تاند- دوو وسله والو موټرسایکل سپرو نن /جمعه/ سهار وختي په پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ د یوه دیپلومات پر کور برید وکړ.

پاکستاني رسنۍ وايي، له لومړنیو راپورونو سره سم، د پېښور په یونیورسټي ټاون سیمه کې د افغان دیپلومات پر کور راکټ ویشتل شوی دی. د ټاون د سیمې پولیسو د نامعلومو حمله کوونکو خلاف دوسیه درج کړې ده.

په پېښور کې د افغانستان کونسل (قونصل) سید محمد ابراهیم خېل پېښه تایید کړه، ویې ویل چې د افغان دیپلومات همایون یوسفزي د کور یوه برخه زیانمن شوې خو تراوسه پوري په دې پېښه کې د چا د ژوبلېدو حال نه لري.

22په نورو راپورونو کې ویل شوي چې په پېښه کې همایون یوسفزی او د کورنۍ غړي یې ژوبل شوي نه دي. د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي چې د همایون یوسفزي په کور کې د ماشینګڼ ۲۹ مرمۍ موندل شوي دي. خو پاک تریبیون ورځپاڼې ویلي چې د دغه افغان دیپلومات پر کور راکټي برید شوی دی.

تر دې وړاندې د چهارشنبې په ورځ په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ ته نژدې وسله واله تروریستي حمله وشوه چې له کبله یې ۷ افغان پولیس ووژل شول.

د جلال اباد د حملې مسوولیت داعش یا د اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې په غاړه واخیست.

2 thoughts on “په پېښور کې د یوه افغان دیپلومات پر کور وسله واله حمله وشوه”
  1. داخو كيداى شى جى يو حادثه وى خو به اصل كى امريكا نه غوارى جى سيمه دى ارامه وى. باكستان خو وايى جى زه خو به لك دير مشكل به غاره اخلم خو افغانستان كى به ارامى برينزدم. بله خوا خبر ندى جى امريكا نه افغانان او نه باكستانيان غوارى هغه به سيمه كى ناارامى غوارى او د باكستان اتمى بم ته شه ستركه نه كورى. اوس نو به دى شكيلى دلى كوشش كوى جى خيل تعبيرونه وكرى. خو اصلى شى همدا دى

  2. کبیرخانه دا د پاکستانیانو هسې دپړې دي چې ولي یې چې امریکا د پاکستان اتوم بم نه غواړي او دا او هغه.‌که امریکا وغواړي په درې دقیقو کې ټول پاکستان له اتوم متوم سره یوځای له خاورو سره برابرولی شي. کوشش وکړئ چې په داسې سطحي خبرو خپل سر خوږ نه کړئ. یوه خبره تل په یاد ولرئ چې پاکستان د افغانستان او سیمې له پاره دومره خطرناک او مضر دی چې بل هېڅ هېواد هم ورته نه رسیږي. امریکا تل له افغانستان سره مرستې کړي او لا یې هم کوي. کور یې ودان.‌

ځواب ورکول Kabir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *