تاند- د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې سېلونو تر سلو زیات کورونه نړولي او په سلګونو څاروي یې مړه کړي دي.

د پکتیکا ولایت د والي ویندوی مخلص افغان وویل، سېلونو د دغه ولایت تروو او وړممۍ ولسوالیو کې خلکو ته د سرومال تاوانونه اړولي دي خو لا هم نه شي ویلی چې د سر څومره تاوان پېښ شوی دی.

له سیمې څخه د ترلاسه شویو مالوماتو له مخې د تروو ولسوالۍ په کاریز خېلو سیمه کې شاوخوا پنځه زره جریبه کرنیزه مځکه، چې فصلونه پرې ولاړ ول، سېل لاندې کړې ده.

همداراز راپورونه وايي چې د خلکو نژدې یو نیم سل څاروي مړه شوي او تر سلو زیات کورونه زیانمن شوي دي.

د وړممي ولسوالۍ د زیانونو او احتمالي تلفاتو په اړه تراوسه دقیق راپور نشته خو وېره ده چې هلته به هم زیات تاوانونه پېښ شوی وي.

د پکتیکا د والي په امر پولیس تیار شوي چې له خطر سره مخامخ خلک وژغوري.

په وروستیو کې پر له پسې سېلونو د افغانستان ختیځ ولایتونه سخت ځپلي دي.

تر پکتیکا مخکې په خوست، لغمان، ننګرهار او د کابل په سروبي کې سېلونو سختې مرک ژوبلې او مالي تاوانونه واوړل.

 وروسته د کابل ولایت په شکر دره او پغمان ولسوالیو کې سېلونو د تاوانونو تر څنګ لږترلږه شل تنه مړه کړل.

One thought on “په پکتیکا کې سېلونو د سرو مال تاوانونه اړولي”
  1. دا سمه دی په پکتیکا کې سيلونه راغلي دی او زيانونه يې اړولي دی، خو د پکتیکا ولایت مطبوعاتي دفتر ځکه دا خبر دومره په چټکۍ خپروي چې د پېښو د مبارزې ریاست ۳ میاشتې وروسته له دی خلکو سره کومک وکړي او هغه بیا والي صاحب، او د پېښو د مبارزې ريس او د ولایتی شورا ریس سره په خپل مېنځ کې بیلې کړې او جیبونه پرې ډک کړي هر کال همداسی کېږي، کله چې په یاد نوم مرستې راشی بیا د دوی تر مېنځ ویشل کېږی که داسی نه وی د تیرکال مرستې څه شوې؟؟
    د پکتیکا خلک بې وزله هم دی خو کوکنار نه کری د مرکزي دفتر له لوري ورسره هر کال ۱ میلون دالر مرسته کیږی تر څو بزګران نور هم تشویق شی او کوکنار ونه کري خو تر اوسه یو بزګر هم نه دی تر لاسه کړې

    الله پاک د دسیلاب ځپلو مرسته وکړي که نه وی د والي دا خبر په دی نیت نه دی چې د غریبو خلکو ته مرستی را جلب کړي بلکی غواړی د تیر په څير يې سږ کال بیا غوا لنګه شي

ځواب ورکول خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *