پرمخ بوځي ، او د هیوادونو تر منځ د کړکیچونو د اوارولو واک اوصلاحیت ولری . دا وړاندیزونه د لومړی ځل لپاره هغه مهال پرحقیقت بدل شول چې بشریت په لمړۍ نړیواله جګړه کې په ملینونو انسانان له لاس ورکړل . د ملګرو ملتونو تر نامه لاندې نړیوالې مؤسسې ته په لمړی ځل د امریکا د جمهور رئیس ویلسون له لوری بلنه وشوه او د دې بلنه پر بنسټ دا مؤسسه ایجاد شوه ، خو سره لدې چې امریکا ئې د جوړولو بلنه وکړه د کانګرس د ممانعت پر اساس ئې پکې ګډون ونه کړ

دبشریت په سیاسی تاریخ کې د لمړی ځل لپاره په نړیواله سطحه د ملګرو ملتونو په څیر د یوې مؤسسې ایجادول یوه لویه لاسته راوړنه وه ، خو دا لاسته راوړنه هم استعماری قوتونو د خپلو سیاسی اهدافو لپاره وګمارله ،اوپه ډیر مهارت ئې د دې موسسې له لارې د نړۍ د هیوادونو په سیاسی برخلیکونو کې د مداخلت موکه تر لاسه کړه ، او دې مؤسسې په پیل کې وکولای شول چې په هغه کشاله باندې برلاسې شي چې هر وخت به د نړیوال تنظیم په وړاندې خنډ کیدله ، اوهغه : په ظاهري ډول دهیوادونو تر منځ قانونی مساوات اودغه قانونی مساوات ته واقعی بڼه ورکول . د دې موخې لپاره ئې دوې څانګې پرانیستې ، چې یوه ئې عامه څانګه وه او د نړۍ ټولو هیوادونو پکې په مساوی توګه د یوې رایې حق درلود ، او بله ئې ځانګړې څانګه وه چې لویو هیوادونوپکې دایمي غړیتوب درلود ، او د ملګرو ملتونوپه مؤسسه کې د امنیت شوری ونومول شوه ، او د غړیو تعداد ئې نهه هیوادونه وو ، خو دا لومړی مؤسسه ونه توانیدله چې د دوهمې نړیوالې جګړې مخنیوی وکړی او د دوهمې نړیوالې جګړې په رامنځ ته کیدو تقریبا ړنګه او له منځه ولاړه .

دوهمې نړیوالې جګړې په نړیوال سیستم کې ژور بدلون رامنځ ته کړ، او اوروپا لکه وړاندې د نړۍ په سیاسی ډګر کې پیاوړی پاتي نه شوه ، ځکه چې امریکا او روسیې په نړۍ کې د زاړه نړیوال قوت لکه بریتانیا او فرانسې په وړاندې د دو نویو اساسی قطبونو په څیر تبارز وکړ ، او ځیني نور پیاوړی هیوادونه لکه جرمنی ، ایطالیا او جاپان ډیر ضعیفه شول ، نو دغه بدلونونه لامل شول چې د ملګرو ملتونو په مؤسسه کې چې د بیا ځل لپاره ایجاد شوه هم ژور بدلون رامنځ ته شي.

په دوهمه نړیواله جګړه کې برلاسی هیوادونه پدې باور شول چې د ملګرو ملتونو د ضعف لامل د نړیوالو سیاسی تغیراتو په وړاندې په دې مؤسسه کې د امریکا نه ګډون دي ،چې د امریکا کانګرس ئې مخنیوی کوي . نو لدې ځایه په ملګرو ملتونو کې بنسټیزواولویو هیوادونو زیار ویست تر څو امریکا د دغې نړیوالې مؤسسې په جوړښت کې ګډون وکړی اوغړیتوب ئې ومني .

په کال ۱۹۴۲ م کې امریکا په رسمی توګه د ملګرو ملتونو غړیتوب ومانه او په کال ۱۹۴۵ م کې موافقه وشوه چې د ملګرو ملتونو مرکزی دفتر دې په نیویارک کې پرانیستل شي ، اوپدې لاسته راوړنه سره امریکا په حقیقت کې د نړۍ سیاسی برخلیک یرغمل کړ .

د ملګرو ملتونو میثاق لاندې اهداف د خپلو چارو لپاره وټاکل :

۱ـ د نړیوال امنیت او سولې ساتنه ، او د دې هدف په چوکاټ کې باید د ملګرو ملتونوټول فعالیتونه متمرکز شي ، او د ملګرو ملتونو میثاق د دې موخې د تحقق لپاره ټول تدابیر او وسایل ټاکلی دي . لدې څخه هغه وقایوی تدابیر هم دي چې د هیوادونو تر منځ د سیاسی منازعاتو مخ نیوی کوی ، او ځینی نور هغه تدابیر دي چې د نړیوال قانون پربنسټ په سوله ایزه توګه د هیوادونو تر منځ د کشالوحل ته لاره اواروی ، او نور ځیني داسې جګړه ایز تدابیر هم شته چې د تیری او د سولې د اخلال په صورت کې ورنه استفاده کیږي .

۲ـ د هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو وده .

۳ـ د هیوادونو تر منځ د اقتصادی ، ټولنیز اوسیاسی مسایل اړوند د مرستې او همکاری د روحیې ایجادول .

۴ـ دنړیوالو فعالیتونو تر منځ تنظیم او تنسیق او دا فعالیتونه د ملګرو ملتونو د اهدافو لپاره ګمارل . او دا کار لامل شوی چې د ملګرو ملتونو مؤسسه په نړیواله کچه حقیقی اوریښتنی عنصر نه وی بلکه لوی هیوادونه ئې د خپلو سیاسی مقاصدو لپاره استعمال کړي .

همدا رنګه د ملګرو ملتونو میثاق د ملګرو ملتونو د مؤسسې لپاره لاندې اساسات ټاکلی :

۱ـ دغړیو هیوادونو ترمنځ د واکمنۍ مساوات ، چې مراد ورنه د حقوق او مکلفیتونو مساوات دی ، خو میثاق هغو دایمی غړو هیوادونو ته د (ویتو ) حق یعنی د رد حق ورکړی دی .

۲ ـ د مکلفیتونو تنفیذ په ښه نیت سره ، هغه مکلفیتونه چې میثاق ورباندې ټینګار کوی .

۳ـ د نړیوالو ستونزو حل په سوله ایزه توګه .

۴ـ د هیوادونو تر منځ د تنازعو د حل لپاره د قوت داستعمال تحریم ، اوپه نړیوالو اړیکو کې ئې د ګواښ لپاره د استفادې تحریم .

۵ ـ د هیوادونو په داخلی مسایلو کې د مداخلت څخه ممانعت .

که پورتني تاریخي لنډیز ته ځیر شو او د ملګرو ملتونو د میثاق په اهداف او اساساتو غور وکړو ، نو دا مؤسسه دهغو استعماری قوتونو په غوښتنه جوړه شوی ده چې د بشریت پرضد د دوی په جګړو کې په ملینونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی ، او که د میثاق اهداف او اساسات ئې په غور ولولو نو بنستیزه موخه اوهدف ئې په نړۍ کې د امنیت او سولې تامینول ، او د هیوادونو په داخلی چارو کې د لاسوهنې څخه ممانعت دی . خو کې د تاسیس نه را پدې خوا د دې کرغیړنې مؤسسې کړه وړه وڅیړو نه یوازی دا چې په نړیواله سطحه ئې سوله او امنیت نه دی تامین کړی بلکه د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې د بې ثباتی او بې امنیتی لامل ګرځیدلی ده ، او په ځانګړی توګه په اسلامی نړۍ کې ټولې سیاسی کشالې او نظامی یرغلونه او اشغالونه د دې مؤسسې د بنسټیزو استعماري هیوادونو له لوری په لاره اچول شوی دی ، او د دې مؤسسې له لارې غاصبو قوتونو د ګڼ شمیر هیوادونو سیاسی برخلیک یرغمل کړی دی ، او د نظامی حضور په پایله کې د هیودونو په داخلی چارو کې د دې مؤسسې د مختلفو شعبو له لارې لاسوهنه کوي .

د دې مؤسسې د سپارښتنې او پریکړې پر بنسټ استعماری قوتونو پرافغانستان نظامی یرغل تر سره کړ، او د یوې اوږدې مودې څخه ئې اشغال کړی دی ، د دې هیوادونود نظامی حضور په پایله کې نه یوازی سوله او امنیت په افغانستان کې تامین نه شول بلکه بې ثباتی اوبې امنیتې دهرې افغانۍ کورنۍ ژوند ګواښوي ، په ځانګړی توګه د افغانستان په جنوب کې خو حالت دومره خراب شوی چې هره لحظه د عامو وګړو ژوند په ماتم بدلیږي ، د عامو وګړو ژوند د اشغالګرو ځواکونو د اخ او د وسلوالو ډلو د ډب تر منځ دتباهۍ اوبربادۍ سره مخ دی . دا ځواکونه د ملګرو ملتونو په پریکړه افغانستان ته راغلی دی اوپه حقیقت کې دا راز د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نظامی او سیاسی مداخلت لپاره دغې مؤسسې لاره اواره کړی ده نه دا چې شخړې ئې اوارې کړې وي .

په کوم شیطانی ډول چې د دې اسلام دښمنې مؤسسې تهداب ایښودل شوی دی ، د نړۍ د ټول اقتصادی ، ټولنیزاوسیاسی پرمختګ سره سره په خپل حال پاتی دي اوپکې هیڅ راز بدلون نه دی رامنځ ته شوی . ترټولو لوی خیانت چې د بشریت سره شوی دی هغه دایم العضویت هیوادونو ته د ویتو حق ورکول دی یعنی د رد حق . هره پروسه یا معضله چې دې امنیت شوری ته وړاندې کیږی که د ټولو دایم العضویت غړو په اتفاق پاس نه شی د هغې معضلې اړوند پریکړه په شوری کې ملزمه پریکړه نه وی یعنی په شکلی ډول پریکړه تر سره کیږی که د معضلې درګیر اطراف ئې تنفیذ نه کړي باک نه لری .

د مثال په ډول د فلسطین د سیاسی کشالې اړوند د دې شوری څخه ډیرې پریکړې شوی دی ، خو د پنځوس کالونو په شا اوخوا کې لاتر اوسه یوه پریکړه عملي شوی نه ده . څه موده وړاندې کوم مهال چې په غزه باندې اسرایئلو نظامی یرغل وکړ او دا یرغل شپه او ورځ د ډیرشو ورځو لپاره جاري ؤ ، د ډیرشو ورځو په اوږدو کې اسلامی هیوادونه په ډیر مشکل سره وتوانیدل چې د ا شوری د دې یرغل د څیړلو لپاره را وبولي ، او په پای کې د دې یرغل په اړوند غیر ملزمه پریکړه وشوه یعنی د پریکړې په وړاندې د امریکا له اړخه د ویتو حق استعمال شو ، دا راز د فلسطین او نورو اسلامی کشالو په هکله د استعمار له لوری د رد حق استعمالیږي ، اوپدې حق باندې د نړۍ د سیاسی برخلیک یرغمل کیږي .

د ملګرو ملتونو نړیواله مؤسسه ډیره لویه او ستره مؤسسه ده ، ډیر لوی اوپراخه پرسونل لري ، اوپه ډیره لوړه سطحه مالي لګښت لري ، د دې لپاره چې د نړیوالو کشالو د اوارولو په نامه جوړه شوی ده ، نو د نړۍ د هیوادونو څخه مالی بودیجه تر لاسه کوی . خو د دې مؤسسې د پرسونل اکثریت کارکونکي د لویدیځ د هیوادونو خلک دي او په تیره هغه کلیدي پوستونه چې د مهمو پریکړو واک لري خو اکثریت د همدوي په لاس کې دي . پکار خو دا وه چې دا غیر دولتي مؤسسه د سولې او امنیت چارې پرته له لوي مالیي لګښتونو څخه تر سره کولای �� خو فی الواقع د دې مؤسسې عادي کارکونکي دومره لوی لوی معاشونه او تنخاګانې اخلي چې په هیڅ راز دولتي پوستونو کې ئې نه شي تر لاسه کولای ، د دې تر څنګ په کومو هیوادونو کې چې سیاسی شخړې وي د ملګرو ملتنو مؤسسه د هغه هیوادونو په نامه مرستې تر لاسه کوی خو د دې مرستو لوی برخه د دې پرځاي چې د کړکیچ د اورولو لپاره مصرف شي د دې مؤسسې د مسولینو په تحرکاتو باندې لکیږي د دې مؤسسې د لویو منسوبینو جیبونو ته لویږي.   د یوه واړه مسؤل د تګ راتګ لپاره ټول هغه وسایل برابریږی چې ډیر لوړ لګښت لري . د لویدیځ ګڼ شمیر نظامی ، لوژستیکي فابریکې خپل تولیدات د دې مؤسسې له لارې په کار اچوی او لویې لويې ګټې تر لاسه کوي . په هغه هیواد کې چې سیاسی کړکیچ یا شخړه وي ، د دې مؤسسې له لارې یو جنس عامو وګړو ته په څو چنده بیه رسیږی د مثال په توګه : کله چې د ملګرو ملتونو د مؤسسې له لارې په افغانستان کې د یوې مدرسې شاګرد ته یو پاکټ بیسکوت یا یوپیپ غوړ د مرستې په توګه ویشل کیږي ، که هغه پاکت بیسکوټ یا هغه پیپ غوړ په بازار کې ۵ افغانې بیه ولری خو د دې مؤسسې له لاری هغه د پنځلس افغانيو په بیه دې شاګرد ته رسیږی ، که په بازار کې هغه په پینځه افغانی رانیوی شي خو ددې مؤسسې له لارې په پینځلس افغانی ورته تمامیږي . او دا په لوړه کچه لګښت د افغانستان د ملت په نامه ثبتیږي! .

که د نړۍ ګن شمیر هیوادونه اوپه تیره بیا اسلامی هیوادونه غواړی چې د لویدیځ د استعماری قوتونو له هغو کرغیړنو دسيسو نه ځان وژغوري چې د ملګرو ملتونو په کور کې د دوی پرضد په لاره اچول کیږی ، نوباید د ملګرو ملتونو په میثاق او غړیتوب او صلاحیتونو کې ژور بدلون راشي ، او له سره د دې نړیوالې مؤسسې په تنظیمولو کار وشي ، او پدې هکله نوي اقدامات تر سره شي.

One thought on “په پلازمينه کې د ملگرو ملتونو د اویاېمې کلیزې د لمانځلو په مناسبت”
  1. سلام
    هغه چې واړه ماشومان په ډاګه وژني،هغه چې د ړندې دموکراسي په نوم چيغې سورې اونارې وهې، هغه چې په اسلامي نړي کې د ښځو د حقوقو په نوم کمپاين کوي. هغه چې په يوه ملت کې ډيرووړو اقليتونوته د پاچاېې او قدرت او زمينه برابره وي او هغه چې دبن په معاهده کې د کرزي په شان خلکو نه رهبر جوړوي . هغه چې کارونه ېې ټول پاسيف او د منلو وړ نه دى. هغه چې د الف او ب توپير کولاى نه شي . هغه چې وړو ماشومانو د يوه بشپړ فرهنګ تباهي تبليغ کوى او بالخره هغه چې لا خپله سالګره په جهنم کې لمانځي شرم نه دى . کومه مفکوره، کومه ايديالوژي او کوم رسالت به دا ومني چې ملګري داسې کار کوي او هغه هم څوک ملتونه نه يو ملت. موږ په دې باور يو چې ملت ځانته مانا او مفهوم لري د ملت مانا له هغه څه نه ډيره اوچته ده کوم چې له ملګرو ملتو سره په نمايشي ډول په سالګرو، غونډو، د کوټې په کنج او کنار کې مشوره کيږي ستا ليکنه ډير جالبه ده موږ بايد هېر نه کړو چې ملګرو ملتو نه يوازې زموږ هېواد لپاره بلکې د ډيرو هېوادونو لپاره داسې کا نه دى کړي چې د انسان ارزښت په کې استبال شوى وي تاسي وګورى داڅه حال دى؟
    ملګري ملتونه او يومن رايټ( هيو من رايټ) يواځې خپلو جاسوسانوته کار کوي وګوري په افغانستان کې پټ او ښکاره او په تيره بيا د مدني ټولنې په نوم دا ښيل پرادازان

ځواب ورکول ع. شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *