د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د اوه سوه زره ډالرو په ارزښت د صميم په نوم د يوه لوبغالي پرانسته وشوه.
د پکتيکا والي وايي چې دا لوبغالی له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت په مالي لګښت جوړ شوی. په همدې حال کې د پکتيکا د قومونو متحده عالي شورا وايي چې ځکه يې ياد لوبغالی د صميم په نوم نومولی چې نور چارواکي ښې حکومتولۍ ته وهڅول شي.
هغه ځانګړي مراسم چې د صميم په نوم نوي رغول شوي لوبغالي د پرانستې په موخه جوړ شوي وو پکې د پکتيکا والي محب الله صميم ترڅنګ امنيتي او اداري مسؤولينو، قومي مشرانو او ګڼو ځوانانو ونډه درلوده.
په پيل کې د پکتيکا د قومونو متحدې عالي شورا مشر مولوي معصوم خيروي خبرې وکړې ويې ويل چې پکتيکاوالو ځکه ياد لوبغالي د صميم په نوم نومولی دی تر څو نور چارواکي ښې حکومتولۍ ته وهڅول شي.
خيروي زياته کړه ښاغلي صميم په تيرو دريو کلونو دې ولايت لپاره د امنيت، پوهنې، روغتيا، رغونې، ښې حکومتولۍ، د فساد مخنيوي او قومي جوړښتونو په برخه ډير څه ترسره کړيدي چې له امله يې د پکتيکاوالو ژوند ښه شوی دی.
د پکتيکا والي محب الله صميم وايي چې ياد لوبغالی د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د اوه سوه زره ډالرو په ارزښت له هغې کلنۍ بوديجې جوړ شوی چې ولايتونو ته د کوکنارو د نه کرلو له امله ورکول کيږي.
د پکتيکا د ځوانانو ټولنې مشر عبيدالله سروضوال وايي چې د اوس مهال لپاره به د صميم لوبغالي له امله چې نوی رغول شوی د لوبو په برخه کې د ځوانانو ستونزې کمې شي.
نوموړي له چارواکو غوښتنه تر څو ځوانانو ته په هره برخه کې اسانتياوې برابرې کړي.
د يادونې وړ ده لومړی ځل دی، چې د پکتيکا قومونه او خلک د خپل مشر د غوره خدمتونو د قدردانۍ لپاره دا ډول ګام پورته کوي، کتونکي دا کار په پښتنو سيمو کې د يو ښه کلتور د دودولو پېل بولي.
د لوی او مهربان څختن تعالی په نامه
د پکتیکا ولایت ښرنه کي د یو نوي لوبغالي پرانستل واقعا د ځوانانو لپاره د لوبو یو ه ښه زمینه مساعده برابرول دي ولي متاسفانه چي په دغه لوبغالي کي د چندر مراعات نه دی شوی ځکه چي نجوني ځواناني هم حق لري چي لوبي وکړي او د خپل ژوند څخه خوند واخلي.