لیکنه او سپړنه: جانباز ||

د پښتو ادب د ادبي فنونو په برخه کي د عروضي سیسټم لپاره شوي کار ته ځکه نوښت ویلی شو، چي بدبختانه تر اوسه پوري د پښتو عروضي سیسټم لپاره دونه کار نه دی شوی لکه څونه چي لازمه وه، دا چي د هري ژبي د عروضي سیسټم موضوع د هغي ژبي د غیري موزن او موزن کلام معلومول دي نو د پښتو ژبي د موزن او غیر موزن کلام د معلومولو لپاره هم پخوانیو عروض پوهانو د عربي ژبي مقرر شوي بحرونه کافي بللي او د پښتو پر حقیقي وزن او عروضي سیسټم یې سترګي پټي کړي، لنډه دا چي د عربي ژبي مقرر شویو بحرونو ته ئې خپل نظمونه جوړ کړي، چي پر همدغو پردیو چوکاټونو یې د خپل نظم د تطبق او برابرولو هڅي هنري ارزښت کمزوری کړی، دا چي پښتو او پښتنو ته د عروضو علم ولي پردی او بېګانه ښکارېده، یو علت یې د پښتنو سیاسي حالات او اقتصادي کمزوري وه، ځکه چي د پښتني ټولني کړکیچن سیاسي حالت او اقتصادي کمزوریو د پښتو ادب متاثره کړی، نو ځکه د عروضو د علم اړتیا دونه نه احساسېدله او یو بېګانه علم بلل کېده، حتی تر دې چي د پښتو ځینو لیکوالانو لا د پښتو ژبي حقیقي وزن نه مانه، لنډه دا چي حقیقي وزن او عروضي سیسټم یې یوازي په عربي پوري مربوط ګڼل.

د پښتو ژبي د تکړه عروض پوه (علامه رشاد بابا) د څېړنو په رڼا کي د هغو کسانو هغه خیال)چي یوازي هغه موزني ویناوي حقیقي وزن لري، چي پر عربي عرضو برابري وي (داسي تردید شوي، چي هیچا ته به بیا دپښتو د حقیقي وزن د نه لرلو فکر پیدا نشي.

د دې لپاره علامه بابا د ایراني لیکوال او ژبپوه پروېز خانلري نظریه هم داسي رواړې:« دا چي پخوانیو لیکوالانو د یونان، روم او نورو اولسونو د ادب په باره کي معلومات نه درلود نو یې حقیقي وزن یوازي عربي ته منسوب کړ، بله خبره دا چي د شعر وزن د ذوق تابع دی او ذوق له عادته زیږي، د وزن قاعدې څه ازلي حکم نه دی، چي تغیر یې ناروا و بلل شي، دا قاعدې باید له عُرف او عادته را ویستل سي، ځکه هر هغه څه چي د یوې ټولني د اکثریت ذوق مني هغه هم صحیح دی هم قانوني او داسي قاعدې خطا بلل، خطا کار دئ».

د پورتنۍ نظریې د قناعت قوت ځکه زیات دی، چي وزنونه رښتیا هم د ذوق تابع دي او ذوقونه د عادتونو زیږنده دي، دا چي د هري ټولني ذوقونه او عادتونه فرق لري نو وزنونه ئې خامخا تغیر کوي هرڅونه چي وزن د ذوق سره برابر وي هغونه خوندور وي.

له دې سره سم علامه بابا په ډېر دقت سره د پورتنۍ نظریې د لا پخوالي لپاره د محقق طوسي هغه نظریه هم بیان کړې، چي د ګرامري برخي سره ارتباط لري، محقق طوسي د معیار الاشعار په لومړي فصل کي راوړي دي:« د هري ژبي نظم د هغې ژبي د ږغيز سيستم د خاصيتونو او لحني ايقاعاتو تابع دئ او څرنګه چي د ژبو فونيميکي خواص او لحني ايقاعات توپير لري، هغسي ئې شعري اوزان هم توپير لري، ځکه نو هر قام او اولس خپل نظمونه د حقيقي وزن لرونکي ګڼي او رشتيا هم داده،چي د دوی ژبه او تالو هغه تناسب پخپلو نظمونو کي راوستلای سي، چي له يوه حقيقي وزنه سره لازم وي».

نو د پورتني نظر په رڼا کي ویلی شو: لکه څنګه چي د ژبو ګرامرونه (فونولوژیکي خواص، مورفولوژیک جوړښتونه، نحوي ساختمان او لحني ایقات) فرق سره لري همدا ډول د ژبو تر منځ شعري ایقاعات او وزنونه هم یو له بله سره توپير لري.

د علامه بابا د څېړنو په رڼا کي بل خورا مهم اړخ هم روښانه شوی، هغه دا چي د هغو ژبو د وزن د تللو څلور نړۍ وال معیارونه یې په پوره دقت سره یو له بله توپیر کړي، چي په کیفي یا څرنګیز وزن پوري اړه لري، علامه بابا د پخوانیو څېړنو په اوسني چاپ شوي اثر (د پښتو نظم عَرُوضي سیسټم) کي نوموړي څلور معیارونه داسي راپیژندلي، چي د پښتو ژبي د عروضي سیسټم د انتخاب هغه ستونزي ته ئې د پای ټکی ایښی، چي د پښتو عروضي سیسټم سیلابیک دی که سیلابوتونیک؟

علامه بابا د هغي نظریې سره موافق نه دی، چي د پښتو ژبي عروضي سیسټم دی یوازي سیلابیک وي، نو د دې نظریې د ماتولو لپاره یې خپل مستند دلایل وړاندي کړي او دا یې څرګنده کړې چي یوازي د څپو د شمېر برابري پښتو وزن نشي ساتلای.( ) او له دې سره سم یې د عربي عرضو د تطبق ساحه هم په پښتو نظم کي معلومه کړې او همدارنګه د تونیک وزن لپاره یې هم هغه یادوني لازمي دي چي د نور نظرونو سره فرق لري، هغه دا چي د تونیک وزن د مصرعو ترمنځ د فشارونو شمېر باید سره مساوي وي خو دا یې لازمي نه ده بللې، چي د فشارونو د موقعیتونو تر منځ فاصلې یې په ټولو سره مقابلو مصرعو کي مساوي وي. ځکه چي سیلابونه یې په شمېر کي سره برابر دي، نو له دې څرګندونو څخه دا معلومه شوه، چي په پښتو ژبه کي د سیلابونو تقریبي برابروالی او د خجونو معین موجودیت لازمي دئ.

د ادبي فنونو د تکړه استاد پوهندوی محمدابرهیم همکار صاحب په لیکل شوې وزنپوهنه کي هم د نوموړو څلورو معیارونو څخه درې معیارونه چي: سېلابیک، تونیک او سیلابوتونیک وزنونه دي په لږ څه تغیر سره تشریح شوي، خو علامه رشاد بابا بیا د نړۍ د منظمو ادبیاتو د نظم د تقطیع لپاره د همدغو درې معیارونو سره یو بل معیار هم چي لرغونی یا انتیک سیسټم یې بولي تشریح کړی.

لرغونی یا انتیک سیسټم د علامه بابا په وینا تر ټولو پخوا په یونان کي رواج درلود، چي د یونان د نامتو شاعر هومر (ایلیاډ او ډیسي) هم په دغه سیسټم کي نظم سوي ول او په لاتني نظمونو کي هم دغه سیسټم رواج درلود.

په دې سیسټم کي د هجاء لنډوالی او اوږدوالی اغېزناک دی. د یو وزن دوې مشابهي ټوټې باید د هجا د شمېر د لنډوالي او اوږدوالي له مخي سره تول شي، انتیک سیسټم که څه هم د پښتو ادب پر نظم باندي له یوه مخه غېږ نه ده را ګرزولې، مګر د علامه بابا د څېړني له مخي ځیني پښتانه شاعران داسي سته چي ان درې نیم سوه کاله پخوا یې لا له دې سیسټم سره سم ځیني نظمونه پېیلي دي. لنډه دا چي په انتیک سیسټم یا عربي عروضو برابر نظمونه د پښتو منظوم ادب یو جز دئ.

دې سیسټم ته په کتو سره د پښتو د فلکلور ځیني سروکي او نور فلکلوري ډولونه هم برابرېدای شي، ځکه چي د پښتو د ځینو نظمي فلکوري ډولونو مجازي وزنونه د څپو په اوږدوالي او لنډولي سره ښه کنټرولېدای شي.

همدارنګه علامه بابا د وزن موجودیت یوازي په نظم کي نه محسوسوي بلکي دا یادونه یې هم کړې، چي عادي خبري هم وزن لرلای شي او د وزن ماخذ یې د دې فن د څېړونکو په وینا طبعي غږونه ګڼلي دي، په طبعي غږونو کي ئې د ویرژلو کوکي او د ښادمنو خندا هم یاده کړې.

نو د دې یادونو څخه یې دا نتجه لاس ته راځي: چي هره خبره او خندا ځان ته انداز لري، چي د هري خبري او خندا انداز د هغې خبري او خندا د وزن په اساس ټاکل کیږي، چي د خبرو لپاره په پښتو نحوه کي د معنا له مخي د جملو وېش یې ښه مثال دی.( 3) او د خندا په برخه کي ئې د ارواپوهني د روان کاوي د مکتب د مؤسس فروید دا نظریه ښه ثبوت کېدای شي، چي وایي: (( خندا هم کله ،کله د تنافر نخښه یي)) دا انداز چي د خندا دا حالت معلوموي د وزن په اساس ټاکل کېږي ، نو وزن نه یوازي د نظم بلکي د نثر او عادي خبرو لپاره هم مهم دئ.

ماخذونه:
۱ – علامه اکاډیميسن پوهاند عبدالشکور رشاد: د پښتو نظم عَرُوضي سیسټم )سېلابوتونیک(، ۱۳۹۵ل. کال، چاپ.
۲ – وزنپوهنه( عروض)، پوهندوی محمدابراهیم همکار، ۱۳۹۲ل. کال چاپ.
۳ – پښتو نحوه ( ګرامر) پوهندوی ډاکټره زرغونه رشتین زېور، ۹۶/۹۵ ۱۳ل. کال، چاپ.
۴ – روانشناسي عمومي، داکتر حمزه ګنجي، ۱۳۹۵ل. کال چاپ.

2 thoughts on “په پښتو عروضي سیسټم کي د علامه رشاد نوښتونه”
  1. پښتو شعر له آروبنسټه عروضي يا مېتريک نه، او بيا له عربي مفاعيلو سره هېڅ اړخ نه لگوي،بلکې تونيک- سيلابيک دی، هسې بېځايه پکې استاد رشاد ځان بوډا کړ، هغه لا ژوندی وو چې زما پښتو بدلمېچ يا پښتو شعر څنگه جوړېږي؟ د پښتوڅانگې د رسمي درسي کتاب په توگه په څه باندې دوه سوه مخو کې او دويم چاپ يې ۷ وړاندې په څه باندې ۵۰۰ مخوکې دانش خپور کړی د استاد اروا دې ښاده وي! ستاسې د گردو زيار

ځواب ورکول سلظان احمدزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *