د پکتیکا ولایت د شکین په سرحدي ولسوالۍ کې سلګونو کسانو د پاکستاني پوځ لخوا په افغان خاوره کې د جوړو شویو تاسیساتو مخې ته لاریون وکړ او له کابل او اسلام اباد څخه یې وغوښتل چې په افغان خاوره د پاکستاني پوځ د یرغل او د تاسیساتو د جوړېدو مخه ونیسي.

په لاریون کې دپکتیکا ولایت د مدني ټولنو فعالانو، ځوانانو، د ولایتی شوراغړو، د شهید نجیب الله د کورنۍ غړو، او قومي مشرانو ګډون کړی وو او په خپلو شعارونو کې یې مرګ پر پاکستان، مرګ پر پنجاب، ژوندی دې وي افغانستان او ویاړ پر شهید نجیب الله اورګوني شعارونه ورکول لاریونوالو د شهید نجیب الله تصویرونه له ځانه سره ليږدول.

د لاریون ګډونوال او د پکتیکا د ولایتي شورا مرستیال نعمت الله بابري رسنیو ته وویل چې د پاکستان د حکومت له لوري له تیري یوې میاشتې راپه دې خوا په افغان خاوره کې په غیر قانوني توګه پاخه تاسیسات جوړیږي چې زموږ دولت یې په بندولو کې پاته راغلی.

1نوموړي وویل چې ولسونو پریکړه کړې چې که افغان او پاکستاني دولتونه له دیپلوماتیکو لارو دا خبره حل نکړي او دا تاسیسات له منځه لاړ نشي نو د پکتیکا ولسونه چمتو دي چې په خپل ټوپک له خپلې خاورې دفاع وکړي او یاد تاسیسات ونړوي.

د برمل ولسوالی قومي مشر او د لاریون ګډونوال قدرت الله وزیري وویل چې پاکستان د ډیورنډ له فرضي کرښې څخه ۳۵ کیلومتره په غیر قانوني ډول مخې ته راغلی.

قدرت وايي چې د انګلیس ناکامه فورموله (د ډیورنډ) کرښه هیڅ افغان او پښتون ته د منلو وړ نده.

ده وویل چې که جوړشوي تاسیسات ونه نړول شول، ولسونه به یې د خپلو مټو په زور ونړوي.

د لاریون چمتو کوونکي او دپکتیکا د مدني ټولنو د همغږۍ د دفتر مشر یعقوب خان منظور هم له رسنیو سره په خبرو کې د پاکستان د دولت له لوري په افغان خاوره کې د یادو تاسیساتو جوړیدل غیر قانوني عمل او په افغان خاوره تیری وباله او له افغان حکومت نه یې غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره د یادو تاسیساتو د جوړیدو مخه ونیسي او که دا کار ترسره نکړي نو دوی به خپلو مدني حرکتونو ته ادامه ورکړي.

لاریون کوونکو د لاریون په پای کې یو پنځه ماده ییز پریکړه لیک هم صادر کړ چې یوه کاپي یې د پاکستان د پوله ساتونکي پوځ مشرانو ته هم وسپارله.

په پریکړه لیک کې د پاکستان له لوري په افغان خاوره کې د تاسیساتو د بندیددو د غوښتني ترڅنګ، راغلي وه چې لر او بر پښتانه افغانان دي او هیڅوخت به هیڅ دښمن ته اجازه ورنکړي چې د دوی ترمنځ بیلتون رامنځته کړي.

د دې پریکړه لیک په بله ماده کې له افغان دولت څخه غوښتنه شوې وه چې د شهید نجیب الله اورګوني د کورنۍ د غړو امنیت ته دې توجه زیاته کړي او د نوموړي ماشومانو ته دي د زده کړو زمینه مساعده کړي.

لاریون کوونکي وروسته له شکین ولسوالی څخه ارګون ولسوالی ته راغلل او د شهید نجیب الله ارګوني پر قبر یې د یوشمېر دولتي چارواکو او د سرحدي پولیسو د مسئولینو په شتون کې د ګلونو ګیډی او د یاد شهید تصویرونه هم کېښودل.

دیادولو وړ ده چې لا هم د پاکستان د پوځ له لوري په افغان سرحد کې د یادو تاسیساتو د جوړیدو کار روان دی.

2 thoughts on “په پکتیکا کې لاریونوال وايي، پاکستاني پوځیان له ډیورنډه ۳۵ کیلومتره وړاندې راغلي”
  1. Za ahsanuullah da khabara da bawar warh da ka cherye pakistaan Khpal zakona Berta bona ze no da de par zad ba pa Afghanistan ke yaw da najeebullah pa num yawa dala che da Pakistan da zwakono defa wake rashe

  2. نوټ: پاکستان په تېرو ۱۳ کلونو کې ، د ازاد افغانستان په مقابل کې جهادي واليان لرل چې په سپين بولدک او ګوشته کې يې لسګونه کيلو متره آی ايس آی خپل ازاد کور ته د ننه کړ او د افغانستان د موجوديت دښمن ته يې د دوستۍ دروازې جوړې کړې . اوس خو داسیِ بريښي چې له پښو نيولي آن تر اخري سره (ترمغزو) خپل مسلط کړي د افغانيت ضد جهاديان او امريکا ، بريتانيا او غرب نور (په مصلحت) ورسره يوځای کړي ازمايل شوي حلقه بګوش تيکنوکرات مزدوران تر امر لاندی په خپل خدمت کې لري نو ځکه به غواړي چې نه يوازي په پکتيکا، پکتيا او خوست کې لسګونه کيلومتره د ننه د غلامۍ دروازې ورته جوړی کړی شي بلکه د ارګ د منځ په شمول د ګران ، ښکلي او تل ازادي خپروونکي کابل په هره کوڅه کې د آی ايس آی وژونکي دفترونه ولګوي او د عيدګا مخی ته د دوستۍ تر نامه لاندی د ازادي خپروونکي او ازادي بښونکي افغان د تسليمۍ او غلامۍ آرچ ودروي . کاشکی تر هغی بختوری ورځی ژوندی وم چې د کابل په ملي او مېړنۍ رهبرۍ د لرو برو افغانانو سرتاسري پاڅون د پنجابيانو او مزدورو مولاناګانو دا شوم دوزخي هوس د شاليمار په باغ کې وروسوزوي، منطقه او جهان ددې خبيسه سرطان نه د تل دپاره خلاص کړي. آمين يارب العلمين!

ځواب ورکول ahsanullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *