په پکيتکاکې د خټينو ودانيو طرحه ولسمشر دومره خوښه کړې چې اوس يې په ټول هيواد کې د پلې کولو امر کړی دی

په پکتيکا ولايت کې د خټينو ښوونځيو طرحه د افغانستان په کچه دومره مشهوره او د عملي کيدو وړ وګرځيده چې ولسمشر د پوهنې او کليو پراختيا وزارتونو ته امر کړی چې په پکتيکا کې د خټينو ښوونځيو د جوړيدو طرحه تعقيب او د دوو کالو په جريان کې د ټول هيواد ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو ستونزه حل کړي، د ولسمشر هدايت دادی چې په پکتيکا کې د دغه نوښت په تعيب سره افغان دولت کولای شي چې د بهرنيو مرستو پرته هم دا مهمه ستونزه حل کړي.

محترمو: څه موده وړاندې ولس مشر محمداشرف غني  له پکتيکاوالو د خپلې مينې او زړه سوي په موخه پکتيکا والي صاحب ته له خپله ځانه درې سوه زره ډالر ورکړل چې پدې باندې شپږ ښوونځيو ته پخې ودانۍ جوړې کړي، خو دلته د ډېرو ښوونځيو د ودانيو نه شتون له امله والي صاحب داسې طرحه جوړه کړه چې د پنځوس زره ډالرو پرځای چې په يوه ودانۍ ولګول شي، ښه به وي چې د شپږو پرځای په خام ډول ښې منظمې څلرويشت خټينې ودانۍ جوړې شي د پکتيکا په دې اساسي ستونزه کې به يو څه پرمختګ وشي. نو همداسې وشول، تاسو په تصويرونو کې وګورئ چې د شپږو پرځاي څومره محکمې او ښايسته څلرويشت خټينې ودانۍ جوړې شوې.  

زموږ په نظر دا کار ځکه ګټور دی چې خټينې ودانۍنسبتاً پخو او کانګريټي ته ژر جوړيږي، ساختماني مواد يې په اسانه او هم هغه ځای کې تر لاسه کيږي، د يوې پخې وداني په لګښت شپږ ودانۍ جوړیدلای شي، ځکه موږ په اول قدم کې د ماشومانو لپاره د ښوونکي او کتاب ترڅنګ سر پانه ته هم ډېره اړتيا لرو، ځکه زموږ په هيواد کې ډيری ښوونځي چې ودانۍ نه لري ماشومان يې نه په ډېره ګرمۍ کې زده کړو ته راټولیدای شي او نه هم د یخنۍ او باد او باران پرمهال نو له همدې امله د زده کوونکو د کال د زده کړو وخت خالي او تش په کورنو کې ضايع کيږي.

بله خبره داده چې په تېرو پنځلسو کالوکې په ټول هيواد کې ښوونځيو ته هر څومره پاخې ودانۍ جوړې شوې له يوې خوا يې لګښت هغه ودانۍ ته په کتو څو برابره ډېر وي، بله دا چې د پخو او عصري ودانيو زياتره جوړ شوي تعميرونه له لږ وخت په تيريدو سره اوس په دومره بد حالت کې دي چې له خټينو ودانيو هم خطرناکې دي او هم بدې ښکاري او ويره يې دا وي چې چتونه يې را ونه لويږي.

نو که دا ډول خټينې ودانۍ جوړې شي نو هم د بي ځايه لګښت مخه نيول کيږي، هم به په اسانه او ژر ستونزې حل شي او هم زموږ د خوږو ماشومانو لپاره سر پانه جوړه شي، دا ډول سرپانه ځکه بده نه ده چې د هيواد اته نوي فيصده ۹۸٪ وګړوکورونه خټين دي چې په اوړي کې د ګرمۍ او په ژمي کې د یخنۍ سره مقاوم او په اسانه ساړه او ګرم ساتل کيږي.

ستاسو ورور محمدرسول عادل

د پکتيکا ولايت مقام د دفتر ريس

2 thoughts on “په پکتیکا کې د خټینو ودانیو له طرحو د ولسمشر هرکلی”
  1. په اوسنی اقتصاد او شرایطو کی ډیر ښه انتخاب دی او دټولو مکتبونو مشکل د افغانستان په سطح ژر رفع کیدای شی.
    خو دا ټول په هغه صورت کی کیدای شی چی کار د مؤمنو خادمانو په لاس کی وی او همداسی دیته ورته ابتکارونه د مهاجرینو وزارت یی هم کولی شی

ځواب ورکول Attal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *