وروستي راپورونه وايي چې د پکتیکا د اورګون د نن سهار د تروریستي برید د مرګ ژوبلو شمېر تر ۸۰ تنو اوړي.

د راپورونو له مخې په دې تروریستي برید کې، چې د موټربم په وسیله وشو، لږترلږه د ۴۱ تنو وژل کېدا تایید شوې او تر ۴۰ زیات نور ژوبل دي.

په پکتیکا کې تروریستي برید نژدې ۴۰ تنه ووژل

تاند- د ارګون ولسوال محمد رضا خروټي رسنیو ته وویل چې په دې برید کې لږ ترلږه ۳۸ تنه وژل شوي او تر ۴۰

ترهګرو په روژه کې د کابل په احمدشاه بابا  مېنه کې هم د خلکو وینې توی کړې
ترهګرو په روژه کې د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې هم د خلکو وینې توی کړې

زیات نور ژوبل دي.

ده وویل چې ځانمرګي ترهګر ځان یوه جومات او مارکېټ ته څېرمه خپل موټر، چې چاودېدونکي مواد يې پکې ځای پر ځای کړي ول، والوزاوه.

د ښاغلي خروټي په وینا د دغه تروریستي برید ټول قربانیان ملکیان دي.

د کابل د احمدشاه بابا (پنځمه ناحیه) د چاودنې د تلفاتو شمېر هم په زیاتېدو دی. په لوږمړنیو راپورونو کې د ۲ تنو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو ویل شوي و خو اوس ویل کېږي چې ښايي د تلفاتو شمېر تر دې ډېر وي.

لومړنی خبر

1په پکتیکا کې تروریستي برید نژدې ۲۵ تنه ووژل

تاند- د پکتیکا په مرکز ښرنه کې نن په یوه تروریستي حمله کې لږترلږه ۲۵ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

لومړني راپورونه وايي چې په دغه ځانمرګي برید کې، چې د یوه جومات مخته وشو، دوه ملي پولیس هم وژل شوي دي.

ویل شوي چې ځانمرګي دا تروزریستي برید د موټر بم په وسیله کړی دی.

تراوسه د دې پېښې د ټپیانو دقیق حال نه دی څرګند.

له دې سره په یو وخت نن د کابل ښار په پنځمه حوزه کې په یوه چاودنه کې دوه تنه ملکیان ووژل شول او پنځه نور ژوبل شول.

ترهګرو په وروستیو ورځو کې د عامو خلکو وژلو ته زور ورکړی دی.

د ملګرو ملتو له وروستي راپور سره سم، چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړ، په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکي افغانانو وژنې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۲۴ زیاتې شوي دي.

اکثره افغانان د ښرنې د ننني تروریستي برید په شان حملو کې وژل کېږي.

0 thoughts on “په پکتیکا کې تروریستي برید نژدې ۴۰ تنه ووژل”
  1. There is no Government, no army, no police and intelligence and no heart to get heart. Afghanistan is the land of no man and the people are taken hostages by Karzai and followers, warlords and northern alliance The only thing they have done so far, and spending time on, is stealing money, robbing banks smuggling money to the banks in Dubai.
    The Parliament members were very quick in passing the laws to secure their western style retirement life but their mouths are sealed and broken to take the government responsible for the death of innocent people. The tragedy in Paktika province and other parts of the country in this month of Ramadan is hard to think about. Every government is responsible to protect their own people. The huge amount of money spent on training the army, police and intelligent organizations is not even helping to secure the capital city of Kabul.

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *